د لاس رسي وړ اتصالات

په کنړ ولایت کې یوولس ملکي کسان وژل شوي دي


ارشیف
ارشیف

په کابل او کنړ کې د افغان حکومت چارواکي وایي چې په کونړ ولايت کې د ناټو ځواکونو په هوايي بريد کې تیره ورځ یوولس ملکي وګړي وژل شوي او دولس نور زخميان شو ي دي.

د کونړ والي شجاع المک جلاله وايي چې پیښه د سه شنبې د ورځې په دوو بجو ددې ولايت د نرنګ ولسوالۍ په باډيل دره کې هغه مهال رامنځته شوه چې افغان او ناټو ګډو ځواکونو د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه هوايي او ځمکني عمليات پيل کړل.

ښاغلی جلاله په دې پیښه کې د وژل شوو ملکي کسانو شمیر د هغه لست له مخې چې د سيمې قومي مشرانو ورته سپارلى ۱۴ تنه ښودلې او ویلي دي چې په دغه برید کې دیارلس نور ټپیان شوي هم دي.

هغه وایي چې په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کونړ والي زیاته کړه چې په سيمه کې د ډېرې ناامنۍ له امله لا تر دې دمه نه دي توانیدلي چې په وژل شوو کې د وسله والو شتون ثابت کړي.

خو د کونړ امنیه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل اشنا راډيو ته وويل چې په دغه پیښه کې اوه وسلوال ټپیان هم شامل دي .

جنرال سيدخيل وایي چې دې پیښه کې پنځه ملکيان هم وژل او نهه نور زخميان دي.

ښاغلي سیدخیل وویل چې افغان او ناټو ګډو ځواکونو په سيمه کې د وسله والو د ځپلو په موخه د دوشنبې پر شپه ګډ ځمکني او هوايي عمليات پيل کړل چې د سه شنبې د ورځې تر ماسپښين دوو بجو يې دوام درلود.

د بلې خوا د افغانستان جمهور رئیس د کنړ په ولایت کې د ناټو د ځواکونو په هوایي برید کې ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلې رسیدل په کلکه غندلي دي.

د ارګ نه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس کرزي ددې پیښې د پلټنې لپاره سیمې ته د یو هیت د استولو امر کړی دی.

په دغه بیان کې ویل شوي چې د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ د باډیل درې د غازي غونډۍ او قلاونو په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د سې شنبې د ورځې د هوایي بمبارۍ له د دوه ماشومانو او دوه ښځو په شمول لږ تر لږه ۱۱ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

تراوسه نړیوالو ځواکونو ددغې پیښې په باب څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG