د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ د سیاسي موافقې متن تیار شوی


ارشیف
ارشیف

د ولسمشرۍ دواړو ټاکنیزو ټیمونو نن دوشنبه سهار د کاندیدانو ترمنځ د توافقاتو په یوې نوې طرحه کار کړی او د نوې طرحې متن تیار شوی چې کاندیدان پرې بحث وکړي.

د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم ویاند فیض الله ذکي خبریالانو ته وویل، دا نوې طرحه چې د امریکایانو له خوا یې وړاندیز شوی، نن د دواړو کاندیدانو ټاکنیزو ټیمونو تر بحث لاندې ونېوله او له ماسپښین وروسته د دواړو کاندیدانو ترمنځ په لیدو کتو کې پرې بحث شوی دی.

فیض الله ذکي وویل، چې په نوې طرحه کې د دواړو لورو غوښتنو ته ځای ورکړل شوی دی، او په ټولو ابعادو کې د ملي یووالي د حکومت د جوړولو مسائل پکې راغلي دي.

د اشرف غني احمدزي ویاند وویل، چې نن له غرمې وروسته دواړه کاندیدان په خپلو کې سره ناست دي، او په پلان کې ده چې د نن ورځې په پنځو بجو له ولسمشر حامد کرزي سره هم لیده کاته د وروستیو توافقاتو په اړه وي.

ښاغلي فیض الله ذکي وویل : زمونږ تمه دا ده چې نن دواړه کاندیدان او ټیمونه بشپړو توافقاتو ته ورسیږي، او موافقتنامه لاسلیک ته حاضره وي.

د اشرف غني احمدزي دغه ویاند په ټولنیزو رسنیو کې هغه متنونه چې ګواکې د دواړو کاندیدانو ترمنځ توافقات ښيي، رد کړل وې ویل، چې اصلي متن یوازې له ټاکنیزو ټیمونو سره دی.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم ویاند فیض الله ذکي وویل، چې نوې طرحه د امریکايانو له خوا وړاندې شوې، دا نوې طرحه د دواړو ټاکنیزو لورو د غوښتنو نه جوړه شوې ده.

بل لورته د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم وايي، چې د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو نن دوشنبه په خپلو کې د امریکا په سفارت کې کتلي دي او پنځه بجې له ولسمشر سره هم لیده لري.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا وویل تمه لري، چې دواړه کاندیدان یوې مثبتې نتجې ته ورسیږي.

ټاکنیز کمیسیونونه

که څه هم یوه لور د کاندیدانو ترمنځ په سیاسي روغې جوړې خبرې د ټاکنیزو ټیمونو په باور نېږدې کېدونکي دي، بل لورته د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې دا کمیسیون به ددې اوونۍ تر پایه د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

احمد یوسف نورستاني ویلي، چې د ټاکنو د کمیسیون تخنیکي کارونه د کاندیدانو له سیاسي روغې جوړې سره هیڅ تړاوو نه لري.

دا ډول د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وویل چې د ټاکنو د کمیسیون له لورې ورته پرېکړې رسېدلي او دوی کاندیدانو ته مهلت ورکوي، چې شکایتونه ورسره درج کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني وویل چې دوی تمه لري ژر به خپلې پرېکړې بېرته د ټاکنو کمیسیون ته ولیږي.

XS
SM
MD
LG