د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو د کرکټ د لوبو اتلولي د آمنه فدوي لوبډلې وګټله


په کابل کې د نجونو د کرکټ سیالیو یوه څنډه
په کابل کې د نجونو د کرکټ سیالیو یوه څنډه

د نجونو د کرکټ سیالۍ چې یوه اونۍ مخکې په کابل کې د ۱۲ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې په پای لوبه کې د آمنه فدوي لوبډلې وکولای شول چې د سلطان راضیه لوبډلې ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ کپ وګټي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دا سیالۍ د کابل ښار د نجونو د لیسو ترمنځ ترسره شوې چې پکې ۱۸۶ نجونو برخه اخیستې وه.

د نجونو د کرکټ د برخې مسوله توبا وفا امریکا غږ ته وویل چې دا لومړنی رسمي ټورنمنټ و چې په کابل کې د نجونو د لیسو ترمنځ ترسره شوې چې په پایله کې دوی وکولای شول ۵۰ غوره لوبغاړې د مرکزي زون د نجونو د کرکټ لوبډلې ته وټاکي.

د میرمن وفا په وینا چې په دې سیالیو کې دوی وکولای شول چې ښه استعدادونه پیدا کړي او راتلونکې لپاره د نجونو د کرکټ د لوبې د ودې په برخه کې هیله من دي شته.

میرمن وفا وايي "ځوانان نن سبا د کرکټ په برخه کې ډیر پرمختګونه لري او نجونې هم دې رشته ته ډیرې علاقه مندي لري او موږ ډیرې مثبتې پایلې له دغه ټورنمنټ څخه درلودې".

دغه سیالۍ د افغانستان د کرکټ بورډ او د پوهنې وزارت په همکارۍ په کابل کې ترسره شوې.

کرکټ بورډ وايي چې غوره کړای شوې لوبغاړې به په اساسي توګه په کابل کې روزنه وویني او په راتلونکې کې به ورته د بهرنیو سیالیو زمینه هم برابره شي.

په ورته وخت کې لوبغاړې وايي چې دغه راز سیالۍ دوی لپاره زیاتې ګټورې دي او دوی وکولای شول چې زیات څه زده کړي.

د وفا ځاځۍ په نوم یوې لوبغاړې امریکا غږ ته وویل چې دا سیالۍ خورا ښې وې.

میرمن ځاځۍ وايي "دا سیالۍ ډیرې ښې وې موږ باید نور هم پرمختګ وکړو او غواړو چې په مکتبونو کې موږ ته د لوبو میدان، پیچ او نورې د کرکټ ضروریات چمتو کړای شي او زه د کرکټ‌ مشرانو څخه هیله کوم چې د نجونو کرکټ ته زیاته پاملرنه وکړي".

پیغله شازیه یوه له هغو نجونو څخه ده چې له تیرو پنځو کلنو راپدې خوا د کرکټ لوبه کوي، هغه وايي که څه هم په افغانستان کې د نجونو کرکټ پیل شوی دی خو لکه څنګه چې لازمه ده د نجونو کرکټ پرمختګ نه دی کړی او په سمه توګه ورته پاملرنه نه کیږي.

پیغله شازیه وايي "تقریبآ پنځه کاله کیږي چې د نجونو کرکټ شروع شوی دی او موږ په دې پنځو کلنو کې کومه لاسته راوړنه نه لرو".

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په پام کې لري‌ چې وروسته له دې په اساسي توګه د نجونو کرکټ ته وده ورکړي او په ولایتونو کې هم په پام کې لري چې د نجونو د کرکټ لوبډلې جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG