د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی :اوسني حالات د کاندیدانو تر توافق بدتر دي


ارشیف
ارشیف

ولسمشر حامد کرزي نن د ارګ په ماڼۍ کې د ښځو د حقوقو له فعالو سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان اوسني حالات د کاندیدانو تر توافق بدتر دي او باید کاندیدان ژر شریک حکومت جوړ کړي یو دې ولسمشر او بل دې مجری الامورشي.

ښاغلي کرزي پدغه غونډه کې پدې ټينګار کړی دی، چې دواړه کاندیدان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله دې ژر خپل توافقات عملي کړي، ترڅو افغانستان نوی حکومت ولري.

ښاغلي کرزي د نوي حکومت د جوړولو لپاره دعاء هم ویلې ده : ‪"‬خدای دې دا حکومت ژر جوړ کړي، اوس مو دعاء دا ده چې دا حکومت ژر جوړ شي، ابله ورځ دواړه کاندید صاحبان راغلي وو، ما ورته وویل تاسې چې هر توافق کړی یو له بله سره، تشویش مه کوئ، تطبیق یې کړئ، ولې دا نن حالت ستاسې تر توافق ډېر بدتر دی.‪"‬

ولسمشر کرزي یو وار بیا ویلي، چې د ټاکنو اعلان چې هرڅومره ژر اعلان شي، هغومره افغانستان له خلا خلاصیږي او سرګردانه حالت وځي.

هغه په نوي حکومت کې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ ګډ کار ستایلی او د ملاتړ ژمنه یې هم کړې ده.

ولسمشر کرزي ویلي، چې افغانستان اپوزیسیون او مخالف ته اړتیا نه بلکې ګډ کار او همکارۍ ته اړتیا لري.

ښاغلي کرزي ویلي : ‪"‬مونږ د دوی د ملګرتیا احترام کوو، غواړو چې وي، مونږ غواړو چې دوی شریک حکومت جوړ کړي، يو رئيس جمهور وي، بل د مجری الامور شي، خو ژر دې وکړي.‪"‬

ښاغلي کرزي وویل، پوره تیاری لري، چې هر کله د ټاکنو لانجه یوه اړخ ته شي، د ټاکنو پایلې اعلان شي، د لوړې مراسم تیار کړي.

ولسمشر کرزي د ښځو د حقوقو له فعالانو سره پدغه ناسته کې ویلي، چې نوی حکومت به د ښځو د حقوقو د وضعیت ښه کولو لپاره ډېر څه وکړي.

دا غونډه په تیرو دولسو کلونو کې د ښځو د حقوقو په برخه کې د ولسمشر حامد کرزي د تیرو کړنو د درناوی لپاره د ښځو ددغو فعالینو په غوښتنه جوړ شوي وه چې په کې د ښځو د چارو دوزارت د لوړو پوړو چارواکو سربیره د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسیون مشرې میرمن سیما سمر او په لس ګونو نورو افغان ښځینه فعالینو برخه اخیستی وه.

د ټاکنو کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې ددې اوونۍ تر پایه به د ټاکنو ټولې تخنیکي چارې پای ته ورسوي او د ټاکنو د پایلو د شکایتونو د څېړلو لپاره به یې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته حواله کړي.

د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء سرپرست جاوید حبیبي امریکا غږ ته وویل، د ټاکنو د رایو سل په سلو کې تفتیش د پنجشنبې په شپه پای ته ورسېد او دم ګړۍ کمیسیون د رایو د چیک لستونو په جمع بندۍ بوخت دی.

ښاغلي حبیبي وویل د ټاکنو کمیسیون څه باندې یوویشت زره چیک لستونه سیستم ته داخل کړي، او د ابطال د علني غونډو په ترڅ کې په شپاړس زره چیک لستونو تصمیم نېول شوی دی.

د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء سرپرست دا ډول وویل، چې اووه زره چیک لستونه پاتې چې کمیسیون یې د ابطال له کره والي په تړاوو په همدې اوونۍ کې په دوه علني غونډو کې پرې پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG