د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست کاندیدان سبا بیا په ارګ سره ګوري


ارشیف
ارشیف

د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم وایي چې په پام کې ده چې سبا ته ښاغلي احمدزی او ښاغلی عبدالله په ارګ کې یو ځل بیا د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په مسله د جهمور رئیس حامد کرزي په مخ کې سره خبرې وکړي.

ددغه ټیم یو ویاند طاهر ظهیر امریکا غږ ته وویل چې د ښاغلي احمدزي ټیم دریځ دا دی چې د خبرو دروازې باید د دواړو خواو ترمنځ پرانستي وي.

ښاغلي ظهیر وویل مونږ په هر پړاو کې د دوو کاندیدانو د خبرو هرکلی کوو او همدا خبرې موافقې او تفاهم ته د رسیدلو لاره ګڼو.

هغه وویل چې ددې امکان ډیر دی چې اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ سره په ارګ کې د جمهور رئیس حامد کرزي په وړاندې سره په پرتو مسلو خبرې وکړي.

د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم وایي چې که څه هم ددغه ټیم مشر د دوشنبې په ورځ د خپل سیال ټیم سره د سیاسي خبرو په برخه کې د خبرو په ټپه دریدلو خبر ورکړ خو د اشرف غني احمدزي ټیم سره یې د خبرو او اړیکو د پریکولو اعلان نه دی کړی.

خو دغه ټیم وایي چې تراوسه په ارګ کې د پنجشنبې د ورځې د کتنې په باب څه نه شي ویلی.

د ښاغلي عبدالله ټاکنیز ټیم وایي چې ښاغلي عبدالله د شهیدانو د اونۍ د لمانځلو په لړ کې نن په پنچشیر کې دی او د خپل سیال ټیم د مشر سره نن کومه غونډه نلري.

تیره ورځ جمهور رئیس حامد کرزي د شهیدانو د اونۍ د لمانځلو غونډې ته په وینا کې وویل، چې افغانستان نوي حکومت ته په عاجله توګه اړتیا لري.

ښاغلي کرزي وویل تمه یې داده چې دواړه کاندیدان اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سبا یا بل سبا یوې نتجې ته سره ورسیږي ترڅو ددې اونۍ تر پایه نوی حکومت جوړ شي.

دواړه ټاکنیز ټیمونه دا مني چې په دغو خبرو کې د نظر د اختلاف وړ مسله د اجرائی رئیس د واک مسله ده او په ځانکړي توګه د کابینې د ریاست مسله ده.

دواړه ټیمونه په دغه مسله جلا نظرونه لري د ښاغلي عبدالله ټیم د اجرائی رئیس په واکونو کې د کابینې ریاست هم غوښتنه کوي خو د اشرف غني احمدزي ټیم بیا دا ډول واک د اساسي قانون د غوښتنو په خلاف بولي.

د دوشنبې د ورځې را په دې خوا دا به ددواړو ټیمونو د مشرانو ترمنځ د سیاسي ستونزو د هوارولو لپاره لومړنۍ غونډه اوسې چې په کې د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په سر دواړه کاندیدان د جمهور رئیس حامد کرزي په منځګړیتوب سره خبرې کوي.

د سیاسي بهیر له موافقې پرته د ټاکنو د نتیجو اعلانول

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي دا کمیسیون به د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ موافقې ته منظر پاتې نه شي او د تفتیش د پروسې د فزیکي بهیر په پای ته رسیدو سره به د ټاکنو وروستنۍ پایلې اعلان کړي.

هغه وویل چې د انتخاباتو د ٩٥٪ پایلو فزیکي جمع بندي بشپړه شوې او یواځې د ۲۸۸۲۸ چک لستونو او د نتیجو له جدول څخه ۸۳۵ پاتې دي چې د نن ورځې تر پایه بشپړیږي.

ښاغلي نور وویل چې د نتیجو ۲۱۹۹۳ چک لستونه او جدول سیستم ته داخل شوی چې ددې جملې څخه ۲۱۲۴۲ شمیرې یې ټول مراحل بشپړ کړي دي.

ښاغلي نور په تکرار وویل چې کمیسیون به د پایلو د اعلان لپاره د کاندیدانو ترمنځ موافقې ته منتظر نه شي خو هغه له دواړو کانیدانو وغوښتل چې د خپلې مخکنې موافقې په اساس چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په شتون کې یې کړې وه، د سل په سلو کې رایو د تفتیش نتجه ومني.

له بلې خوا نن د ولسي جرگې یو شمیر استازو ددې جرگې له لورې د ملي وحدت د رامنځ ته کیدو او د دواړو کاندیدانو سره د روان کړکیچ څخه د وتلو په مقصد د لیدلو په اړه د یوې اعلامیې د خپرولو غوښتنه وکړه.

خو د ولسي جرگې رئیس عبدالروف ابراهیمي وویل چې د دواړو مجلسونو له خوا یو ناپیلی پلاوی دې وټاکل شي او د جمهوري ریاست د کاندیدانو سره دې خبرې وکړي.

هغه وویل چې خلکو د خپلو استازو سره اړیکه نیولی او د اوسني کړکیچ څخه د وتلو لپاره د هڅو غوښتنه یې کړې ده.

XS
SM
MD
LG