د لاس رسي وړ اتصالات

پښتون سیاستوال ملک امان الله خان کاسي په کوټې کې په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو.

دی د پنجشبې په ورځ - سپتمبر ۱۱- په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان په روغتون کې د زړه د ناروغۍ له کبله مړ شو.

ښاغلی کاسی د افغان حکومت په بلنې د پاکستان له کوټې ښار نه کابل ته راغلی و چې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ورځې په مناسبت جوړېدونکو مراسمو کې برخه واخلي.

ده تر خپلې مړینې دوه ورځې مخکې کوټې ته د بېرته ورګرځېدو هوډ کړی و، خو ناروغي یې سخته شوه او په روغتون کې بستر شو.

د ده مړی د جمعې په ورځ – سپتمبر ۱۲- له کابل څخه په یوې ځانګړې الوتکې کې کوټې ته انتقال شو او هلته په خپل پلرني ټاټوبي چشمه اچوزۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

ملک امان الله کاسی د هغو ګوتو په شمېر پښتنو سیاستوالو څخه شمېرل کیږي چې د پښتنو د یوالي او وېښتابه لپاره یې لسګونه کلونه مبارزه کړې ده .

ښاغلی کاسی د ډیورنډ د کرښې کلک مخالف و او له بولانه تر چتراله پورې سیمه یې یوه، او د افغانستان برخه بللې وه. هغه تل دا خبره کوله چې ( تر خپل مرګ او د پښتنو تر یوالې او ازادۍ پورې به همدغه مبارزه کوم.)

ښاغلي کاسي څو ورځې وړاندې په کابل کې د پښتون په نامه له یو سیمه اییز تلویزون سره د مرکې په پای کې شک ښودلی چې ډېر به ونه پايي.

(خداى دې وکې- وکړي- چې ستا د دې مرکې بعد بيا زه ژوندى پاتې سمه)

ده په دغې څه باندې یوې ساعته تلویزوني مرکې کې په وار وار د پښتنو پر یوالي ټېنګار کړی او د ډیورنډ کرښې د نه منلو خبره یې کړې ده .

ښاغلی کاسی له دې اړخه پر یو شمېر نورو پښتنو مشرانو هم نیوکه کړې ده، دی په دغه لړ کې یې د عدم تشدد د مبارز پاچا خان نوم هم اخلي او وايي ( پاچا خان ځان د اسیا لیډر – مشر- باله، د بحر صغیر مشر باله ځان یې افغان لیډر – مشر – نه باله ، پاچا خان هېڅکله هم دا نه دي ویلي چې د ډیورنډ کرښه نه منم.)

ده څه موده وړاندې یې له مشال راډیو سره په مرکې کې ویلي و چې که پښتانه یو موټی نه شي، نو همداسې به وژل کیږي .

(د پښتنو اينده ماته ډېره خطرناکه ښکاري. او هغه ځکه چې دوی د دې وطن د ملکيت دعوه نه کوي. موږ يو سل شل کاله جدوجهد کړی دی. د خپلې ازادۍ لپاره، خو موږ تر اوسه پورې دا خبره نه ده کړې چې پښتون څه غواړي. آيا باچاخان دا ویلي وو، چې زه ډيورنډ کرښه نه منم؟ آیا پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا ویلي دي چې ډيورنډ کرښه نه منو؟ آيا اسفندیار خان دا ویلي دي چې زه ډيورنډ کرښه نه منم؟ تر څو پورې چې د پښتنو مشرانو دا خبره نه وي کړې دې قام ته او دا قام يې په ځان پسې کړی نه وي، دېرش لکه پښتانه مړه دي، دېرش لکه به نور مري.)

د پاکستان په سوات کې د ده یو نږدې ملګری او سیاستوال افضل خان لالا د هغه مرګ یوه لویه ضایعه وبلله او د هغه مبارزه یې وستایله .

( ملک امان کاسی هغه پښتون سیاستوال و، چې په هېڅ فشار چا له خپل هدف او مرام څخه اړولای نه شوای. د طالب علمۍ له وخته چې د هغه کوم هدف وو، په هغه باندې کلک ولاړ و)

د امان الله کاسي په اړه دا هم ویل کیږي چې د یو شمېر پاکستاني چارواکو له لورې ورته د بېلا بېلو دندو وړاندیزونه شوي خو ده تر پایه ونه منل.

دی د خپلې مبارزې له کبله د پاکستان د حکومت له لورې نیول شوی، زورول شوی او زندانی شوی هم و.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG