د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د کرکټ میله پیل شوه


 د ملي ټیم مشهور لوبغاړي د یو بل مقابل کې لوبیږي.

د ملي ټیم مشهور لوبغاړي د یو بل مقابل کې لوبیږي.

د سه شنبې په ورځ په کابل کې زرهاو خلک د کابل د کرکټ لوبغالي ته ورغلي وو او د شپږیزې په نوم د کرکټ د شل اوریزو سیالیو ننداره ېې وکړه.

د شپږیزې سیالیو لومړۍ ورځ د بند امیر ښامارانو او مس عینک اتلانو لوبډلو په بریا سره پیل شوه

د پنځو زونونو ترمنځ د شپږیزې تر نامه لاندې سیالیو لومړۍ ورځ د بند امیر او د مس عینک لوبډلو له بریاو سره پیل شوه.

لومړۍ لوبه د بندامیر ښارامانو او د سپین غر پړانګانو لوبډلو ترمنځ وه چې پچه د بندامیر ښامارانو لوبډلمشر وګټله او د سپین غر پړانګانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د بند امېر ښامارانو او د سپین غر زمریانو لوبه

د بند امېر ښامارانو او د سپین غر زمریانو لوبه


د سپین غر پړانګانو په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۷۴ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې شبیر نوري ۵۷، نجیب ترکي ۳۳ او آفتاب عالم هم ۳۳ منډې جوړې کړې.

د بند امیر ښامارانو لوبډلې توپ اچونکو له لوري امیر احمزه د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.

د بندامیر ښامارانو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۹ اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ. له دوی څخه اصغر ستانکزي ۵۳، محمد نبي عیسی خیل ۳۵، عمران جنت ۳۶ او حضرت الله ۳۵ منډې جوړې کړې.

د سپین غر پړانګانو توپ اچونکو له لوري شبیر نوري د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.

د سیالۍ غوره لوبغاړی اصغر ستانکزی ونومول شو چې په ولسي جرګه کې د اولس استازي امیر خان یار څخه یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

دوهمه سیالي د مس عینک اتلانو او د بست ساتونکو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د بست ساتونکو لوبډلې لوبډلمشر وګټله او مس عینک ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د مس عینک اتلانو لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره د ۱۸۴ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې نوروز منګل په زړه پورې لوبه وکړه او ۶۶ منډې یې جوړې کړې.

د بست ساتونکو لوبډلې له لوري نوین الحق د سیالې لوبډلې ۳ او شاپور ځدراڼ ۲ لوبغاړي وسوځول.

شاهپور ځدران نوروز منگل ته توپ اچوي

شاهپور ځدران نوروز منگل ته توپ اچوي


د بست ساتونکو لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او د لوبې په وروستي اوور کې یې لوبه د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره د مس عینک اتلانو پر وړاندې وبایلله.

د دوی له ډلې څخه نجیب الله ځدراڼ ۶۸ او سمیع آغا ۶۵ منډې جوړې کړې. د مس عینک اتلانو لوبډلې له لوري روښان د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی نوروز منګل ونومول شو چې په ولسي جرګه کې د اولس استازي ګل پاچا مجیدي لخوا یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د شپږیزې سیالیو بریالی پیل له ډیرو لاسته راوړنو ډک وباله. نوموړي ووییل، دا ځل د شپږیزې سیالۍ له غوره کیفیت سره د ټولو تخنیکي اړخونو په اغیزمن پوښښ سره خپریږي. زموږ چمتووالي به اغیزمنې پایلې راوړې او د خدای ج په مرسته به ټولې سیالۍ په خورا بریالیتوب سره ترسره شي

XS
SM
MD
LG