د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ګوزڼ د واکسین کمپاین پیل شو


په کمپاین کې به د ګوزڼ د واکسین ورکولو کارکوونکي کور په کور ګرځي او د پنځو کلنو نه کم عمرو ماشومانو ته به چې شمېر ېې اته اعشاریه نهه میلیونو ته رسېږي، د پولیو یا ګوزڼ دوه څاڅکې واکسین ورکوي.

د دې ترڅنګ په دې کمپاین کې له دوه کلنو نه تر پنځه کلنو ماشومانو پورې چې شمیر یې پنځه اعشارېه څلور ملیون ته رسېږي د البندازول تابلیت چې د چینجیو د له منځه وړلو لپاره دي، ورکول کیږي.

د افغانستان د روغتیا وزیره ثریا دلیل وايي چې په خوست کې یې د وزیرستان نه راغلو ماشومانو ته هم د پولیو څاڅکې ورکړي دي.

د روغتیا وزیرې امریکا غږ ته وویل چې په تیرو دوو میاشتو کې یې " ۴۵ زرو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې د ۵ کلنو نه کم وو او د وزیرستان نه خوست ته راغلي دي، د پولیو څاڅکې ورکړي دي."

میرمن دلیل زیاته کړه "د شمالي وزیرستان نه خوست او د پکتیکا ولایتونو ته راکډه شويو خلکو په اړه مونږ اندیښنه درلوده چې ښایي د ځان سره به د ګوزڼ ناروغي راولي ځکه د هغوي په سیمو کې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین نه و ورکړل شوی، حتی دا چې ځینو یې واکسین بیخي نه پیژنده."

دا کمپاین د اته شپیته زره شپږ سوه اواتیا تنو لخوا په ټول هیواد کې پلی کیږي. میرمن ثریا دلیل وایي د مني په کمپاین کې د هیواد لیرې پرتې سیمې هم په پام کې نیول شوي.

میرمن دلیل وویل " د ګوزن د واکسین دا کمپاین په کال کې دوه ځلې په ټول افغانستان کې پلی کیږي، لومړی دوره یې په پسرلي او دویمه یې په مني کې وي چې دا دی نن پیل شوه. په کمپاین کې به د روغتیايي چارو کارکوونکي، رضاکاران، د سرې میاشتې کارکوونکي، قومي مشران، علما او ښوونکي کلي په کلي او ولسوالۍ په ولسوالۍ ګرځي او ماشومانو ته به د ګوزڼ واکسین ورکوي. "

د عامې روغتیا وزارت د ملا امامانو او قومي مشرانو نه غوښتي دي چې پخپلو سیمو کې خلک وهڅوي او خپل ماشومان دیته پریږدي چې د ګوزڼ واکسین ورکړل شي.

په ټول افغانستان کې د ګوزڼ د ناروغۍ د واکسین دا کمپاین پداسې حال کې پیل کیږي چې لا هم نده معلومه آیا د هلمند په ولایت کې به ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړل شي او که نه.

یو افغان چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې " ښایي د هلمند په ولایت کې به د څو ورځو ځنډ وروسته ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړل شي."

دغه چارواکي پدې اړه نور معلومات ورنکړل او نه یې دا په ډاګه کړه چې په دقیق ډول به څو ورځې وروسته د هلمند په ولایت کې کمپاین پیل شي.

وسله والو طالبانو د همدې کال د جون په میاشت کې د ګوزڼ د واکسین په شمول نور واکسینونه منع کړي وو او د واکسین په کمپاینرانو یې تور لګولی چې افغان او نړیوالو ځواکونو ته جاسوسي کوي خو د عامې روغتیا وزارت د طالبانو دا تورونه په کلکو ټکو رد کړیدي.

د روغتیايي چارو متخصصین وایي که چیرته په ټول افغانستان کې په یوه وخت کې د ګوزڼ واکسین ماشومانو ته ورنکړل شي نو ښایي چې دغه ناروغي به د یوې سیمې نه بلې ته هم سرایت وکړي.

د عامې روغتیا د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۱ کال په ټول افغانستان کې د ګوزڼ 80 پیښې ثبت شوې وې چې په ۲۰۱۳ کال بیا دا شمیر یوازې څوارلسو پیښو ته راټیټې شوې. وزرات وایي چې د سږکال په لومړنیو اتو میاشتو کې هغوي په ټول هیواد کې د ګوزڼ اته پیښې ثبت کړیدي.

XS
SM
MD
LG