د لاس رسي وړ اتصالات

اڅکزی: د ډیموکراسۍ دفاع به وکړو


له محمود خان اڅکزي سره د امریکا غږ ځانګړې مرکه
له محمود خان اڅکزي سره د امریکا غږ ځانګړې مرکه

په پاکستان کې سیاسي بحران ادامه لري. د عمران خان په مشري د تحریک انصاف گوند او د طاهر القادری د پاکستان عوامي تحریک زرگونه پلویان د پارلمان مخی ته احتجاج ته ادامه ورکړي. احتجاج کوونکي د صدراعظم نوازشریف د استعفی غوښتنه کړې ده. همداراز، دوی د انتخاباتو په سیستم کې د اصلاحاتو د راوستلو، د انتخاباتو د کمیسون منحلولو او د نوو انتخاباتوغوښتنه کړېده.

د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزي نن د پاکستان پارلمان ته په خپلې وینا کې وویل چې «د دغه (اوسني) پارلمان نه بغیر بل پارلمان نه منو اواحتجاجي نمایشاتو څخه نه ویریږو.»

هغه وویل: «هر څوک چې د احتجاجونو ترشا ولاړ وي، دا د خیر کار نه دی، او که د (پاکستان) اساسي قانون خلاف ګام پورته کیږي نو بیا به په میلیونو کسان د ډیموکراسۍ او او اساسي قانون په ملاټر راوځي.»

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمد خان اڅکزي سره د اشنا راډیو د همکار خلیل خان بشپړه مرکه دلته اوریدلی شئ:

مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG