د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: کاندیدان دې ژر په خپلو کې هوکړې ته ورسیږي


ولسمشرکرزي د قومندان احمدشاه مسعود د تلین د نمانځنې په غونډه کې
ولسمشرکرزي د قومندان احمدشاه مسعود د تلین د نمانځنې په غونډه کې

ولسمشر حامد کرزي د شهیدانو د اونۍ د نمانځنې په غونډه کې وویل، چې افغانستان نوي حکومت ته عاجله اړتیا لري، او تمه لري چې نوماندان په خپلو کې جوړ شي.

ښاغلي کرزي، چې د قومندان احمدشاه مسعود د مړینې د تلین په مراسمو کې چې د لويې جرګې په تالار کې دایر شوي وو، خبرې کولې وویل، چې د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تمه لري، چې سبا یا بل سبا یوې نتجې ته سره ورسیږي ترڅو د لوړې مراسم ژر ترسره شي.

ښاغلي کرزي وویل‌ ‪"‬که نن یا سبا یوې نتجې ته سره ورسیږي، د وطن په ګټه دی.‪"‬

ښاغلي کرزي دا خبرې په داسې حال کې کولې، چې د ولسمشرۍ دواړه نوماندان ورته مخامخ ناست ول. ولسمشر د غونډې په برخوالو غږ وکړ، چې په کاندیدانو غږ وکړي، چې یوې نتجې ته سره ورسیږي.

هغه وویل ‪"‬نوی حکومت د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي په اتحاد او اتفاق جوړېدی شي، نتجې ته د دوی په رسېدلو.‪"‬

ښاغلي کرزي وویل، ژر به ورته د لوړې مراسم برابر کړي، وې ویل : زمونږ توبه، په عجله کې یو، چې ژر یې درته تسلیم کړو.

حضرت صبغت الله مجددي

د ولسمشر حامد کرزي تر خبرو وروسته، عبدرب الرسول سیاف خبرې وکړې او له هغه وروسته د مجاهدینو لومړني جمهور رئيس حضرت صبغت الله مجددي ته د خبرو بلنه ورکړل شوه، خو چې کله مجددي په خبرو پيل وکړ، په غونډه کې بې نظمي خپره شوه، او د غونډې برخوالو حضرت صبغت لله مجددي خبرو کولو ته پرېنښود.

په همدې جریان کې د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله سټیج ته پورته شو، د قوماندان احمدشاه مسعود د شهادت د ورځې د نمانځنې د غونډې له برخوالو یې وغوښتل چې د شهیدانو د ورځې درناوی وکړي، هغه د غونډې په برخوالو غږ وکړ، چې دا د شهیدانو ورځ ده او له سیاسي مسائلو سره دې نه ګډوي.

عبدالله عبدالله وویل ‪"‬د شهیدانو دا ورځ له سیاسي مسائلو سره مه تړئ، سیاسي مسائل تیریږي، انشاء الله یوه د حل لار ورته پیدا کیږي، هر کال د شهید ورځ نمانځلې کیږي، د جهاد مشران چې دلته شتون لري، هېله مې دا ده چې احترام یې وکړئ، کنه خدای ناخواسته د شهید د مقام سپکاوی کیږي.‪"‬

عبدالله عبدالله د غونډې له برخوالو وغوښتل چې د حضرت صبغت الله مجددي خبرو ته دې غوږ ونیسي.

خو د عبدالله عبدلله له دغې غوښتنې سره سره بیا هم حضرت صبغت الله مجددي خبرې لنډې کړې.

ښاغلي مجددي وویل ‪"‬وروڼو زه پوه نه شوم چې تاسې ولې داسې عکس العمل وښود، کله چې خدای په مونږ جهاد فرض کړ ما د جهاد اعلان وکړ، تر نننه ما ستاسې ټولو وروڼو نه بې له تبعیضه ملاتړ کړی دی، دې پنجشیر عزیز ته مې ویلي، چې پنجشیر مه وايئ، د زرګونو زمریانو نوم ورکړئ، ما چې د پنجشیر خلکو سره مرستې کړي دي، هیڅ چا ندي کړي، هیڅ رهبر دا کار ندی کړی.‪"‬

خو د حضرت صبغت الله مجددي په خبرو کې مقاطعه وشوه او خبرې یې ودرولې او له همدې سره له غونډې دولتي چارواکي ووتل.

عبدرب الرسول سیاف

د حضرت صبغت الله مجددي له خبرو مخکې عبدرب الرسول سیاف چې له جهادي رهبرانو دی، وغږېد، سیاف د حدیثو په رڼا کې هغه خلک له دین بهر وګڼل چې له طالبانو او ځانمرګو سره مرسته کوي.

سیاف د ملي اردو، پولیسو او امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه او هغه خلک چې د ملي امنیتي ځواکونو په جنازه کې ونډه نه اخلي غلامان وګڼل.

عبدرب الرسول سیاف پدې غونډه کې د جاسوسۍ په ضد د مبارزې غوښتنه هم وکړه، ویناء یې دا وه چې یوه کړۍ فعالیتونه کوي، ترڅو له ځینو ملکونو پیسې راوړي او په ويناء یې په اجیرانو یې وویشي.

د سپټمبر له نهمې چې د شورای نظار د مخکښ قومندان احمدشاه مسعود د مړینې ورځ ده هر کال نمانځنه کیږي خو سږ کال دا مراسم د لويې جرګې په خیمه کې په لویه کچه وو.

دا مراسم په داسې حال کې نمانځلي کیږي. چې لا هم د ټاکنو لانجه پای ته نده رسېدلې.

XS
SM
MD
LG