د لاس رسي وړ اتصالات

له اوربند وروسته په غزه او اسرائیل کې د اوضاع آرامتیا


د غزې په تړانگه او اسرائیل کې د چهارشنبې په ورځ د اوربند له ېوې بشپړې ورځې وروسته ارامي وه.

د مصر په منځگړتوب ددې اوربند له مخې به اسرائیل د غزې محاصره سسته کړي او بشري مرستو ته به اجازه ورکړي چې د غزې خلکو ته ورسېږي.

همدا راز به د بیا رغاونې لپاره لاره پرانیزي او د غزې د کب نیولو ساحه به په سمندر کې پراخه کړي.

دا اوربند چې د فلسطین په وخت د سې شنبې په ماښام پیل شو فلسطینیانو ورته په غزې کې د خوشالۍ جشنونو ولمانځل، ځینو بیا له خوشالۍ هوایي ډزې وکړې.

د هیبرون یو اوسیدونکی ابو محمد وایي چې په دې لمانځلو کې یې د مقاومت د ملاتړ دپاره برخه اخیستې وه.

هغه زیاتوي "مونږ ولیدل چې د عربو د مشرانو اکثریت زمونږ د مقاومت او د فلسطین د خلکو پر ضد ودریدل. خو مونږ وایو چې که یو ماشوم یا یو سړی هم پاتي شي، مونږه به په یقین تر ورستۍ سلگۍ پورې ددې مقاومت ملاتړ کوو."

د اسرائیل او حماس ترمنځ جگړې کې چې د جولای میاشت کې پیل شوه تر اوسه ٢١٠٠ فلسطینان وژل شوي دي. په دې جگړې کې ٦٩ تنه اسرائیلیان هم ووژل شول، چې یوازې پنځه تنه یې ملکیان و او نور ټول اسرائیلي عسکر وو.

د اسرائیلو د جنوبي سیمې اوسیدونکو هم ددې نوي اوربند هرکلی کړی خو په غزه کې د حماس او نورو یاغیانو په هکله اندیښمن دي.

امریکا چې له ډیره وخته ددې جگړې د پای ته رسیدو غوښتنه کوله وایي په ټینگه د دې اوربند ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کي مون د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند هرکلی وکړ او هیله یې څرگنده کړه چې اسرائیل او فلسطینان به د سولې د پراخ بهیر هڅو کې پرمختگ وکړي.

اوس هم لا د دواړو غاړو تر منځ یو شمېر مهم موضوعات پاتې دي او ټاکل شوې ده چې په یوې میاشتې کې دننه به دواړه اړخونه پر دغو موضوعاتو باندې په قاهرې کې خبرې پیل کړي.

په دې ترڅ کې د حماس غوښتنه داده چې د غزې محاصره دې په بشپړه توگه پای ته ورسیږي، د غزې هوایي ډګر او سمندري بندر دې بیا پرانیستل شي، او اسرائیل له حماس نه غواړي چې بې وسلې دې شي.

XS
SM
MD
LG