د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما:د سنبلې تر ۱۱ د رایو د پلټنو بشپړیدل ناشوني دي


د ولسمشر حامد کرزي او د یوناما د مشر یان کوبیش لیدنه
د ولسمشر حامد کرزي او د یوناما د مشر یان کوبیش لیدنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبش نن له جمهور رئیس حامد کرزي سره د ارګ په ماڼۍ کې کتلي دي او د ټاکنو د پلټنې د بهیر په هکله یې ورته معلومات ورکړي دي.

د جمهوري ریاست لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې یان کوبش جمهور رئیس حامد کرزي ته د رایو د پلټنې د روان بهیر د پای ته رسیدلو د نیټې په هکله ویلي چې د رایو د پلټنې بهیر په ښه توګه روان دی ، خو د سنبلې تر ۱۱ نیټې پورې چې د سپټمبر ۲ نیټې سره سمون خوري ددغه بهیر پای ته رسیدل شونې نه ده.

د ارګ خبرپاڼه وایي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هیله ښودلې ده چې د رایو د پلټنې بهیر به د سپټمبر تر ۱۰ نیټې پورې د سنبلې ۱۹ نیټه کیږي ، پای ته ورسیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په داسې وخت کې په ټاکلي وخت د رایو د پلټنې د بهیر د نه بشپړیدو خبره کوي چې له دې مخکې جمهور رئیس حامد کرزي د نوي جمهور رئیس د لوړې مراسمو لپاره د سنبلې یوولسمه ورځ ټاکلې ده.

د ارګ په دغه بیان کې د لوړې د مراسمو لپاره د بلې نیټې د ټاکلو په هکله څه نه دي ویل شوي.

له دې مخکې د نوي‌ ولسمشر د لوړې مراسمو لپاره د اګست دویمه نیټه ټاکل شوې وه ، خو د رایو د پلټنې د بهیر ځنډیدل ددې لامل شول چې جمهور رئیس حامد کرزی اړ شي چې د سپټمبر ۲ نیټه د لوړې مراسمو لپاره وټاکي.

یوازې د ۵۴۰۰ صندوقونو پلټنه پاته ده

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې تراوسه شپږ اویا عشاریه دوه فیصده د رایو صندوقونه پلټلي دي او په نږدې راتلونکې کې به دغه بهیر بشپړ شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور نن په یوې خبري ناسته کې وویل چې له تیرو دوو ورځو راهیسې د کورنیو او بهرنیو څارونکو پروړاندې د رایو د پلټنې بهیر په ښه توګه روان دی او تراوسه ۱۷۴۰۰ صندوقونه پلټلي دي او ۵۴۲۸ صندوقونه پاتې دي.

د ښاغلي نور په وینا ټاکل شوې چې سبا د جمعې په ورځ به وروسته له غرمې د هغو ۳۰۰۰ صندوقونو په هکله به په علني غونډه کې پریکړه وشي چې په تیرو څو ورځو کې پلټل شوي دي ،‌ په داسې وخت کې چې تراوسه په دوو علني غونډو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ۶۳۴۳ صندوقونو په هکله پریکړه کړې ده.

ښاغلی نور وايي "د ځانګړو ۶۰۰۰ صندوقونو د پلټنې په ترڅ کې تر اوسه ۱۴۰۲ صندوقونه پلټل شوي دي".

د جمهوري ریاست د دویم پړاو ټاکنو د رایو د بیا ځلي شمیرنې دغه بهیر د ملګرو ملتونو د۱۲۳ څارونکو ،‌د نړیوالې ټولنې د۱۰۳ څارونکو او ۲۴۴ ملي څارونکو لخوا پرمخ بیول کیږي.

د یادولو وړ ده چې تراوسه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ۱۳۶۱۳ چک لستونه جمع بندي کړي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي چې د رایو د پلټنې عادي بهیر پای ته رسیدلی دی او دوی زیات پام د هغو ځانګړو ۶۰۰۰ صندوقونو ته اړولی دی چې بیاځلي د پلټنې لپاره لیږل شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند په وینا ملګري ملتونه د دواړو نوماندانو په خوښه د ټاکنو د رایو د صندوقونو د بهیر د پلټنې په بهیر کې ورګډ شوی دی او ۷۵ فیصده پلټنې چې شوي د د دواړو ټاکنیزو ټیمونو په شتون کې شوې دي او تر دوه ورځو مخکې پورې چې په بهیر کې وو ، هیله ده چې د منلو وړ وي.

ښاغلی نور وايي "کله چې سهار د پلټنې بهیر پیلیږي او تر شپې پورې دوام کوي‌،تاسې مطبوعات چې په حقیقت کې بې طرفه یاست او له یوه نوماند څخه هم ملاتړ نه کوۍ دا زمینه درته برابره کړې ده چې بهیر په شفافه توګه انعکاس کړۍ ترڅو د دواړو خواوو قناعت پرې وشي".

د رایو د باطلولو په خلاف د شکایتونو ثبتول

په ورته وخت کې د شکایتونو کمیسیون وايي چې د ۷۲ محلونو په هکله دوی ته هغه ۲۵ شکایتونه چې رسیدلي وو یوازې دوه مورد یې د اعتبار وړ دي.

د شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني د اشرف غني احمدزي د ټیم د شکایتونو د څیړلو په هکله په جوړې شوې غونډه کې وویل چې ددغه ټیم لخوا دوی ته رسیدلي درویشت شکایتونه د رایو د باطلولو له معیارونو سره برابرښت نه درلود.

ښاغلی محسني وايي "پنځه ویشت شکایتونه چې ثبت شوي وو ، د شکایتونو کمیسیون په دقت او معیارونو سره د ۲۵ شکایتونو څخه ۲ یې د منلو وړ دي او د نورو شکایتونو په هکله د ټاکنو د کمیسیون پریکړه تاییدوي.

ښاغلي محنسي دا ونه ویل چې هغه دوه محلونه چې د تایید وړ دي څومره رایې لري او کومو ولایتونو پورې اړوند دي ، خو دا یې وویل چې د ټاکنو کمیسیون باید په دې هکله معلومات ورکړي".

د شکایتونو کمیسیون د جمهوري‌ ریاست له دواړو کاندیدانو څخه غواړي د موثقه او جدي دلایلو د نه شتون په صورت کې د شکایتونو له ثبتولو ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده چې د ناپاکو رایو د باطلولو بهیر د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا په علني توګه پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG