د لاس رسي وړ اتصالات

مدویدیف: مسکو به د نویو بندیزونو په وړاندې غبرگون وښي


د امریکا د دفاع وزیر چک هیگل د خپل گرجستاني سیال اراکلی الاسانیا سره په لیدنه کتنه کې وویل چې په اوکراین او گرجستان کې د روسیې اعمال یو دوامداره آزمون رامنځ ته کړی دی چې د امریکا متحده ایالات او متحدین یې هغه جدي گڼي.

دا په داسې حال کې دي چې د بښنې نړیوالې ادارې ویلي دي روسیې ته نوره ناممکنه ده چې د اوکراین په ختیځ کې د خپلو ځواکونو له ښکیلتیا بڅخه سترگې پتې کړي.

د اوکراین په ختیځ کې جگړې او ډزې د کیف او روسي پلوه یاغیانو تر منځ دوه ورځنی اوربند له خطر سره مخامخ کړی دی.

د اروپايي کمیسیون ویانده، پیا ارنکیلده حسن وايي؛ اروپایي اتحادیه به نن دوشنبې په اوکراین کې د متزلزله اوربند برسیره پر روسېې باندې نوي بندیزونه عملي کړي. "د بندیزونو دا نوې مجموعه به د غړېو هیوادو له خوا د لیکل شوي بهیر په ترڅ کې نن ناوخته په رسمي ډول عملي شي."

د روسیې صدراعظم دمیتري مدویدوف ویلي مسکو به د اوکراین د کړکیچ په سر د نویو بندیزونو په وړاندې بیساری غبرگون وښیي.

ښاغلي مدویدوف ویلي که چېرې لویدیځ شریکان په نړیوالو اړیکو کې د قوې نه کار واخلي او پر مسکو باندې فشار واچوي، دوې به د مسکو په فضایي حریم باندې پروازونو ته اجازه ورنکړي.

هغه نن دوشنبې وویل د اوکراین د کړکېچ په سر د بندیزونو په نتیجه کې به دکورنیو الوتکو تولید زیات کړي او د اوږد واټن پرواز الوتکو تولید به هم د چین په مرسته پېل کړي.

بل خوا د اوکراین جمهور رئیس پیترو پروشینکو نن دوشنبې د اوکراین ختیځ ته تللی او د هغه سیمې د جنگ ځپلي اوسیدونکو سره د یووالي د ښودلو په موخه د بندري ښار مریوپول نه لیدنه وکړه.

د دونیسک هوایي ډگر ته ځیرمه ډزې د یکشنبې په ورځ په یوه کوچني کلي کې په دوو کورونو کې اور لگیدو سبب شو. د مریوپول په ښار کې هم په نښتو کې دوه ملکي کسان وژل شوي او درې تنه نور ټپي شوي دي. دواړه خواوې یو بل گرموي چې د اوربند د ماتیدو هڅې کوي.

جنگي جنایت

د دې تر څنگ د بښنې نړیوالې ادراې د یکشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ چې وایي مخ په زیاتیدونکي اسناد او شواهد شته چې روسېې په اوکراین کې د بیلتون غوښتونکو سره د وسلو او نورو مرستو په ورکولو، جگړې ته لمن وهلی ده.

د بښنې نړیواله اداره وایي دواړې غاړې د اوکراین په ختیځ کې د جنگي جنایتونو مسولیت لري او د ملکي خلکو حقوق تر پښو لاندي کوي.

د اوکراین د حکومت او د روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو ترمنځ د اوربند په شرطونو کې د اوکراین له ختیځ نه د درنو وسلو ایستل، د ټولو بندیانو آزادول او د هغو بیلتون غوښتونکو لپاره چې دونسیک او لوهانسک سیمې ېې تر ولکې لاندې دي ، دنورې خودمختارۍ ورکولو غوښتنې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG