د لاس رسي وړ اتصالات

په ځینو سیاسي مسائلو د ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ موافقه


د فیض الله ذکي او سید اقا فاضل سانچارکي ګډ خبرې کنفرانس
د فیض الله ذکي او سید اقا فاضل سانچارکي ګډ خبرې کنفرانس

د ملي یووالي د حکومت د جوړولو ګډ کمیسیون وايي، په پنځو ورځو کې یې ډېر توافقات کړي خو درې مهمې او کلیدي مسئلې لا هم پاتې دي، چې خپله کاندیدان باید په اړه پرېکړه وکړي.

د ملي یووالي د ګډ کمیسیون ویاندویانو فیض الله ذکي او سید اقا فاضل سانچارکي نن ماذدیګر خبریالانو ته وویل، د اجرائیوي پوست، په دوو کلونو کې د لويې جرګې د جوړولو په میکانیزم او په راتلوونکي حکومت کې په مهمو دولتي پوستونو توافقات شوي او دوو کمیټو خپل ټول کار خلاص کړی دی.

د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ملي یووالي د حکومت د جوړولو او د هغو توافقاتو د جزئیاتو په سر د کار کولو لپاره دا کمیسیون موظف کړی وو، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په سفرونو کې دواړو کاندیدانو پرې توافق کړی وو.

تېره پنجشنبه د ملي یووالي د ګډ کمیسیون له پرانستې وروسته درېیو کمېټو خپل کار پیل کړ، لومړۍ کمېټې د ملي یووالي د حکومت لپاره پېژندګلوي لټوله، دوهمې کمېټې بیا ملي برنامه طرحه کوله او درېیمې کمېټې مهم کليدي مسائل تر بحث لاندې نېول.

که څه هم ددې کمیسیون کارونه لا ندي بشپړ شوي، خو نن دواړو نوماندانو وویل، چې د اجرائيوي پوسټ، په دولت کې د مهمو او کلیدي پوسټونو په ګمارنې او لويې جرګې ته د میکانیزم په جوړولو توافقات شوي دي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند سید اقا فاضل سانچارکي وویل د اجرائیوي پوسټ د ایجاد په محور، په لوړو دولتي پوسټونو د ښائیسته سالارۍ په اساس په ګمارنې، د لويې جرګې لپاره د میکانیزم او دغې جرګې ته د کمیسیون په جوړولو توافقات شوي، خو د درېیم کمېټې دوه یا درې کلیدي مسائل پاتې شي، چې د ټاکنیزو ټیمونو رهبران باید پرې پرېکړه وکړي، له هغې وروسته به بیا ګډ کمیسیون خپل کار پیل کړي.

په عین حال کې بیا د اشرف غني احمدزي د ټیم ویاند فیض الله ذکي بیا وویل، چې په دوو کمیټو کې د ملي یووالي د حکومت لپاره په تعریف او د ملي برنامې د جوړولو په سر بحثونه او توافقات شوي دي.

د اشرف غني د ټاکنیز ټیم ویاند فیض الله ذکي وویل ‪"‬ لا هم ځینې مسائل شته چې باید حل شي، د توافقاتو جزئيات اوس نه شو ویلی، کله چې ټول توافقات نهائي شول بیا یې له خلکو سره شریک کوو.‪"‬

دواړو ویاندویانو وویل، چې بل سبا به د ملي یووالي کمیسیون په پاتو مسائلو خپلو بحثونو ته دوام ورکړي.

د ملي یووالي پدغه کمیسیون کې له دواړو ټاکنیزو ټیمونو له خوا څلوېښت غړي کار کوي.

د ټاکنو کمیسیون

بل لورته د ټاکنو کمیسیون وویل، چې نېږدې پنځوس په سلو کې د رایو تفتیش بشپړ شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د جمهوري ریاست د رایو د تفتیش له پیله تر اوسه پرون دغه کمیسیون نېږدې زر د رایو د صندوقونو تفتیش کړی، چې تمه لري په راتلوونکو ورځو کې د رایو تفتیش همداسې ګړندی پرمخ لاړ شي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند خبریالانو ته وویل، تر پرونه یوولس زره او یو سلو دري دېرش د رایو صندوقونه تفتیش شوي دي، چې د ټولو رایو ۴۸ په سلو کې کیږي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي، د چیک لستونو او د پایلو د پاڼو سیستم ته د داخلولو لړۍ هم روانه ده او او شپاړس سوه چیک لستونه سیستم داخل شوي دي.

ښاغلي نور د خاصو رایو د بیا شمېرنې چې شپږ زره صندوقه کیږي، په تړاوو وویل، چې پروسه یې څه نا څه بطي ده خو چټکه به یې کړي، هغه وویل، تېره ورځ ۷۶ د رایو صندوقونه په خاص تفتیش کې بیا شمېرل شوي دي.

ښاغلي نور وویل ‪"‬مونږ هڅه کوو، چې په دوو اوونیو کې خپل کار خلاص کړو خو که پروسه د کاندیدانو د ناظرینو له خوا له پڅه نه شي.‪"‬

بل لورته د شپږ زرو صندوقونو د بیا شمېرنې په تړاوو د اشرف غني احمدزي د ټیم تخنیکي غړي حلیم فدائي وویل، چې رایه شمېرنه کراره روانه ده او که داسې روانه وي، نو درې میاشتې وخت به واخلي‪.‬

خو د عبدالله عبدالله د ټیم تخنیکي غړي ظاهر اغبر بیا وویل، چې د شپږ زرو صندوقونو د بیا شمېرنې لپاره خاصو او نوي اصولو ته اړتیا ده چې باید د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب دواړه ټیمونه دې ورته ایجاد کړي.

XS
SM
MD
LG