د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د بچه بازۍ د دود په زیاتیدلو اندیښنې


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د خبرې کنفرانس یوه څنډه
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د خبرې کنفرانس یوه څنډه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د بچه بازۍ اړوند نن یوه ملي څیړنه خپره کړه چې پکې ویل شوي په ټولنه کې د قانون نه ټینګښت، زورواکي‌، فساد،‌ بې وزلي، عدالت ته نه لاس رسی او ناامني هغه څه دي چې د بچه بازۍ د کچې لوړولو لامل شوی دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر وايي‌ چې د بچه بازۍ په هکله دوی ملي څیړنه د ددغې پدیدې له یو دیرش عاملینو ، نهه دیرش قربانیانو او یو شمیر شاهدانو له قوله ترسره کړې ده.

میرمن سمر وايي " دا څیړنه د افغانستان په څوارلسو ولایتونو کې شوې چې پکې ۱۹۰۰ کسانو برخه اخیستې ده چې ټولې ۷۱ غونډې شوې دي".

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره وايي په یو شمیر ولایتونو کې زورواکان یو شمیر هلکان ساتي چې عمرونه یې له لسو څخه تر اتلسو کلنو پورې دي او له هغوی سره جنسي‌ لوبې او جنسي تیری کوي چې دغه هلکان ډیری له غریبو کورنیو څخه دي.

میرمن سمر وايي "ددې پر ځای چې د بچه بازۍ عاملین محاکمه شي او د قربانیانو ملاتړ وشي دا کار نه کیږي،‌او کومه ملي څیړنه چې موږ ترسره کړې ده هیله منه یم چې دا افغان حکومت ته یو خبرداری وي چې ددې ناوړه پدیدې د له منځه وړلو په برخه کې جدي اقدام وکړي".

د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون کمشنره ثریا صبحرنګ وايي چې د افغانستان په قوانینو کې بچه بازۍ نه ده تعریف شوې او له دې اړه کوم حکم هم نشته چې څرګنده کړي چې بچه بازي ناروا عمل دي او باید عاملینو ته یې سزا ورکړل شي.

میرمن صبحرنګ وايي "زموږ څیړنې ښايي چې زیاتره بچه بازان پیسې لري ، له زور څخه کار اخلي ، ټوپک لري‌ او زیاتره هغه کسان دي د ماشومانو له بې وزلۍ څخه ګټه اخلي".

د میرمن صبحرنګ په وینا د بچه بازۍ عاملین ماشومان له اته کلنۍ څخه د مري په توګه ساتي او تر شپاړس کلنۍ پورې ورڅخه ناوړه ګټه اخلي.

دی وايي هغه کسان چې په خپله قربانیان دي په راتلونکې کې امکان لري چې په خپله په عامل بدل شي ځکه هغوی هم غچ اخیستلو په فکر دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې د دوی د څیړنې له مخې د بچه بازۍ پدیدې پروړاندې څوک عکس العمل نه ښیې او دا کار په معمول بدل شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په ترسره کړې ملي څیړنه کې راغلي‌ چې ۲۹ فیصده د بچه بازۍ عاملینو ویلي دي چې دوی د ماشومانو د بې وزلۍ څخه ګټه اخیستې او ماشومان په پیسو اخلي.

د بشري حقونو دغه څیړنه ښايي چې د بچه بازۍ دود په ملي پولیسو او محلي پولیسو کې هم لیدل شوی دی ، خو ددغه کمیسیون مشره سیما سمر وايي چې دوی تراوسه کومه مستقمیه پیښه نه کشف کړې.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له افغان حکومت څخه غواړي‌ چې د بچه بازۍ ناروا دود دې د جرم په توګه وپیژندل شي او د جزا په قانون کې دې دا عمل منع او جنایت وشمیرل شي.

دغه کمیسیون وړاندیز کوي چې افغان حکومت دې ټولو عدلي‌ او قضايي او د پولیسو څانګو ته حکم ورکړي چې د بجه بازۍ دود مخه ونیسي او عاملینو ته یې سخته سزا ورکړي.

دا دویم ځل دی چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په دغه هیواد کې د بچه بازۍ د ناوړه دود په هکله څیړنه کوي.

XS
SM
MD
LG