د لاس رسي وړ اتصالات

فیض الله ذکي:د عبدالله ټیم دې په خپلې پرېکړې بیا غور وکړي


د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم ویاند فیض الله ذکي
د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم ویاند فیض الله ذکي

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم یو ویاند فیض الله ذکي د سه شنبې په ماسپښین یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د خپل سیال ټیم د تیرې ورځې د مهلت په باب وویل چې ددوی ټیم تر اوسه د عبدالله عبدالله د ټیم په وړاندې د ډیر نرمښت نه کار اخیستی دی، خو د هغه په وینا ټیم به یې د سیال ټیم هغه غوښتنه چې د اساسي قانون له حدودو بهیر اوسي و نه مني.

ښاغلي ذکي وویل "د تداوم او بدلون ټیم په ډیره حوصله او خپلو ژمنو ته په پابندۍ او په ځانګړې توګه د اسد د میاشتې د ۱۷ نیټې اعلامي ته په پابندۍ سره په قانوني توګه د ټاکنو روان بهیر پای ته رسولو لپاره ګډو هڅو تر سره کولو ته چمتو دي او د اصلاحاتو او همپالنې ټیم مشرتابه ته هم بلنه ورکوو تر څو خپلو ژمنو ته په درناوي سره او ملي لوړو ګټو ته په ترجع ورکولو سره د تیرې ورځې په پریکړه له سره غور وکړي او دواړو بهیرونو سره خپلې همکاریو ته دوام ورکړي".

د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم د دوشنبې په ورځ ګواښ وکړ که چیرې مقابل ټیم یې تر ۲۴ ساعتونو غوښتنې و نه مني دا ټیم به د اشرف غني احمدزي له ټاکنیز ټیم سره په سیاسي او تخنیکي برخو کې خپلې خبرې بندې کړي.

ددغه ټاکنیز ټیم یو ویاند سید آقا فاضل سنچارکي وویل چې مقابل ټیم یې دوی سره په روانو سیاسي خبرو کې صادق نه دی او مخضي وخت اړوي.

ښاغلي سنچارکي وویل " مونږ تر سبا مهلت ټاکو، تر سبا یو ضرل الاجل ټاکو که زمونږ منطقي غوښتنو ته توجه و نه شي، او واقعي تفتیش و نه شي، او هم په سیاسي پروسه کې مقابل جانب صادقانه داخل نه شي، دواړه پروسې په مطلق ډول پرېږدو ".

هغه وویل چې د افغانستان لویې ملي مصلحت دا ټیم دې ته اړ کړ چې د یو داسې اړخ سره چې د سنچارکي په وینا د درغلیو او نا مشروع لارو رامخې ته شوي دي.

ښاغلي سنچارکي د دوشنبې په ماسپښین په خپل دغه خبري کنفرانس کې د رایو د پلټنې د بهیر د شفافیت غوښتنه هم وکړه وویل چې که دا بهیر شفافه نه شي نو دوی ته به یې پایلې د منلو نه اوسي.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم ویاند په خپل دغه خبري کنفرانس کې د بلخ د والي استاد عطا محمد نور هغو څرګندونو په باب هم خبرې وکړې چې هغه د فیس بوک په خپله پاڼه کې خپل پلویان د ټاکنو د وروستیو جریاناتو په هکله شنو او نارنجي گوني خوځښتونو ته وربللي وو.

ښاغلي ذکي وویل "خپل پلویان غوښتل سخت کار ندی، که یو جدي سیاستوال خپل پلویان شنو حرکتونو ته بولي، ایا دا شنه حرکتونه به یې په تورو حرکتونو بدل نه شي، ایا نارنجي حرکتونه به یې په قرمزي، جګري او سرو وینو مبدل نه شي، یوازینۍ لار د ملي یووالي د حکومت په جوړولو په فکر او ذکر کار کول دي".

خو بل لورته د عبدالله عبدالله ټیم نن ددغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی خو تېره ورځ یې ویلي وو، چې تر سبا یعنې د نن تر ماسپښین پورې مخالف ټیم او نړیوالې ټولنې ته ددوی د غوښتنو د منلو لپاره ۲۴ ساعته مهلت ورکوي.

د رایو د پلټنې دوام

نن د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل، چې د ملګرو ملتونو په واسطه دوی ته د عبدالله عبدالله د ټیم له لورې یو مکتوب لیږل شوی دی، چې د ځینو مسائل په تړاوو یې وضاحت غوښتی دی او دغه کمیسیون به وضاحت ورکړي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور وویل چې له ټاکنیزو ټیمونو سره په مستقیم او غیری مستقیم ډول په اړیکه کې دي.

ښاغلي نور وویل، چې لس په سلو کې د رایو تفتیش پاتې دی.

هغه وویل، نن به د ۲۰۰۰ محلونو په تړاوو چې باطلې شي یا نه پرېکړې وشي.

ښاغلي نور همداشان وویل چې څه باندې اتلس زره د رایو چیک لستونه سیستم ته داخل شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نن بیا ۶۹ شکایتونه و څېړل، پدغو کې دوه یې داسې وو چې بېرته مسترد شوي د نورو په تړاوو د ټاکنو د کمیسیون پرېکړه منل شوې ده.

پدغو شکایتونو کې ۱۶ شکایتونه د اشرف غني احمدزي ټیم کړي وو.

بل لورته د ټاکنو په تړاوو د ولسمشر حامد کرزي مهلت چې د سپټمبر دوهمه هم نن پای ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG