د لاس رسي وړ اتصالات

د دویم پړاو د ټاکنو د ۴۵٪ د رائیو د صندوقونو پلټنه


ارشیف
ارشیف

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور نن په کابل کې په یوې غونډه کې خبریالانو ته وویل چې تیره ورځ د نورو ورځو په پرتله زیات شمیره د رایو صندوقونه چې شمیر یې اته سوه او درې پنځوس ته رسیږي ،‌پلټلي دي.

ښاغلی نور وايي “ لس زره او دوه سوه او یودیرش د رایو صندوقونه پلټل شوي دي چې دغه پروسه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پنځه سوه او اته ویشت څارونکو لخوا پرمخ بیول کیږي”.

د ښاغلي نور په وینا هغه شپږ زره صندوقونه چې بیا شمیرنې ته لیږل شوي دي ، پلټل یې په عادي‌ توګه روان دي او تیره ورځ هم د دیرشو ټیمونو لخوا وپلټل شول او په پام کې ده چې د پلټنې شپږ نور ټیمونه هم ور زیات شي.

ښاغلی نور وايي “د رایو د صندوقونو ځانګړې شمیرل البته د تیرې ورځې په پرتله پکې شپږ ټیمونه زیات شوي‌ دي‌ ترڅو دا بهیر هم د څارونکو په شتون کې عملي شي او پای ته ورسیږي”.

له بلې خوا د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم ادعا کوي چې د دوی د رایو څوارلس صندوقونو کې لاس وهنه شوې ده ، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا ادعا په کلکه رد کړې ده.

د ښاغلي احمدزي د ټاکنیز ټیم تخنیکي مسول داود سلطانزوی وايي چې تیره شپه د رایو د صندوقونو په یوه هنګر کې څوارلس صندوقونو کې لاس وهنه شوې ده.

ښاغلي سلطانزوی زیاتوي چې د دوی ټیم اسناد او شواهد په لاس کې لري چې دا صندوقون له ولایتونو څخه مرکز ته په سالمه توګه لیږدول شوي دي.

ښاغلی سلطانزوی وايي “موږ پوهیږو چې کوم صندوق په کوم وضعیت کې دی او له ولایتونو څخه د لیږدونې پرمهال څه زیان ورته اوښتی دی ،‌او د کوم صندوق قفل خراب دی او که چیرې څوک دغو صندوقونو ته لاس ورته کړي ،‌معلومیږي او په دې صندوقونو کې لاس وهنه شوې ده”.

ښاغلی سلطانزوی وايي نه پوهیږي چې په دې صندوقونو کې چا لاس وهنه کړې ده. د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم غړي وايي چې دا مسله یې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره شریکه کړې ده و په دې هکله به کمیسیون اقدام وکړي.

ښاغلي سلطانزوی وايي چې ډیری دا صندوقونه د بغلان ولایت دي او د نورو ولایتونو صندوقونه هم پکې شته.

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله د ټیم تخنیکي غړی ظاهر اغبر په دې هکله وايي “د تحول او تداوم ټیم په وروستیو ورځو کې دا ستونزې لیدلي دي او ورته یې پام شوی دی ، موږ دوه میاشتې مخکې داسې پیښې لیدلې وې او په هکله مو دقیق معلومات هم په لاس کې وو ، له ناپاکو رایو څخه د پاکو رایو د پټولو لپاره لا اوس هم لاس وهنې روانې دي”.

ښاغلی اغبر وايي د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د اشرف غني احمدزي د ټیم د ادعا په هکله ځواب ورکړي.

د هغه په وینا په دې هکله ناټو هم باید ځواب ورکړي ځکه د هنګرونو امنیت د هغوی لخوا هم نیول شوی دی.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا ادعاوې په کلکه ردوي او ددې کمیسیون ویاند نور محمد نور رسنیو ته وویل چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون امنیت د ناټو آیساف ځواکونو لخوا نیول شوی او د ټاکنیزو ټیمونو په شتون کې د رایو د صندوقونو هنګرونه تړل او پرانیستل کیږي.

ښاغلی نور وايي چې په دغو هنګرونو کې نه یوازې دا چې د ټاکنو د کمیسیون امنیتي‌ کمرې نسب دي بلکې د ملګرو ملتونو په غوښتنه د ناټو - آیساف امنیتي کمرې هم شتون لري.

د هغه په وینا هر هغه څوک او یا هم ټیم چې په دې هکله اسناد په لاس کې ولري‌ کولای شي له ملګرو ملتونو او دوی سره یې شریک کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د دواړو انتخاباتي ټیمونو د څارونکو ترمنځ د شته اختلافونو له کبله د پلټنې بهیر پڅ دی او هیله من دي‌ چې دغې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي او د پلټنې بهیر نور هم ګړندی کړي.

ښاغلی نور وايي د رایو د راټولو سیستم ته د چک لستونو د و داخلولو لړۍ روانه ده او هرکله چې چک لستونه دغه سیستم ته داخل کړای شول پایلې به یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له رسنیو سره شریکې کړي.

ښاغلی نور زیاتوي چې د رایو د پلټنې له اتو پړاونو وروسته که چیرې په دغه بهیر کې ستونزې وې او د رایو د باطلیدو سبب کیدو د ټاکنو خپلواک کمیسیون به یې په هکله په علني غونډو کې معلومات وړاندې کړي ، خو ده وویل چې د رایو د باطلولو بهیر لا پیل شوی نه دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شکایتونو له کمیسیون څخه وغوښتل د ولایتي‌ شوراګانو هغه پایلې چې وروستۍ شوي دي دوی ته یې واستوي تر څو په سیتستم کې یې داخل کړي او دغه پایلۍ ژر ترژره اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG