د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جنرال جان کمپبل د ایساف ائتلاف قوماندان شو


ایساف د ځواکونو د قوماندانۍ د تبدیلۍ د مراسمو یوه برخه
ایساف د ځواکونو د قوماندانۍ د تبدیلۍ د مراسمو یوه برخه

د ناټو په مشرۍ د ایساف او د نړیوال ائتلافي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ نوي امریکايي جنرال جان ایف کمپبل ته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومنداني وسپارله.

نوي جنرال جان ایف کمپیل تر دې مخکې دوه وارې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په چوکاټ کې ماموریت ترسره کړی دی.

د ایساف په عمومي قوماندانۍ کې په ځانګړو مراسمو کې چې د افغان حکومت امنیتي وزیرانو، د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني احمدزي او د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارټین ډیمفسي هم برخه اخېستې وه.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو نوي عمومي قوماندان جنرال کمپبل وویل، چې د ایساف د ځواکونو د قومندانۍ تغییر یوازې د یوه شخص تغییر دی، بلکې د ایساف او ائتلافي ځواکونو په پالیسو او ستراتیژیو کې تغییر نه راځي.

جنرال کمپبل وویل ‪"‬په دیارلس کلنه جګړه کې دنړیوال ائتلاف متحد پاتې شو، مونږ به له افغان ځواکونو سره خپلې مرستې، روزنې ته ادامه ورکړو.‪"‬

جنرال کمپبل وویل افغان امنیتي ځواکونه تر پخوا ډېر غښتلي شوي دي.

بل لورته د امریکايي، ایساف او ائتلاف ځواکونو پخواني قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ چې اتلس میاشتې یې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی افغان ځواکونه په عملیاتو کې وستایل چې د جګړې په مهال یې ښه وړتیا ښوولې ده.

جنرال ډنفورډ وویل، که څه هم افغانستان له سیاسي انتقال او امنیتي انتقال سره مخ دی خو وې ویل چې دواړه به ښه ترسره شي.

جنرال ډنفورډ د نړیوالو ځواکونو سرتیري وستایل وې ویل ‪"‬د ټولو منفي راپورونو ترڅنګ د نړیوالو متحدو ځواکونو سرتیرو خپل ماموریت ته دوام ورکړ.‪"‬

جنرال ډنفورډ دا ډول افغان ځواکونه هم پدې وستایل د عملیاتو ښه رهبري یې اخېستې، هغه وویل کله چې دی افغانستان ته راغلی دا انګیرنې وې، چې افغان ځواکونه به د نړیوالو ځواکونو په نه شتون کې پوره وړتیا و نه لري، خو هغه وویل، چې دا انګیرنې غلطې وختې.

د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارټین ډیمفسي بیا وویل، چې افغانستان به پرمخ ځي او نړیوالو ځواکونو د افغانستان ماموریت ته ژمن دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزیر بسم الله خان محمدي بیا پدغو مراسمو کې په خپلو خبرو کې وویل، افغان امنیتي ځواکونه سږ کال له دوو ازموینو سره مخ ول چې په دواړو کې بریالي شوي دي.

هغه وویل وسله والو مخالفینو په تېرو څلورو میاشتو کې ګڼې حملې وکړي ترڅو افغان ځواکونه له ګواښونو سره مخ کړي ولې په ويناء یې پدې کار کې بریالي نه شول.

بسم الله خان محمدي وویل د جنرال ډنفورډ ماموریت وستایه وې ویل، چې هغه وکړای شول د ملکي تلفاتو کچه راکمه کړي، دوی ته یې ښه غوږ نیوه او افغان امنیتي ځواکونو سره یې ښه همغږي لرله.

نوی جنرال چې د امریکا د بحري قواوو جنرال دی پدې باوری دی چې افغان امنیتي ځواکونه د حالاتو د کابو کولو توان لري.

تر جنرال ډنفورډ مخکې جنرال پټریوس او تر هغه وړاندې جنرال سټینلي مکرسټال په افغانستان کې د ټولو نړیوالو ځواکونو قومانداني په غاړه لرله

XS
SM
MD
LG