د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د کرکټ نړیوال لوبغالی جوړیږي


په کابل کې د معلولینو ترمنځ د کرکټ سیالۍ یوه څنډه
په کابل کې د معلولینو ترمنځ د کرکټ سیالۍ یوه څنډه

د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې د جرمني پرمختیايي خدمتونو مرستندویه ادارې په همکارۍ په خوست ولایت کې پر نړیوالو معیارونو ولاړ د کرکټ د لوبې یو لوبغالی جوړ کړي.

ددغه لوبغالي د جوړولو په هدف نن د افغانستان کرکټ بورډ د جرمني د پرمختیايي خدمتونو مرستندویه ادارې له چارواکو سره په کابل کې یو تړون لاس لیک کړ.

په افغانستان کې د جرمني پرمختیايي خدمتونو مرستندویه ادارې مشر خالد سلیمي وايي چې د کرکټ دغه لوبغالی په پنځه ویشت جریبه ځمکه کې په معیاري توګه په یولسو میاشتو کې جوړیږي چې پرې نږدې اته لکه یورو لګښت راځي.

د ښاغلي سلیمي په وینا چې له دغه لوبغالي سره دوی غواړي ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ورزش چې د قومونو د یو ځای کولو په برخه کې مهم رول لوبوي لا نور هم وده ورکړي.

ښاغلی سلیمي وايي "دا ستدیوم به وکولای شي هغه قومونه چې په خوست کې دي او هغه ځوانان چې د ډیورند د کرښې دواړو خواوو ته پراته دي سره یو ځای کړي‌ ترڅو دلته ثبات راشي او په امنیت کې مثبت رول ولوبوي”.

د ښاغلي سلیمي په وینا هیله من دي چې د افغانستان د کرکټ بورډ په همکارۍ د لوبغالو د جوړولو لړۍ هلمند او کندهار ولایتونو ته هم وغځوي.

په ورته وخت کې د کرکټ بورډ مشر شهزاده مسعود وايي چې د مرستندویه ادارو په همکارۍ دوی کولای شي چې د کرکټ لوبې ته لار نور هم وده ورکړي.

شهزاده مسعود وايي “د کرکت دغه لوبغالی په خوست ولایت کې په یو ډیر ښه موقعیت کې جوړيږي چې له دې سره به کرکټ په جنوبي ولایتونو کې لکه خوست، پکتیا، پکتیکا او حتی لوګر کې ډیر زیات رشد وکړي‌”.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر وايي چې د هندوستان هیواد په مرسته په پام کې لري چې په کندهار په عینو مینه کې هم په پام کې لري چې د کرکټ د لوبغالي د جوړلو چارې پیل کړي.

د افغانستان کرکټ بورد وايي په خوست ولایت کې د کرکټ د لوبغالي له جوړیدو سره به هڅې وکړي چې نه یوازې پکې ملي سیالۍ ترسره کړي بلکې نړیوالې او سیمه اییزې لوبې پکې هم ترسره کړي او له دې سره د کرکټ لوبه په افغانستان کې لا نور هم وده وکړي.

له کابل او ننګرهار ولایتونو څخه وروسته خوست به د افغانستان په کچه دریم ولایت وي‌ چې پکې په نړیوال معیار برابر د کرکټ لوبغالی جوړیږي.

د معلولینو د کرکټ سیالیو اتلولي

د بلې خوا په کابل کې د معلولینو ترمنځ د کرکټ سیالۍ چې یوه اونۍ مخکې د افغانستان د پنځو زونونو ترمنځ پیل شوې وې نن د سپین غر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.

د کرکټ بورد‌ د رسنیو مسول فرید هوتک امریکا غږ ته وویل چې په پای لوبه کې د سپین غر لوبډلې وکولای شول چې خپلې سیالې د مس عینک لوبډلې ته په ۶۱ منډو ماتې ورکړه.

د هوتک په وینا په پیل کې د سپین غر لوبډلې په شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۹ منډو هدف د مس عینک لوبډلې ته هدف کیښود.

د سپین غر لوبډلې لپاره محمد نبي ۴۵،صبور ۳۳ او فرهار ۲۰ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې د مس عینک لوبډلې په ۱۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ایله ۷۷ منډې جوړې کړې او ټاکل شوی هدف یې پوره نشو کړای.

فرید هوتک وايي‌ “په راتلونکې کې به موږ په دې بریالي شو چې د معلولینو ملي لوبډلې لپاره یو شمیر لوبغاړي‌ ولرو او له هیواده به بهر هم ځي په آسیايي او نړیوالو لوبو کې به د افغانستان استازیتوب هم وکړي”.

په ورته وخت کې د عزت الله په نوم یوه لوبغاړي امریکا غږ ته وویل دوی زیات خوشحاله دي چې د معلولینو د کرکټ په سیالیو کې یې برخه اخیستې ده او هیله من دی چې په راتلونکې کې هم ورته دغه راز زمینې برابرې شي.

عزت الله وايي “دا ټورنمنټ د معلولینو لپاره ځکه ګټور وو چې په افغانستان کې معلولین یو وروسته پاتې قشر دی او خلک ورته په درنه سترګه نه ګوري ، خو دا ټورنمنت به وکولای شي چې نور معلولین وهڅوي چې دوی هم یو څه دي “.

په دغو سیالیو کې د سپین د لوبډلې لوبغاړي شفیق وکولای شول چې د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي‌ لقب ترلاسه کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي په پام کې لري‌ چې د معلولینو د کرکټ لوبډلې لپاره زمینه برابره کړي ترڅو وکولای شي په آسیايي سیالیو کې چې تر راتلونکو دوو میاشتو په عربي متحدو اماراتو کې ترسره کیدونکې ، برخه واخلي.

دغه سیالۍ په افغانستان کې د سویدن د کمیټې او د کاراو ټولینزو چارو، معلولینو او معیوبینو د وزارت په همکارۍ ترسره شوې.

د یادولو وړ ده چې دا په کابل کې د معلولینو د کرکټ لومړنی رسمي ټورنمنټ وو چې پکې د افغانستان د پنځو زونونو د کرکټ لوبډلو برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG