د لاس رسي وړ اتصالات

له کوکنارو د پاکو پنځلسو ولایتونو سره د امریکا مرسته


ទាហាន​ថៃ​ត្រួត​ពិនិត្យ​លើ​បន្ទះ​ដែក​សង្ស័យ​ថា​ជា​បំណែក​យន្តហោះ ដែល​ត្រូវ​បាន​រក​ឃើញ​នៅ​តាម​​បណ្តោយ​ឆ្នេរ​ភាគ​ខាង​ត្បូង​ប្រទេស​ថៃ​នៅ​ខេត្ត Nakhon Si Thammarat នា​ថ្ងៃ​ទី២៤ ខែ​មករា ឆ្នាំ​២០១៦។
ទាហាន​ថៃ​ត្រួត​ពិនិត្យ​លើ​បន្ទះ​ដែក​សង្ស័យ​ថា​ជា​បំណែក​យន្តហោះ ដែល​ត្រូវ​បាន​រក​ឃើញ​នៅ​តាម​​បណ្តោយ​ឆ្នេរ​ភាគ​ខាង​ត្បូង​ប្រទេស​ថៃ​នៅ​ខេត្ត Nakhon Si Thammarat នា​ថ្ងៃ​ទី២៤ ខែ​មករា ឆ្នាំ​២០១៦។

د امریکا متحده ایالاتو له هغو پنځلسو ولایتونو سره چې په ۲۰۱۳ کال کې د کوکنارو کرکیله پکې صفر شوې وه، څه باندې شپاړس ملیونه ډالره مرسته وکړه چې دا نوې ۱۶.۱ ملیونه ډالره مرسته به له ښو اجراءاتو د تقدیر د پروګرام له لارې ولګول شي، ترڅو پدغو پنځلسو ولایتونو کې د بزګرانو لپاره بدیل معیشت برابر کړي.

په کابل کې د امریکا د سفارت او له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت چارواکو ددغو مرستو د تړون د لاسلیک کولو په مهال وویل، چې له دغو مرستو پنځلس ملیونه ډالره به په پنځلسو ولایتونو او یو ملیون ډالر به په دوو ولایتونو چې د مخدره موادو سره یې ښه مبارزه کړې ورکړل شي.

د امریکا د سفارت د همغږۍ مشر ډن فوټ وویل، چې امریکا له ښو اجراءاتو نه د تقدیر له پروګرام سره ۱۴۷ ملیونه ډالره مرسته کړې، چې په سلګونو پروژې تطبیق شوي دي.

ښاغلي فوټ وویل ‪"‬ددې کال په لومړیو کې امریکا د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې له وزارت سره موافقه وکړه، چې له نورو وزارتونو سره یو ځای له ښو اجرآتو د تقدیر پروګرام له سره طرحه کړي. له دې کال را وروسته به په درې کټګوریو دا پروګرام ولګول شي، کښت، محوه او د قانون تطبیق.‪"‬

بل لورته له مخدره موادو سره د مبارزې وزیر دین محمد مبارز راشدي وویل دوی سږ کال پدغه پروګرام کې بدلونونه راوستي او هغه ولایتونه هم باید تقدیر شي، چې د مخدره موادو سره په مبارزه کې یې لاسته راوړنې لرلي وي.

ښاغلي راشدي وویل ‪"‬مونږ دغه پروګرام له سره طرحه کړی دی، دا پروګرام به نور مخامخ د دهقان په ژوند تاثیر کوي.‪"‬

ښاغلي راشدي وویل، له ښو اجرآتو د تقدیر ددغه پروګرام له لارې د ۵۵ ملیونو ډالرو په ارزښت ۱۲۴ پروژې تطبیق شوي، د ۵۵ ملیونو ډالرو په ارزښت ۹۷ پروژې د تطبیق په حال کې دي.

له ښو اجراءاتو نه د تقدیر پروګرام په ۲۰۰۷ کال تاسیس شوی او معمولا هغو ولایتونو ته یو ملیون ډالر ورکول کیږي. چې مخدره مواد پکې صفر شوي وي.

XS
SM
MD
LG