د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د ډیموکراسۍ په طرفدراۍ لاریونونه

  • خلیل بړیڅی

 په اسلام کې د اعتراض ناستې ادامه لری

په اسلام کې د اعتراض ناستې ادامه لری

په پاکستان کي جمهوري قوتونو د ډیموکراسۍ په طرفدارۍ لاریونونو او غونډې پیل کړي دي.

د پاکستان مسلم لیگ (نوازشریف) گوند په اسلام اباد او پنجاب ایالت کې، جمعیت علما اسلام د (فضل الرحمان) گوند په ټول پاکستان کې او د پښتونخوا ملې عوامې گوند په کویټې او کراچې ښارونو کې، د عمران خان او طاهر القادری د اعتراضیه ناستو په مقابل کې او د ډیموکراسي په ملاټر لاریونه او غونډي جوړې کړي دي.

په کویټه کې د پښتونخوا ملې عوامې گوند ډیموکراسې پلوه لاریون، د آزاد خبریال او عکاس جمال تره کې په مننه

په کویټه کې د پښتونخوا ملې عوامې گوند ډیموکراسې پلوه لاریون، د آزاد خبریال او عکاس جمال تره کې په مننه

د واکمن مسلم لیگ (نوازشریف) گوند متحد محمود خان اڅکزي د یک شنبې په ورځ په کویټې کې په یوه خبري کانفرنس کې اعلان وکړ، چې د پشتونخوا ملې عوامې گوند به په ټول پاکستان کې د ډیموکراسي او اوسني سیسټم د دفاع دپاره لاریونونه او مظاهرې وکړي.

هغه د پاکستان تحریک انصاف گوند په مشر عمران خان او د پاکستان عوامي تحریک مشر طاهر القادري باندې انتقاد وکړ چې د جمهوریت د ختمولو هڅي کوي. هغه وویل چې دغه مظاهرې به سوله ایزې او د اساسې قانون په چوکاټ کي دننه وي.

محمود خان اڅکزي د کویټې د رسنیو په مرکز کې د خبریالانو پوښتنې ځوابوي. دازاد خبریال او عکاس جمال تره کي په مننه

محمود خان اڅکزي د کویټې د رسنیو په مرکز کې د خبریالانو پوښتنې ځوابوي. دازاد خبریال او عکاس جمال تره کي په مننه

هغه وړاندیز ورکړ چې د پاکستان جمهوری قوتونه دې باید یو گډ خط جوړ کړی چې پکښې د پاکستان مسلم لیگ ( نوازشریف) پشتونخوا ملي عوامي گوند، جمعیت علما اسلام (فضل الرحمان) عوامي نیشنل گوند، متحده قومي تریحک، نیشنل گوند او نور گوندونه شامل وی چې دا څرگنده کړي چې د پاکستان خلک د ډیموکراټیکې پروسي او نظام دفاع کوي.

د جمعیت علما اسلام (فضل الرحمان) گوند د ډیمو کراسې پلوه غونډه، د آزاد خبریال او عکاس جمال تره کې په مننه

د جمعیت علما اسلام (فضل الرحمان) گوند د ډیمو کراسې پلوه غونډه، د آزاد خبریال او عکاس جمال تره کې په مننه

​اڅکزي وویل "هغه کسان چې په اسلام اباد کې احتجاجي ناستي کوي، دوي په اقلیت کې دي او په کوم ډول چې دوي اعتراضونه کوي هغه د اساسي قانون پرضد دي او د منلو وړ نه دي."

ښاغلي اڅکزي د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل " په پاکستان کې سم د دو قوتو تر منځ جنگ دی، یوه هغه قوت دی، چې پاکستان یو فیډریشن جوړول غواړی، دلته یوه پارلمان شته یو اساسي قانون شته، یو جمهوری نظام دی، هغه خلگ یوي خواته دی، ددې خلکو شمیر په ملینونو دی، او بل طرف دغه نور دی ( عمران خان، طاهر قادری، چوهدری برادران، شیخ رشید) دوی د ملینونو خلکو زور نشي راړولی"

د یوي پوښتنې په ځواب کې اڅکزي وویل، دی د صدراعظم نوازشریف له دی وجې ملاټر کوي چې هغه غواړی ډیموکراټیک سیسټم کلک کړي.

اڅکزي زیاته کړه " د پاکستان د ټولو مسایلو حل ډیمو کراسي ده. او موږ به چا ته ددی اجازه ورنکړو چې اساسي قانون د پښو لاندي کړي."

د جمعیت علما اسلام (فضل الرحمان) د گوند ویاند جان محمد خان اڅکزي د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل " د پاکستان ټول سیاسي قوتونه په دې خبري یوه خوله دي چې دا اوسنې کړکیچ دی ژر تر ژر هوار شې او د ډیمو کراسي چې کوم بهیر دی دا باید روان وی، او په دی هڅوک حاضر نه دی چې جوړ جاړی وکړی."

