د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني په امنیتي ادارو باندې ډله ییز ځانمرګي بریدونه


ارشیف
ارشیف

د غزني ولایتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د نن ورځې په ډله ییزو ځانمرګو بریدونو کې د دیارلسو برید کوونکو ترڅنګ د امنیتي ارګانونو پنځه تنه وژل شوي او پنځه شپیته تنه نور چې اکثریت یې ملکي کسان دي ټپیان شوي دي.

د غزني د والي مرستیال علي محمد احمدي امریکا غږ ته وویل چې څوارلسو بریدکوونکو ددغه ولایت په مرکز کې په خپلو ډله ییزو بریدونو کې د غزني ولایت د پوليسو د امنیت د امر دفتر، د ملي امنيت ریاست او د پوليسو د چټک غبرګون قومندانۍ په نښه کړې وې چې ددغو ادارو د ساتونکو د سخت مقاومت سره مخ شول.

ښاغلی احمدي وایي چي برید کوونکو خپل بریدونه د سهار ۵:۳۰ د کاماز موټر په وسیله يه یوې زورورې چاودنې سره پیل کړل او بیا وروسته يې له ۳ خواو څخه د ملي امنيت پر ودانۍ، د پوليسو د چټک غبرګون د قطعې پر مرکز او د پوليسو د امریت امنیت پر دفتر بریدونه ترسره کړل چې څلور ساعته یې دوام وموند.

ښاغلی احمدي زیاتوي چې د ځانمرګو برید کوونکو اوه تنه یې د امنیتي کسانو له لوري وژل شوي او پاتو شپږ تنو نورو یې ځانونه الوزولي دي.

ښاغلي احمدي وایي چي یو تن برید کوونکی د امنيتي کسانو له لوري ژوندی هم نیول شوی دی.

د غزني ولایتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې دغو شویو ډله ییزو ځانمرګو بریدونو کې دیارلسو برید کونکو سربیره درې پولیس یو د ولایتي شورا ساتونکی او د یوې بلې ادارې یو ساتونکی وژل شوي دي او ۶۵ تنه نور ټپیان شوي چي اکثریت يې عام خلک دي.

په ځینو رپوټونو کې په دغو بریدونو کې د امنیتي ادارو د وژل شوو ساتونکو شمیر دولس تنه ښودل شوی دی، خو د غزني د والي مرستیال په دغو بریدونو کې یوازې د پنځه تنو وژل کیدل تاید کړي دي.

همداشان د غزني امنیتي چارواکي د ملکي ټپیانو شمیر د سلو نه هم پورته ښودلی دی.

د غزني د ولایتي روغتون نوکریوال ډاکتران وایي چې ددغې پیښې اکثریت ټپیان د سیمي ځايي اوسیدونکې دي چي د ودانیو د ښېښو او کړکیو د را لوېدو له کبله ژوبل شوي دي.

ډاکټران وایي چې په ټپیانو کې د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی .

د غزني ولایت په نا امنه ولایتونو کې شمیرل کیږي او کله کله د کابل –کندهار په لویه لاره چې ددغه ولایت نه تیریږي په رڼا ورځ مسافر د وسلوالو د ګواښونو سره مخ کیږي.

غزني ښار ته پدغه شمېر کې د ځانمرګو برید کونکو د ننوتلو په باب د غزني د والي مرستیال وايي چې د ولایت په اکثریت لرې پرتو سیمو کې د دولت وسله وال مخالفین فعال دي او هغوی له څو لارو څخه غزني ښار ته ننوتلي دي.

بلخوا وسله والو طالبانو دغزني د نن سهار د ډله ييزو ځانمرګو بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی او حکومتي لوري ته يې د درنې مرګ ژوبلي د اړولو ادعا کړې ده .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG