د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما له افغان کاندیدانو سره خبرې کړيدي


جمهورریس اوباما
جمهورریس اوباما

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره تېره شپه د ملي یووالي د حکومت د جوړولو او د ټاکنو د پایلو د منلو په سر خبرې کړي دي.

د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم وایي، پدغو پنځه څلوېښت دقیقي خبرو کې اوباما له عبدالله عبدالله غوښتي، چې له اشرف غني احمدزي سره وګوري، بل لورته د اشرف غني احمدزي ټیم بیا وايي، چې پدغو خبرو کې له تفتیش وروسته د دواړو کاندیدانو له لورې د ټاکنو د پایلو منل هم یاد شوي دي.

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا امریکا غږ ته وویل ‪"‬پنځه څلوېښت دقیقې د امریکا ولسمشر او د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په ټاکنو خبرې وکړې، د ملي یووالي د حکومت د جوړولو مسئله یاده شوه، دواړو لورو خپل نظرونه بیان کړل.‪"‬

ښاغلی اوریا وايي، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له عبدالله عبدالله هیله وکړه، چې له اشرف غني احمدزي سره د ټاکنو د مسئلې د اواري لپاره وګوري.

ددې ترڅنګ د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم ویاند طاهر ظهیر بیا امریکا غږ ته وویل چې د امریکا د ولسمشر او د افغانستان د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي په خبرو کې د ملي یووالي د حکومت د جوړولو ترڅنګ د جان کیري د لومړي سفر د موافقې رعایت هم یاد شوی دی.

ښاغلي ظهیر وویل ‪"‬له اشرف غني احمدزي سره د بارک اوباما په خبرو کې د جان کیري د لومړي سفر په مهال د شوې موافقې د چوکاټ د رعایت مسئله یاده شوې، چې له سل په سلو کې د رایو د تفتیش وروسته د ټاکنو پایلې باید بې له شکه ومنل شي.‪"‬

ددې ترڅنګ لا هم دواړه کاندیدان په سیاسي خبرو هوکړې ته ندي رسېدلي او ښايي سبا دواړه نوماندان په خپلو کې سره وګوري.

د ښاغلي احمدزي د ټاکنیز ټیم د سیاسي کمېټې مشر حاجي دین محمد امریکا غږ ته وویل د دوی د ټیم هڅه دا ده چې د ټاکنو د پایلو له اعلان مخکې یوې سیاسي هوکړې ته سره ورسیږي.

حاجي دین محمد وویل ‪"‬مونږ د انتخاباتو د نتایجو تر اعلانېدو پورې ډېر کوښښ کوو، چې داسې مذاکرات وکړو چې ټولو ته د منلو وي، خو که بالفرض داسې راشي، هغه وخته پورې موافقې ته و نه رسیږو، نو طبیعي خبره ده ، چې د انتخاباتو نتایج به د کمیسیون له خوا اعلانیږي، خو بیا هم زمونږ ټیم به هغوی سره خبرې وکړي.‪"‬

خو بل لورته د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم یو غړی رحمن اوغلي بیا وايي، فکر نه کوي، چې د دواړو ټیمونو ترمنځ سیاسي مذاکرات نتجې ته ورسیږي.

ښاغلی اوغلي وايي ‪"‬مونږ نه شو کولی تر ابده بې نتجې مذاکراتو ته ادامه ورکړو، په هغه حالت کې چې دواړه لوري مثبتې نتجې ته و نه رسیږي، نو بیا دې د افغانستان خلک تصمیم ونیسي.‪"‬

د امریکا د جمهور رئیس د دوهم پړاوو د ټاکنو را وروسته ددوو کاندیدانو ترمنځ د ټاکنیزو لانجو د هوارولو لپاره ددې دمخه هم درې ځلې دغو کاندیدانو سره په ټیلیفون خبرې کړي .

XS
SM
MD
LG