د لاس رسي وړ اتصالات

څلوېښت په سلو کې افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړیږي


په کابل کې له خوارځواکۍ سره د مبارزي لاریون
په کابل کې له خوارځواکۍ سره د مبارزي لاریون

د یونیسف ادارې او عامې روغتیا وزارت نن سه شنبه یو ورځنی سپموزیم دایر کړی وو او پکې له خوارځواکۍ سره د مبارزې شعارونه د یوه لنډ لاریون په ترڅ کې هم بیان شول.

د روغتیا وزارت چاوراکو وویل چې د ۲۰۱۳ کال سروې ښيي، چې څلوېښت په سلو کې افغان ماشومان له خوارځواکۍ یا سؤ تغذي سره مخ دي، چې نهه فیصده پکې سخت او څلور فیصده پکې ډېر متشدد حالت کې دي، چې ان د بدن د ظاهري بڼې تغییر هم شامل دی.

د روغتیا وزارت د تغذي یوه چارواکي امریکا غږ ته وویل دا فیصدي په ۲۰۰۴ کال کې شپېته په سلو کې وه.

د عامې روغتیا وزارت د تغذيې امر بشیر احمد حمید وویل ‪"‬ په لسو کلونو کې شوي کارونه ګټور وو، خو کافي ندي، مونږ باید په شدت کار وکړو، ترڅو په راتلوونکو لسو کلونو کې شل یا دېرش فیصده خوارځواکي راټیټه کړو.‪"‬

بل لورته یونیسف وايي، چې دوی په هر روغتیايي مرکز کې د سؤ تغذي د له منځه وړلو لپاره څانګې لري او د یونیسف هڅه دا ده چې په راتلوونکو کلونو کې د روغتیا له وزارت سره د خوارځواکۍ په ضد پراخه مبارزه وکړي.

د یونیسف د روغتیا او تغذيې افسر عبدالنافع کاکړ وویل ‪"‬مونږ په ټولو روغتیايي مراکزو کې څانګې لرو، یونیسف اته ملیونو ماشومانو ته ويټامین ای ورکوي.‪"‬

افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ له پلوه د هند، پاکستان او بنګله دېش سره اوس مساوی حد کې دی خو تر ایران او د منځنۍ اسیا له هیوادونو بیا شاته دی.

په ۲۰۰۴ کال د خوارځواکۍ د کچې د معلومولو سروې ښودله چې افغانستان د ګوتو په شمار هیوادونو کې له دې اړخه شمار دی.

XS
SM
MD
LG