د لاس رسي وړ اتصالات

سیاسي کړکیچ پاکستان ته ستر زیان رسولی دی


زرهاو خلک د اسلام آباد په حساسه سیمه کې احتجاج کوي
زرهاو خلک د اسلام آباد په حساسه سیمه کې احتجاج کوي

د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان او د عوامي تحریک مشر مولانا طاهر قادري د خپلو پلویانو سره د اسلام آباد په حساسه سیمه کې احتجاج ته دوام ورکوي.

د عمران خان پلویان صدراعظم نوازشریف او د هغه گوند په تیرو انتخاباتو کې په درغلیو تورنوي او غواړي چې نواز شریف استعفا وکړي او یو بې طرفه سرپرست حکومت د تیرو انتخاباتو د درغلیو پلټنه وکړي او له سره نوي انتخابات وشي.

بخلوا د ښاغلي القادري پلویان د پاکستان د لاهور په ښار کې د خپلو هغو ملگرو د قاتلانو محاکمه غواړي چې د جون د میاشتې په ١٧ نیټه پولیسو سره په نښتو کې وژل شوي وو.

ښاغلی قادري د صدراعظم نواز شریف ورور او د پنجاب صوبې ستر وزیر شهباز شریف ددې وژنو مسول بولي.

مولانا قادري
مولانا قادري

دواړو عمران خان او شیخ قادري د آزادي او د انقلاب په نوم د احتجاج لړۍ د لاهور ښار نه پیل کړه او پایتخت اسلام آباد پورې را ورسوله.

څه کم درې اونۍ کیږي چې د دوي زرهاو پلویان په اسلام آباد کې ناست دي او د دولت نه خپلو غوښتنو ته ځواب غواړي.

عمران خان په دې ټینگار کوي ترڅو چې نواز شریف استعفا ونکړي، هغه به د پارلمان د مخې نه لاړ نشي.

خو د نوازشریف حکومت ورسره مذاکرات پیل کړي او غواړي چې دده شکایتونه د استعفا نه پرته په نورو لارو حل کړي. خو تراوسه دې مذاکراتو څه نتیجه نه ده ورکړې.

عمران خان
عمران خان

د پاکستان د سیاسي چارو کارپوه، ژورنالست او لیکوال سلیم صافي د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي د عمران خان او مولانا قادري احتجاج په دې دریو اونیو کې پاکستان ته د ملیاردو ډالر تاوان رسولی.

اسلام آباد کې کار و بار او رسمی کارونه په ټپه ولاړ دي. مهمو خارجي مشرانو چې پاکستان ته ېې سفر درلودو ،خپل سفرونه فسخه کړیدي.

سلیم صافي دا هم وايی چې ددغو احتجاجونو په وجه د پاکستان د ولس او رسنیو پام د شمالي وزیرستان د پوځي عملیاتو او د عملیاتو دلاسه بې کوره شویو خلکو د مشکلاتو نه بل لوري ته اوړیدلی دی.

هغه وايي چې دغو احتجاجو او د نوازشریف او د مخالفو دوه مشرانو ترمنځ نه ختمیدونکي کړکیچ پاکستان ته سیاسي او اقتصادي ضربې رسولي دي او لا هم معلومه نه ده چې نور به څومره تاوان واړوي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG