د لاس رسي وړ اتصالات

هندي مسلمانان: القاعده به په هند کې پرېنږدو


د القاعدې شبکې مشر ائمن الظواهري تیره اوونۍ په ېوې وېدوېې وېنا کی اعلان وکړچې د زجر او زورونې نه د هند د مسلمانانود خلاصون په خاطر ېې دهند په نېمه وچه کی دالقاعدې د نوې څانګې د جوړولو پرېکړه کړېده.

خود القاعدې د مشرد اعلان په مقابل کی دهند د مسلمانانوځېنو مشرانو ډېر سخت عکس العمل ښودلې دی.

د هند د مسلمانانو ېو شمېرسېاسي مشران په دې نظر دي چې القاعده ېوه ټرورېسټي ډله ده ، بی گناه خلک وژني اود سېمې امنېت ېې له خطر سره مخامخ کړې دی خوځېني نورېې بېا په دې عقېده دي چې د القاعدې دا اعلان به د هندوستان مسلمانانو ته د ګټې رسولو پرځای تاوان ورسوي او غټ جنجالونه به ورته پېدا کړي.

د القاعدې مشرائمن الظواهري د چهارشنبی په ورځ په خپلې وېنا کی په هند کی د جهاد فی سبېل الله په نوم د نوې څانګې د اعلانولو پرمهال ووېل چې په هند، بنگله دېش او برما کی به جهاد کوي.

د القاعدې مشرووېل چې نوې څانگه به د آسام په صوبه کی چې د بنگله دېش سره گډ سرحد لري او هم به د گجرات په صوبه کي فعالېتونه پېل کوي، چې د هند موجوده صدراعظم نرېندره مودي ېې د ډېرې مودې پورې وزېراعلی و.

ائمن الظوارې کشمېرته هم اشاره وکړه، چېرې چې دهند او پاکستان ترمنځ له ډېرو کلونو څخه لانجه روانه ده.

په نوي ډهلي کی د ال انډېا مسلم مجلس مشاورت په نوم دهند د مسلمانانود څو سېاسي ډلو د ېوې گډې ټولنې مشر ظفرالاسلام خان ووېل " که القاعدې په هند کی د خپلو شبکو او نظر د خپرولو کوښښ وکړنو مسلمانان به ېې مخه ونېسي او جنگ به ورسره وکړي. "

" د هند مسلمانان د القاعدې د مشر د مرستې وړاندېز بالکل نه منو او دغه اعلان ېې د هند نېمې وچې له مسلمانانو سره جفا گڼو. مونږ پخپلو چارو کې د خارجېانو لاس وهنه نه خوښوو."

په لکنهو کی د آل انډېا مسلم پرسونل لا بورډ په نوم د هندي مسلمانانو د حقوقو د ساتنې او حفاظت د ېوه سازمان غړي مولانا فرانجي ماحلي ووېل باور لري چې د هند د مسلمانانو ځوانه طبقه به په کی ورجذب نه شي:

" القاعده تمه لري چې په هند کی د خپلوعملېاتو لپاره ځېنی ماېوسه او نا امېده ځوانان راجذب کړي،عېن شان کوښښونه ېې څو کلونه مخکې هم کړي وو چې کشمېري ځوانان راجلب کړي."

دهند د نفوس اکثرېت هندوان دي او کله چې دهند او پاکستان ترمنځ کومه لانجه راپورته شي نو پر مسلمانو باندی بدگومانه کېږي ، په ترهگرۍ او ټرورزم ېې تورنوي.

د چېناېې په ښار کی د هند د مسلمانانو ېو محلي مشر پروفېسور اېم اېچ جواهراله واېې:

" دا چې اوس القاعده غواړي په هندوستان کی په هند کی د فعالېت په خاطر ېوه نوې څانگه پرانېزي، زما په نظر دهند د مسلمانانو ستونزې او کړاونه به نورهم زېات شي."

پروفېسورجواهر اله ووېل چې په هند کی د مسلمانانو سازمامونه د سېکولرزم په چوکاټ کی د مسلمانانو د گټو څخه د دفاع لپاره کار کوي، دلته خو ډېر نور مذهبونه او ادېان هم موجود دي.

د جنوبی اسېا د د ېنی علماو د شورا په نوم د ېوه سازمان منشي عزېز مبارکي واېې چې د القاعدې د څانگې جوړېدل به د مسلمانانو د ځوانې طبقې لپاره گټور ثابت نه شي او دځوانانو ژوند به خراب شي.څومره چې القاعده حملې کوي په هماغه اندازه به د هند امنېتی ځواکونه بی گناه ځوانان د ټرورزم په شک نېسي او په محبسونو کې ېې غورځي.

عزېز مبارکي ووېل چې په هند کی د مسلمانو اوسنې خراب حالت به لا پسې ابتر شي، القاعده به دهند مسلمانانو ته دومره خېر ونه رسوي، لکه څومره تاوان چې د نوې څانگې پرانېستل ېې ورته رسوي.

XS
SM
MD
LG