د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او عربي هیوادونه د داعش پرضد ګډه مبارزه کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د عربستان د جدې په ښار کې د عربي هیوادونو د چارواکو سره وکتل
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د عربستان د جدې په ښار کې د عربي هیوادونو د چارواکو سره وکتل

امریکا او لس عربي هیوادونه د اسلامي دولت د ډلې پرضد ګډه مبارزه کوي.

د عربستان په جدې کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري او د یو شمیر عربي هیوادونو د چارواکو د پنجشنبې په ورځ غونډه وکړه.

د غونډې وروسته، په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د امریکا سیمه ییزو ملګرو ژمنه کړې ده چې د اسلامي دولت په خلاف په مبارزې کې به «خپله ونډه» ادا کړي.

دغه بیان کې ویل شوي دي چې دغه هیوادونه به د اسلامي دولت د ډلې خلاف د مبارزې په ټولو اړخونو کې، څنګه چې مناسبه وي، برخه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سعودي عربستان د جدي په ښار کې د خلیج د همکاریو د شورا له چارواکو سره هم وکتل.

په لسو هیوادونو کې چې د اسلامي دولت خلاف یې د مبارزې سره موافقه کړې ده سعودي عربستان، کویټ، بحرین، قطر، عمان، متحده عربي امارات، مصر، عراق، اردن او لبنان شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان او بحرین د بهرنیو چارو د وزیرانو سره وکتل.

د امریکا د بهرینو چارو وزیر د خپلو دغو سیالو وزیرانو سره دوه اړخیزې غونډې وکړي.

منځني ختیځ ته د جان کېري د سفر هدف دا و چې په عراق کې د اسلامي دولت د ډلې خلاف د مبارزې لپاره د عربي هیوادونو ملاتړ خپل کړي.

د بحرین د بهرنیو چارو وزیر خالد الخلیفه وویل چې ملاقات په ډیر مهم وخت کې ترسره کیږي.

خالد الخلیفه وویل: «د تل په څیر، موږ تل شریکان، متحدین او ملګري یو. زموږ ملګرتیا د دې لپاره ده چې د نړۍ دغه سیمه او نورې سیمې خوندي وي، امن وي او ترقي وکړي. موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو.»

د ملاقات نه ورسته، کېري د لسو عربي هیوادونو ملاټر ترلاسه کړ. دغو هیوادونو ژمنه وکړه چې د اسلامي دولت د ډلې خلاف به په مبارزې کې «خپله ونډه» اخلي.

XS
SM
MD
LG