د لاس رسي وړ اتصالات

د رائیو د څه باندې اوه نیم زرو صندوقونو تفتیش لا پاتې دی


ارشیف
ارشیف

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور خبریالانو ته وویل، له ۲۲۸۲۸ مجموعي د رائیو د صندوقونو نه تر دې مهاله د ۱۵۱۴۵ صندوقونو تفتیش شوی چې د ټولو رائیو ۶۶.۳۴ سلنه جوړوي.

ښاغلي نور وویل، تېره ورځ ۶۲۹ صندوقونه تفتیش شوي او تېره ورځ ۱۳۱۹ نړیوالو او کورنیو څارونکو او د کاندیدانو استازو د ټاکنو له بهیر څارنه کړې ده.

ځانګړی تفتیش

که څه هم د رائیو د شپږ زرو مشکوکو صندوقونو د تفتیش لړۍ تېره اونۍ پیل شوې، خو لا هم د ټاکنو د کمیسیون څارونکي پدې باور دي، چې دا تفتیش ورو روان دی او که داسې روان وي، وخت به ډېر واخلي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند وویل، چې د ځانګړي تفتیش ۵۲۰ صندوقه تفتیش شوي، ددغه تفتیش مجموعي صندوقونه شپږ زره دي، چې درې زره د یوه کاندید د ټیم او درې زره د بل کاندید د ټیم له خوا تفتیش ته وړاندې شوي دي.

د ټاکنو کمیسیون تېره ورځ د ځانګړي تفتیش د رایو یوازې د ۸۹ صندوقونو تفتیش کړی دی.

د راټولو مرکز

د ټاکنو کمیسیون وایي، له تفتیش وروسته د تفتیش شویو رايې پاڼو د راټولولو په مرکز کې یې ۶۶۱۱ چیک لستونه سیستم ته داخل کړي او له دې جملې ۳۶۳۳ تفتیش شوې رايې پاڼې دې ته تیار دي، چې کمیسیون پرې پرېکړه وکړي.

ښاغلي نور وویل "په مجموع کې ۶۶۱۱ چیک لستونه د جمع بندۍ په مرکز کې سیستم ته داخل شوي، ۳۶۳۳ یې ارشیف شوي، یعنې ټولې اتې مرحلې پرې تېرې شوي، په زرګونو د سکن په حالت کې دي، ځېنې نورې هم ارشیف ته نېږدې دي."

د ټاکنو د کمیسیون ویاند خبر ورکړ، چې د ټاکنو کمیسیون به له دوشنبې ورځې وروسته په علني ډول د تفتیش شويو رایو په تړاوو پرېکړې پيل کړي.

پدې پرېکړو کې به د تفتیش په اساس د پاکو او نا پاکو رایو جلا کول وي.

د رایو د تفتیش بهیر څو ځله د کاندیدانو د څارونکو ترمنځ د اختلاف له امله ځنډېده خو له تېرې اوونۍ راهېسې د رایو تفتیش چټک شوی دی.

XS
SM
MD
LG