د لاس رسي وړ اتصالات

په عصري طب کې د الکترونیکي تحریک د میتود څخه استفاده


د برېښنايي انجینیرۍ او د عصبي چارو متخصصین اوس د الکترونیکې تحریک پر میتود څیړنو ته دوام ورکوي
د برېښنايي انجینیرۍ او د عصبي چارو متخصصین اوس د الکترونیکې تحریک پر میتود څیړنو ته دوام ورکوي

د اختلالاتو د شفا یو مثال "پیس میکر" دی چې د کمزورو زړونو سره د منظم ضربان په برخه کې مرسته کوي.

د عصري طب د الکترونیکي تحریک میتود هم پدې وروستیو کې گټورثابت شوی دی. ساینس پوهان اوس د پارکنسنز د ناورغۍ چی د بدن ېو شمیر غړي پکې لړزېږي، د اثراتو د کمولو دپاره په دماغ کې د الکترونیکي نبض د نصبولو د میتود څخه کار اخلي.

د امریکا غږ خبریال گریگ فلاکس وايي دا میتود ښایي د نورو روغتیایي ستونزو د حل دپاره هم وازمویل شي.

د دیوید دیوسناپ دپاره یوازې قدم وهل هم یو لوی سوغات دی. د هغه دپاره د هغه د ناروغۍ معیاري معالجه بی گټې ده ځکه کار نه پې کوي نو داکترانو د هغه په دماغ کې د الکترود آله ځای په ځای کړه.

د مید ترونیک د همکارۍ د ټولنې له خوا د هغه د دماغ په هغه سیمه کې چې د خوځښت سره تړاو لري، د تحریک ژور سیستم او د بیترۍ بسته، چې الکترونیکې وړانگې تولیدوي، ځای په ځای شوه.

د الکترونیکې تحریک میتود گټور ثآبت شوی دی
د الکترونیکې تحریک میتود گټور ثآبت شوی دی

دیوید دیوسناپ وایی د عملیاتو نه مخکې ېې حتی دلنډ مزل دپاره هم ېو پل نشو اخیستی.

هغه وایي، "دغه عملیات ما ته زما ژوند بیرته را وباښه او ما ته یې ډیره گټه کړیده، که پخوا دې لیدلای واي نو پوه شوي به واي چې څومره ښه بدلون راغلی. ما د خپل وجود دا کیڼ اړخ هیڅ نشو کارولای."

د رایس په نوم پوهنتون کې د برېښنايي انجینیرۍ او د عصبي چارو متخصص، کالاب کمیري، د دماغي تحرک او هڅونې آزموینه په طبي لابراتوار کې پر مږو باندې تطبیېق کړه.

خو هغه وایي پداسې حال کې چې پوهیږي دا معالجه گټوره نتیجه لري خو تحقیقاتو دا نده معلومه کړې چې څنگه؟ هغه وايي، "مونږ یی ښایی هغسی کاروو چې باید ونه کارول شي خو په دغه راز نوې بڼه حرکت ته اجازه ورکوي، لړزښت کموي او یا یی بلکل له منځه وړي."

کیمیري وایي بریښنايي تحریک ښایي د کیمیاوي دوپامین لاره ونیسي او پدې کارسره دماغ خطا باسي چی د خوځښت قوه کنترول کړي.

دا سیستم د بی هوشۍ، ژور خپگان او دوه قطبه اختلال او نورو ستونزو سره هم مرسته کولای شي. خو هغه وایی څیړونکی باید اول کمکي خنډونه له اوسنۍ لارې لرې کړي.

او ددې پوښتنو د ځواب دپاره کالیب کمیري ته د ساینس د ملی ادارې له خوا د څیړنو د تر سره کولو په موخه ځانگړی بودیجه هم ټاکل شوې ده.

هغه پدې باور دی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به داسې تجربوي آلې اختراع شي چې تر یوه حده د ځینو دماغي اختلالاتو مخه ونیسي؛ هماغسې چې د تحریک د آلې په مرستی دیوید دیو سناپ اوس د قدم وهلو توان پیدا کړی.

XS
SM
MD
LG