د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د فوتسال سیالۍ پیل شوې


په کابل کې د فوتسال ټاکنیزې سیالیو یوه څنډه
په کابل کې د فوتسال ټاکنیزې سیالیو یوه څنډه

د فوټبال فدراسیون وايي چې دغه سیالۍ چې د ۵۶ لوبډلو ترمنځ نن پل شوې بتر ۴۵ ورځو پورې به دوام وکړي چې په پای کې به غوره لوبغاړي د فوتسال ټاکنیزې لوبډلې ته و ټاکل شي.

د فوتبال فدراسیون د فوتسال د کمیټې مسول دین محمد صافی وايي چې اوس مهال د فوتسال لوبې زیات پرمختګ کړی دی او ځوانان له دغه ورزش سره زیاته مینه لري.

ښاغلی صافی وايي "په خوښۍ سره کورنۍ له دغو سیالیو څخه زیات هرکلی کوي ، د فوتسال ورزش ځوانان له نشه يي توکو ، قیلون او بدو کارونو څخه ژغورلي دي او موږ په کلکه له جنازیومونو څخه څارونه کوو".

د ښاغلي صافي په وینا دوی غواړي چې له دغو سیالیو څخه د فوتسال د لوبې غوره لیګونه هم جوړ کړي چې په راتلونکې کې وکولای شي دغه سیالۍ په معیاري توګه ترسره کړي.

د فوتبال فدراسیون وايي‌ چې دوی د کم عمر لرونکو ، ځوانانو او غټانو ترمنځ د فوتسال لیګونه هم جوړ کړي‌ دي چې کولای شي په آسیا او نړۍ په کچه په سیالیو کې برخه واخلي.

د مصطفی په نوم یوه لوبغاړي امریکا غږ ته وویل چې اوسنۍ سیالۍ په معیاري توګه ترسره کیږي او هیله لري‌ چې په راتلونکې کې ورته زیاتې زمینې برابرې شي.

مصطفی وايي "دا لوبې موږ لپاره زیاتې ګټورې دي او کولای شو چې ورزش ته پرمختګ ورکړو او ځوانان کولای شي په لویه کچه لوبې وکړي".

د افغانستان د فوتسال کمیټه وايي چې اوس مهال د دغې لوبې مینه وال خورا زیات شوي دي چې یوازې په کابل ښار کې ۳۹۴ کلپونه له دوی سره ثبت او راجستر دي.

تیر کال افغان لوبغاړو د فوتسال په المپیک سیالیو کې هم ګډون کړی وو چې په زړه پورې لوبې یې ترسره کړې وې ، چاراوکي وايي که چیرته دغه ورزش ته پاملرنه وشي او مالي ملاتړ یې وشي و په نږدې راتلونکې کې به د نړۍ په کچه پرمختګ وکړي.

XS
SM
MD
LG