د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: افغانستان عراق ندی


افغانستان عراق ندی
افغانستان عراق ندی

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن وایي په افغانستان کې د دغه سازمان د پوځي ماموریت له سر ته رسیدو وروسته به د افغانستان او ناتو تر منځ د اړیکو یو نوی باب رامنځ شي.

ښاغلي راسموسن وویل " د عراق او افغانستان تر منځ یو څرگنده توپیر موجود دی. مونږ په افغانستان کې د٣٥٠ زره سرتیرو او پولیسو د یوه پیاوړي ځواک په جوړیدو کې مرسته کړې ده. مونږ شاهد وو چې افغان امنیتي ځواکونو تیر کال د امنیتي عملیاتو مسولیت په لاس کې واخیست او دا مسولیت ېې په مسلکي توگه تر سره کړ."

د ناټو دغړو هیوادو مشران به د پنجشنبې او جمعې په ورځ د بریتانیې په ویلز ښار کې غونډه وکړي.

د ناټو عمومي منشي پرون په بروکسل کې خبري کنفرانس ته وویل چې دا به د ناټو په تاریخ کې له مهمو غونډو څخه وي "په ویلز کې زموږ د دې اونۍ غونډه په یوه بدله نړۍ کې جوړیږي؛ نو د بدلې شوې نړۍ پر ستونزو به خبرې په کې وشي. له دې امله تمه لرم چې دا به د ناټوپه تاریخ کې مهمه غونډه وي."

نوی ماموریت

جمهور رئیس حامد کرزي ویلي چې، د خدمت موده یې پاي ته رسیدلې او په دې غونډه کې ګډون نه کوي او د دفاع وزیر بسم الله خان محمدي به دې غونډې ته ولاړ شي.

په افغانستان کې د سیاسي بې ثباتي او د انتخاباتو د لانجې د دوام له امله دقیق نه دی ویل شوي چې، افغان هیات به کوم ځانګړي مسایل د ناټو په سرمشریزه کې د بحث لپاره وړاندې کړي. خو د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن په افغانستان کې د ېو نوي ماموریت خبر وکړ.

د ناتو دوه ورځنۍ غونده چې د دې سازمان مشر اندرس فو راسموسن تارېخي غونډه بللي ده په اوکراین کې د کړکیج، په افغانستان کې د انتقال، روزنې سلامشورې مامورت او په سوریه - عراق کې د هغه گواښونو په هکله خبرې اترې وکړي چې د اسلامي دولت ډلې له خوا ورپیښ دی.

ښاغلي راسموسن وویل "موږ په افغانستان د روزنې، مشورې او همکارۍ نوی ماموریت پلان کړی او کله چې هلته د پاتې کیدو قانوني چوکاټ راته برابر شي، له راتلونکي کاله یې پيلولای شو. دا ډيره حیاتي مساله ده چې په افغانستان کې د انتخاباتي بهیر پایلې څرګندې شي؛ داسې پایلې چې، دواړو کاندیدانو او افغانانو ته د منلو وړ وي."

د ناټو یو مخکښ دیپلومات په روانه اونۍ کې د نوم د نه اخستو په شرط وویل که چیرې د افغانستان حکومت د امریکا سره دوه اړخیزه تړون لاسلیک نکړي نو د افغانستان نه به د ناټو د ټولو عسکرو د وتلو په اړه پریکړه په ویلز کې د ناتو د سرمشریزې غونډې نه یو میاشت ورسته وشي. ځکه چې ناټو په افغانستان کې د خپلو اډو د تړلو دپاره وخت ته اړتیا لري.

خو د جمهوري ریاست د ټاکنو په سر جنجال او د دوه اړخیز تړون نه لاسلیک دا پوښتنه منځته راوستی ده چې ایا ناټو به وکولای شي د سږکال تر پایه پورې خپل هغه پلان پر مخ بوځي چې وایي د افغان ځواکونو د روزنې او سلامشورې دپاره به کم شمیر سلاکاران په افغانستان کې پریږدي.

XS
SM
MD
LG