د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د ځواکونو تمویل لپاره ۶ ملیارده ډالر غواړي


د افغانستان د حکومت او مرستندویانو د گډې کمیټې غونډه
د افغانستان د حکومت او مرستندویانو د گډې کمیټې غونډه

افغان چارواکي وايي، د انګلستان په ویلز کې د ناټو له سرمشریزې غونډې به د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره له ۲۰۱۴ وروسته هر کال شپږ ملیارده ډالر وغواړي.

نړیوالې ټولنې تېر ځل د شیکاګو په کنفرانس کې چې دوه نیم کاله وړاندې دایر شوی و، له افغانستان سره د څلور عشاریه یو ملیاردو ډالرو ژمنه کړې وه، چې په هر کال کې به یې افغان امنیتي ځواکونو د لګښتونو لپاره ورکوي.

خو اوس افغان چارواکي وايي، دغه مرسته کافي نده او لامل یې دا دی چې افغان حکومت اړ دی، ترڅو ۳۵۰ زره امنیتي ځواکونو لپاره بودیجه برابره کړي.

د ماليي وزیر حضرت عمر زاخېلوال په کابل کې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل د څارنې او همغږۍ د بورډ دوهمې ناستې ته وویل، د افغان امنیتي ځواکونو د اوسني تمویل اړتيا په ډاګه کوي، چې هر کال له پنځه اشاریه پنځو ملیاردو ډالرو نه تر شپږو ملیاردو ډالرو تمویل ته اړتیا ده او تمه لري، چې نړیواله ټولنه به دغه مرسته د ویلز په سرمشریزه کې له افغانستان سره اعلان کړي.

ښاغلي زاخېلوال وویل ‪"‬ کومې اړتیاووې چې د شیکاګو په کنفرانس کې په نظر کې نېول شوې وې، اوس زمونږ اړتیاووې تر هغې زیاتې دي، نو پدې خاطر د ناټو د ویلز له سرمشریزې چې د سپټمبر په څلورمه به دایر شي، وغواړو چې د شیکاګو په مرستو کې زیاتوالی راولي، مونږ به دغې غونډې ته نوی رقم وړاندې کړو، چې ۵.۵ یا ۶ ملیارده ډالره دی البته په یوه کال کې.‪"‬

ښاغلي زاخېلوال وویل، چې د نوي مرستې دا غوښتنه به د افغان ځواکونو د تمویل له ۲۰۱۵ کال وروسته ولګول شي.

هغه وویل، دم ګړۍ افغان حکومت د امنیتي ځواکونو لګښت له ملي بودېجې ورکوي.

د ماليي وزیر ددې ترڅنګ د ویلز له غونډې ددې مرستو برسیره نورې اضافي مرستې هم غواړي، هغه وویل: نیمه نظامي تاسیسات چې خورا زیات دي او ناټو نامکمله پرېښي دي، د ویلز په غونډه کې به مونږ ددغو تاسیساتو د بشپړه رغولو غوښتنه هم وکړو.

ښاغلی زاخېلوال وايي، د افغان هوايي ځواک د تجهیزاتو د اخېستو غوښتنه هم په اضافي مرستو کې شامله ده.

هغه وویل، افغان حکومت د مرستو په میکانیزم هم غواړي بحثونه ولري، د افغانستان له اړخه د ماليي مدیریت او د تدارکاتو مدیریت تعهد به هم د افغان چارواکو په خبره وړاندې شي.

د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل د څارنې او همغږۍ د بورډ په دوهمې ناستې کې، چې د اسټرالیا د سفیر فیليپ او د افغانستان د ماليي د وزیر له خوا پرمخ وړل کېده، د ویلز تر غونډې مخکې د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ترمنځ د همغږۍ ناسته ده.

تر دې وړاندې بل ناسته هم تېر کال د نومبر په میاشت کې شوې وه، چې هلته د شیکاګو د کنفرانس د ژمنو تعمیل او د مرستو همغږي کول څېړل شوي وو.

د اسټرالیا سفیر جون فیليپ چې ددغې غونډې یو مشر و، وویل د ویلز غونډه په داسې حال کې کیږي چې لا هم له امریکا سره امنیتي تړون ندی لاسلیک شوی او د ټاکنو لانجه هم نده اواره شوې.

د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي وویل، له افغانستان نه د بهرنیو ځاکونو د سل زره سرتیرو وتل چې دلته له ترهګرۍ سره په جګړه کې ښکیل وو، په افغان امنیتي ځواکونو فشار زیات کړی.

ښاغلي زاخېلوال په همدې غونډه کې رسنیو ته وویل، که نوی منتخب افغان ولسمشر په ویلز کې د ټاکنو د نه ختمېدو له امله برخه وانخېستلی شي، نو اوسنی افغان حکومت به پدغه غونډه کې برخه واخلي.

د ماليي وزیر د هغو انګیرنو په تړاوو چې ټاکنې پای ته ندي رسیدلي، لا هم ولسمشر ندی معلوم او که د ناټو په سرمشریزه کې برخه وانخلي بد عواقب ولري، وویل هیڅ بد عواقب نه لري، هغه وویل : ‪"‬حکومت شته، له نړیوالو سره تعامل شته او نړیوالو ته افغانستان مهم دی.‪"‬

په انګلستان کې د ناټو دا سرمشریزه به د سپټمبر په څلورمه پيل شي او د ناټو د غړو هیوادونو مشران به د افغانستان د موضوع ترڅنګ په نورو مسائلو چې ناټو پکې ښکېله ده خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG