د لاس رسي وړ اتصالات

د اجرائي رئيس د واک په سر د ټیمونو ترمنځ اختلاف لا شته


Ashraf Ghani and Dr Abdullah after meeting with John Kerry in Kabul
Ashraf Ghani and Dr Abdullah after meeting with John Kerry in Kabul

که څه هم د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم ویاند مجیب الرحمن رحيمي نن امریکا غږ ته وویل چې د اشرف غني احمدزي ټیم یوه نوې طرحه چې د اجرائي رئیس د واک په تړاو ده دغه ټیم ته تیره ورځ ورلېږلې وه، خو د اشرف غني احمدزي ټيم یو ویاند صدیق پتمن بیا امریکا غږ ته وویل، چې دوی مقابل ته ټیم ته هیڅ نوې طرحه چې د اجرائي رئیس د صلاحیتونو په تړاو په کې څه ویل شوي وي، نده ورلېږلې.

صدیق پتمن وویل ‪"‬مونږ نوې طرحه مقابل ټیم ته نده ورلېږلې، مونږ د ملي وحدت حکومت ته ژمن یو، هغه وخت چې د انتخاباتو پایلې اعلان شي، اما دغه حکومت به د اساسي قانون په بنسټ جوړیږي، اجرائیوي پوسټ دواړو خواو منلی خو خبره د صلاحیتونو ده، د هغوی وړاندیز دا دی چې اجرائي پوسټ ته چې څوک راځي هغه به اجرائي صدراعظم وي، د کابینې ریاست به کوي، دا د اساسي قانون خلاف عمل دی.‪"‬

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم یوه ویاند مجیب الرحمن رحيمي امریکا غږ ته وویل، له هغه وروسته چې ددوی دټیم له خوا سیال ټیم ته څلور ویشت ساعته مهلت و ټاکل شو، ددغه مهلت د بشپړیدلو دمخه اشرف غني احمدزي د ټیم له خوا دوی ته يوه طرحه وړاندې شوه.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند مجیب الرحمن رحیمي وویل ‪"‬کوم متن چې هغوی را استولی دی، د وزیرانو د شورا د ریاست په باب یو لړ پرمختګونه لیدل کیږي، او دا ښيي چې هغوی چمتو دي، پدې برخه کې یو حل تر لاسه شي، البته په افغانستان کې د مروجو اصطلاحاتو له کارولو تر ډېره حده ډډه شوې ده خو په هر حال دا چې اجرائيوي صدراعظم کولی شي، د وزیرانو ریاست په غاړه واخلي، او په نورو برخو کې هم په ځینو برخو کې جمهور رئيس کولی شي، ریاست وکړي دا په خبرو کې پرمختګ ښيي.‪"‬

ښاغلي رحیمي وویل، چې د سیال ټیم له خوا دا وړاندیزونه ورته ددغه ټیم له خوا د تېرې ورځې د څلور ویشت ساعته ټاکلي مهلت د مخه استولی دی، چې په کې د ملي امنیت د شورا د تشکیلاتو په باب هم ددغه ټیم د نظریاتو په برخه کې پرمختګ لیدل کیږي.

خو د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم یو بل ویاند طاهر ظهیر هم امریکا غږ ته وویل چې دوی له مقابل ټیم نه یې غوښتي ترڅو له اساسي قانون بهر غوښتنې ونه کړي.

ښاغلي ظهیر وویل چې د دوی ټیم چمتو دی ترڅو په هغو مواردو کې له خپل سیال ټیم سره خبرې وکړي، چې د اساسي قانون په ټکر کې نه وي.

ښاغلي ظهیر وویل ‪"‬مونږ د عبد الله عبدالله ټیم ته یوه طرحه ولېږله، له خپل سیال مو وغوښتل چې له قانون بهر غوښتنو نه دې لاس واخلي، ترڅو توافق ته ورسیږو، اجرائي رئيس د کابېنې ریاست وکړي دا کار د اساسي قانون په خلاف دی.‪"‬

هغه وویل، چې مقابل ټیم دې خپلې غوښتنې د اساسي قانون د مطالباتو په اساس عیارې کړي.

د حکومت د کلیدي پوسټونو د ویش په تړاوو د اشرف غني احمدزي د ټیم دغه ویاند وویل، چې د جان کیري د منځګړیتوب په جریان کې د کابینې د اقتصادي او امنیتي پوسټونو د ویش مسئله یاده شوې وه، خو له هغه وروسته دا مسئله په تازه ډول نده یاده شوې.

د نویو خبرو د پيل په تړاوو دواړه ټاکنیز ټیمونه وايي، چې سیاسي کمېټه دې کښيني او د حل لار دې پيدا کړي.

دا خبرې په داسې حال کې کیږي، چې نن د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو له ولسمشر حامد کرزي سره په ارګ کې کتلي دي.

پدغه کتنه کې ولسمشر کرزي ددې غوښتنه کړې ترڅو د ټاکنو مسئله ژر پای ته ورسیږي، کاندیدان دې موافقې ته سره ورسیږي او د واک لېږد دې ژر وشي.

تر سبا ماښامه د رایو د پلټنې د بهیر بشپړیدل

بل لورته د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل، چې سبا ښايي د ټاکنو تفتیش پای ته ورسیږي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور خبریالانو ته وویل څه کم پنځلس سوه د رایو صندوقونه لا تفتیش پاتې دي، چې نن او سبا به ددغو صندوقونو تفتیش بشپړ شي.

ښاغلي نور وویل : ۹۳.۴۹ په سلو کې د رایو تفتیش شوی دی، دا معنی چې له ۲۲۸۲۸ د رایو د صندوقونو له تفتیش ۱۴۸۵ پاتې دي.

ښاغلي نور وویل د ۶۶ په سلو کې په چیک لستونو پرېکړې شوي، او سبا به بله علني غونډه وي.

هغه دا هم وویل د ټاکنو وروستۍ پایلې به په څو ورځو کې اعلان شي.

XS
SM
MD
LG