له بلې خوا د جماعت اسلامې مشر سراج الحق د پارلمان رئیس سردار ایاز صادق څخه غوښتې چې د تحریک انصاف گوند د اسمبلې د غړو استعغاو منل دی وځنډوی.

هغه وویل " که دغه استعفاوي منظور کړل شې، نو د سیاسي بحران حلول به نور هم گران شي."

په کویټه کې د پښتونخوا ملې عوامې گوند ډیموکراسې پلوه لاریون، د آزاد خبریال او عکاس جمال تره کې په مننه

په کویټه کې د پښتونخوا ملې عوامې گوند ډیموکراسې پلوه لاریون، د آزاد خبریال او عکاس جمال تره کې په مننه

د عمران خان له خوا په حکومت نوي فشارونه :

عمران خان خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل که نواز شریف استعفا ورنکړه نو په ټول پاکستان کې به د موټرونو د نه چلولو اعتصاب اعلان کړي.

هغه د پاکستان په خلکو غږ وکړ چې د حکومتي بانکي سیکټور څخه دي خپلې شتمني راوباسي.

هغه د حکومت څخه وغوښتل چې د مذاکراتو له مخې دې د اسلام اباد د کوڅو څخه کانټینرونه لیري کړي.

د عمران خان او طاهرالقادری ترشا څوک دي؟

ځینو بهرینو اژانسو په خپل راپورنو کې لیکي چې د پاکستان پوځ د نواز شریف حکومت څخه په خاصه په دی هم مایوسه شوی چې پخواني جنرال او ولسمشر پرویزمشرف یې د غدارۍ په تور محاکمې ته راکش کړی دی.

د پوځ او حکومت ترمنځ په دې خبری هم اختلاف موجود دی چې د پاکستاني طالبانو سره څه باید وشي.

د پاکستان حکومت د طالبانو سره د سولې په خبرو ټینگار کاوه او پوځ په نتیجه کې پوځي عملیات شروع کړل.

دپاکستان پخوانې ولسمشر او تقاعد شوی جنرال پرویز مشرف

دپاکستان پخوانې ولسمشر او تقاعد شوی جنرال پرویز مشرف

​د پاکستان پخوانی ولسمشر، متقاعد جنرال او د آل پاکستان مسلم لیگ گوند مشر پرویز مشرف ویلې، چې علې بابا او د ۴٠ غلو ډله اوس د ډیموکراسي د چتر لاندی ځانونه پټوي. او د ملکې ډیکټاټوری ټول ریکارډونه یی مات کړي.

هغه د نواز شریف او آصف علې زرداری ورستې ملاقات ته په اشاری دا تبصره کړی.

مشرف ادعا وکړه چې رښتنې ډیموکراسې د هغه د حکومت په دوره کې وه، چې دوه ځلې یې عمومې او محلې انتخابات یی ترسره کړل. هغه زیاته کړه " د پاکستان خلگ په ښکاره د هغو کسانو عمل ووینې چې ماته ېې ډیکتاتور ویل."

د پرویز مشرف ال پاکستان مسلم لیګ گوند یوه لوړ پوړي غړي او د هغه د مدافع وکیل احمد رضا قصوري د یوه خصوصي تلویزون (دنیا) سره په خبرو کې ادعا وکړه چې که نواز شریف حکومت د مشرف د قضیې څخه لاس واخلې نو ډغه ټول مسایل په پخپله حل شي.

هغه وویل " که څه هم زه وکیل یم د مشورو پیسي اخلم ،خو زه نواز شریف ته یوه وړیا مشوره ورکوم، هغه دی ټیلفون راپورته کړی جنرال پرویز مشرف ته دی زنګ ووهي او دادي ورته وواېې، مشرف وروره، زه بخښنه غواړم، د نواز شریف ټولې ستونزي به حل شي".

احمد رضا قصوری نور تفصیلات ورنکړل خو وویل چې کوم خلک په خبره پوهیدل هغه پوه شول. احمد رضا قصوري هغه کس دی چې د پلار د دوژلو په تور ېې د پاکستان پخوانې صدراعظم ذوالفقار بهټو په دار وځړول شو.

د نیوریاک ټایمز ورځپاڼی لیکلي دي چې په داسې حال کې چې د پاکستان زیاتره جمهوری قوتونه د عمران خان خلاف شوي هغه په دې فکر کوی چې خپله احتجاجي ناسته په سوله ایزه توگه ختمه کړي.

ورځپاڼه ادعا کوي چې د تحریک انصاف گوند او په حکومت زیاتیدونکی فشار کیدای شي ژر دغه کړکیچ پای ته ورسوي.

په پاکستان کې ډیر لږ خلک د پوځي کودتاه ویره لري، خو زیاتره څیړونکي داسې فکر کوي چې ددې خطر موجود دی چې پوځ به ددی سیاسي بحران څخه په استفادی کولو د ملکي حکومت ځپل نور هم زیات کړي.

XS
SM
MD
LG