د لاس رسي وړ اتصالات

په ارګ کې د کاندیدانو نننۍ غوڼده وځنډیده


د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم د اشرف غني احمدزي د تیرې شپې څرگندونو ته په سخته لهجه ځواب ویلی او تور یې لګولی چې اصلآ سیال ټیم یې د ملي وحدت حکومت جوړیدلو ته ژمن نه دی.

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ سره په خبرو کې ادعا وکړه چې اشرف غني احمدزی د ملي وحدت د حکومت د جوړولو پر ځای د ائتلافي حکومت جوړولو سره لیوالتیا لري.

ښاغلي اوریا وویل " قدرت باید تقسیم شي هم په عرض او هم په طول د دواړو په منځ کې، صلاحیتونه باید وویشل شي هم په عرض او هم په طول او سیاسي مشارکت د سیاسي ځواکونو په بشپړ ډول تامین شي"

ښاغلي اوریا وایي چې که دا درې اصله مراعات شول هغه د ملي یوالي دولت دی او که مراعات نه شي نو ائتلافي دولت دی.

د ښاغلي عبدالله د ټیم ویاند وایي " که چیرته دا درې اصله مراعات کیږي نه او ډاکټر صاحب اشرف غني یوازې یو اصل په پام کې نیسي یعنی تقسیم د قدرت او انحصار د واک د ریس جمهور په لاس کې دا بیا ایتلافي دولت دی چې د افغانستان خلک هم له دغسې دولت نه بیزاره دي".

ښاغلي اوریا تور ولگاوه چې سیال ټیم یې په عمل کې د ملي یوالي دولت جوړولو ته ژمن نه دی.

ښاغلي اوریا وویل " که ډاکټر اشرف غني خپلې سیاسي موافقې ته ژمن وي له دریمې مادې سره سم دې د ملي وحدت دولت جوړوي دا یې ګز دایې میدان او که نه په مخه یې ښه د اصلاحاتو او همپالې ټیم به له دغې ګډې اعلامیې سره او د سیاسي موافقې په بنسټ باندې د هیواد د سیاسي ځواکونو سره یو ځای د سیاسي شخصیتونو او نخبګانو سره یوځای په افغانستان کې د ملي یوالي د دولت د جوړولو خوا ته د یو برنده او وړونکي ټیم په حیث باندې رغنده ګامونه اوچت کړي ".

تیره شپه د افغانستان د جمهوري ریاست یو کاندید ډاکټراشرف غني احمدزي یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل د خپل سیال ټیم سره د ملي وحدت د حکومت جوړولو ته چمتو دی خو په اساسي قانون به معامله ونکړي.

ښاغلي احمدزي وویل " که نن مو په اساسي قانون باندې معامله وکړه سبا ته به ستاسو د اولادونو په سر معاملې ته مجبور شم".

ښاغلي احمدزي وویل چې باید ټول افغانان په یو حکومت کې سره راټول شي ترڅو د هرډول موازي حکومتونو مخه ونیول شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دغه کاندید وویل چې د خپل سیال ټیم سره یې خبرې په اصولو ولاړې وې.

ښاغلي احمدزي وویل د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي چې د واک انتقال او د دولت د جوړولو لپاره بشپړ چمتوالی لري "مونږ انتقال او د نوي حکومت جوړولو ته بشپړ چمتو یو،که چغې مو نه دي وهلي دا معنی ددی نه ده چې قوت نلرو زمونږ صبر د ولس د ثبات لپار دی ولس د خپلو مشرانو نه چغې نه غواړي تدبیر غواړي".

په ارګ کې د کاندیدانو نننۍ غوڼده وځنډیده

د افغانستان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ټاکنیز ټیمونه وایي چې نن په ارګ کې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ غونډه نه ده شوې .

د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم وایي چې شانګهای د هیوادونو په سرمشریزه کې د جمهور رئیس حامد کرزي د ګډون له امله په ارګ کې د جمهوري ریاست ددوو کاندیدانو ترمنځ نننۍ غونډه بل وخت ته ځنډیدلې ده.

ددغه ټاکنیز ټیم یو ویاند طاهر زوهیر امریکا غږ ته وویل چې د شانګهای د هیوادونوله سرمشریزې د جمهوور رئیس کرزي له راستنیدلو وروسته به دا دواړه مشران سره غونډه وکړي خو لا تراوسه ددغې کتنې لپاره بله نیټه نه ده ټاکل شوې.

په اوس وخت کې افغانستان په دغه ټولنه کې د څارونکي په توګه برخه اخلي.

خود افغانستان جمهوري ریاست په دغه غونډه کې د جمهور رئیس حامد کرزي د ګډون په باب څه نه دي ویلي.

د کرزي لپاره جوړ شوې کور دولتي میلمستون شو

جمهور رئیس حامد کرزي وروسته له هغې چې نن د جمهوري ریاست ماڼۍ ته نږدې هغه ودانۍ چې دده د استوګنې لپاره په پام کې نیول شوې وه د افتتاح په وخت، پریکړه وکړه چې دغه ماڼۍ د جمهوري ریاست په میلمستون بدله شي.

ټاکل شوې وه چې د جمهور رئیس حامد کرزي د خپلې کاري دورې په پای کې په دغه کور کې اوسیدلی وی، خو ښاغلي کرزي وویل چې دغه کور دافغانانو د ژوند له عادي سویې څخه زیات لوړ دی او دا لازمه ګڼي‌ چې په دغه کور کې د جمهوري ریاست میلمانه واوسيږي.

ښاغلی کرزی وايي "دغه کور په عادي توګه د ژوند کولو له سویې څخه پورته دی او د جوړولو په برخه کې یې زیاتې هڅې شوي‌ دي او په ډیرې مینې سره ښکلی ځای جوړ کړای شوی دی".

د یادولو وړ ده چې ددغه کور د جوړولو چارې د تیر کال د جوزا په میاشت کې پیل شوې وې او نن د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي لخوا له پرانیستې وروسته رسمآ ګټې اخیستنې ته چمتو شو.

XS
SM
MD
LG