د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ د لوبډلې روزنکې کبیر خان له خپلې دندې ګوښه شو


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزنکي کبیرخان
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزنکي کبیرخان

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزنکي کبیرخان د یو لړ شخصي مصروفیتونو له امله د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سره مخه ښه وکړه.

کبیرخان چې له نږدې شپږو کلنو راپدې خوا یې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزنه په غاړه درلوده، په داسې وخت کې یې استعفا وکړه چې ټاکل شوې په ۲۰۱۵ کال کې د کرکټ په نړیوال پنځوس اوریزو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په لومړي ځل ګډون وکړي.

کبیرخان وايي‌ که څه هم نه یې غوښتل چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړي خو په خپل کور کې د ډیر مصروفیت له کبله یې له دندې د لاس په سرکیدلو پریکړې ته زړه ښه کړ.

کبیرخان وايي "زما خپل کور کې مصروفیت او له لسو کلنو راپدې خوا له ټیم سره زیات مصروف وم، ما خپل کور ته وخت ورکول ډیر کم شوي وو او له یو کال نه راهیسې زما درخواست دا و ،ځکه افغانستان کورنی کرکټ هم نه کوي او زموږ کورني میدانونه هم بهر دي او په کال کې به درې سوه او یا هم دوه سوه او پنځوس ورځې بهر وو".

په ورته وخت کې د کرکټ بورډ مشر شهزاده مسعود د کبیرخان کړنې وستایلې او وویل چې کبیرخان هغه مهال د ملي لوبډلې روزنه په غاړه واخیسته چې د افغانستان کرکټ په خورا ټیټه کچه کې وو او دده په راتګ سره کرکت لوړې سویې ته ورسید.

ښاغلی مسعود وايي:"کبیرخان وکولای شول چې ملي ټیم نړیوال کپ ته ورسوي ، ده نه یوازې دا چې له ملي ټیم سره یې مینه درلوده ، له افغانستان سره یې مینه درلوده او له خلکو سره یې مینه وه".

ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان کرکټ بورد انګلستانی اندري مولز د کبیرخان ځای ناستی کړي ، په داسې وخت کې چې څه وخت مخکې یې د ملي لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې روزنه هم کړې ده.

د یادولو وړ ده چې اوس مهال استرالیایی پیتر اندرسن د کابل د ملي اکاډمۍ روزنه په غاړه لري او تمه ده چې افغانستان کرکټ بورډ یې د د ملي لوبډلې د روزنې په برخه کې هم ورڅخه ګټه واخلي.

کبیر خان چې په نوییمه لسیزه کې د پاکستان ټسټ کرکټر وو په ۲۰۰۸ کال کې هغه مهال د افغانستان د کرکټ د لوبډلې روزنکی شو چې افغانستان تازه څلورم ډویژن ته لاره موندلي وه.

کبیر خان دوه ځلې د افغانستان د کرکټ د ټیم روزونکی پاتی شوي دي.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم سره د کبیرخان د کار په موده کې افغان ټیم د یو ورځنیو لوبو درجه ترلاسه کړله او هم دده دغه ټیم سره دده د کار په موده کې افغان ټیم دوه ځلې د کرکټ شل اوریزو نړیوال کپ ته لاره وموندله او هم یې د ۲۰۱۵ کال د ۵۰ اوریزو نړیوال کپ ته لاره وموندله.

د شپږیزې سیالیو اتلولي

په کابل کې د کرکټ شل اوریزې سیالۍ چې د شپږیزې په نوم یادیدلې د مس عینک لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.

په پای لوبه کې د مس عینک لوبډلې وکولای شول چې خپلې سیالې د بندامیر لوبډلې ته ماتې ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.

په نننۍ پای لوبه کې لومړی د مس عینک لوبډله چې کپټاني یې نوروز منګل کوله د لوبې ډګر ته ووتله او په شلو اورنو کې یې وکولای شول ۲۱۹ منډې جوړې کړي.

د مس عینک لوبډلې لپاره نور علي ځدراڼ ۶۴ او ګلبدین نایب ۸۴ منډې وکړې.

په ځواب کې د بندامیر لوبډلې که څه هم ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو ویې نشو کړای چې ټاکل شوی هدف پوره کړي.

د بندامیر لوبډلې لپاره په خپله کپټان نبي عیسی خیل ۸۹ منډې جوړې کړې او ورسره ټولې لوبډلې یې وکولای شول ۲۰۵ منډې ترلاسه کړي او ټاکل شوی هدف یې پوره نشو کړای.

د مس عینک د لوبډلې کپټان نوروز منګل امریکا غږ ته وویل چې دا سیالۍ د کورني کرکټ د پرمختګ لپاره زیاتې ګټورې وې او زیات شمیر ښه لوبغاړي پکې وځلیدل.
نوروز وايي:"ډیر ښکلی ټورنمنټ وو ډیر نوي لوبغاړي مخې ته راووتل لکه تیر کال پکې عثمان غني ځلیدلی وو او سږکال پکې حضرت وو نو دا یوه ښه موقع ده چې ځوانان وځلیږي".

په ورته وخت کې د شپږیزې سیالیو مسول نظیم جار عبدالرحمیزي امریکا غږ ته وویل چې په دې سیالیو کې یې وکولای شول غوره لوبغاړي پیدا کاندي‌ او راتلونکې لپاره د کرکټ د پرمختګ په برخه کې زیاته هیله مندي لیدل کیږي.

ښاغلی عبدالرحیمزی وايي:"دغه سیالۍ تیر کال هم ترسره شوې وې خو سږکال په کیفیت کې یې زیات توپیر راغلی وو او زه یې یې ډیرې ښې ارزوم".

د شپږیزې په دغو سیالیو کې د افغانستان د پنځو زونونو لوبډلو برخه اخیستې وه چې هدف یې د کرکټ د لوبې وده او د غوره لوبغاړو پیدا کول وو.

XS
SM
MD
LG