د لاس رسي وړ اتصالات

سکاټلنډ پریکړه کوي چې د بریتانیې نه جلا شي او که نه


په سکاټلنډ کې د پنجشنبې په ورځ ریفرنډم کیږي
په سکاټلنډ کې د پنجشنبې په ورځ ریفرنډم کیږي

د پنجشنبې په ورځ په سکاټلنډ کې ریفرنډم کیږي. د سکاټلنډ خلک به فیصله وکړي چې د بریتانیې د برخې په توګه پاته کیږي او که خپله خپلواکي اعلانوي.

نظرپوښتنې ښيي چې د سکاټلنډ د خپلواکۍ د طرفدارانو او مخالفینو د شمیر ترمنځ تفاوت ډیر لږ دی او د دې معلومول ګران دي چې څوک به ریفرنډم وګټي. خو نظر پوښتنې ښيي چې د سکاټلنډ د خپلواکۍ طرفداران تر پخوا ډیر شوي دي.

د سرویګانو نتایجو بیا د سکاټلنډ د خپلواکۍ مخالفین دې ته مجبور کړل چې خپلې هڅې ډیرې کړي او د سکاټلنډ خلګو ته ووايي چې که د بریتانیې ځخه جلا نه شي نو د بریتانیې دننه به ورته ډیر داخلي واک ورکړل شي.

د سکاټلنډ د خپلواکۍ د مخالفینو د کمپاین یو مشر د بریتانیې پخوانی صدراعظم ګورډن براون دی. هغه وايي چې که سکاټلنډ د بریتانیې نه جلا شي نو اقتصاد ته به یې ښه عواقب و نه لري.

په یوې غونډې کې، ښاغلي براون وویل: «او بیا یې عواقبو ته وګورئ. موږ به هغه ګټه چې د بریتانیې د پولي واحد یا پونډ په استعمال کې یې لرو له لاسه ورکړو او هم به د بریتانیې په کچه چې د تصمیم نیولو کوم توان لرو هغه به هم وبایلو. راځئ چې په ایمانداري سره خبره وکړو، یو میلیون وظایف، چې اوس یې په بریتانیې کې د عضویت پخاطر لرو، له لاسه ورکوو.»

د سکاټلنډ اوسنی حکومت چې د خپلواکۍ طرفدار دی وايي چې که سکاټلنډ خپلواک هیواد هم شي خو بیا به هم د بریتانیې پونډ استعمال کړي.

د بریتانیې حکومت بیا وايي چې دوی به اجازه ورنکړي چې د خپلواکۍ په صورت کې د سکاټلنډ هیواد پونډ د خپل پولي واحد په توګه استعمال کړي.

په بروکسل کې د اروپايي پالیسۍ د مرکز چارواکي وايي چې که سکاټلنډ د بریتانیې نه جلا شو نو سمدستې به د اروپايي اتحادیې نه ووځي او په دغه اتحادیې کې د عضویت لپاره باید د سره غوښتنه وکړي.

که څه هم ریفرنډم به یوازې په سکاټلنډ کې وشي، خو د بریتانیا نورې برخې، چې انګلستان، ویلز او شمالي ایرلنډ پکښې شامل دي، هڅه کوي چې په سکاټلنډ کې د رایې ورکونکو نظر ته تغیر ورکړي.

په لندن کې سیاسي مشرانو پشنهاد کړی دی چې که چیري سکاټلنډ خپله خپلواکي وانخلي نو دوی به ورته د بریتانیې دننه ډیر واک ورکړي.

نظر پوښتنې ښيي چې، د سکاټلنډ نه دباندې، د بریتانیې په نورو سیمو کې خلګ نه غواړي چې سکاټلنډ دې جلا شي. د دوشنبې په ورځ د سکاټلنډ د خپلواکۍ مخالفینو مظاهره وکړه.

په ایدنبرګ کې، د بریتانیې صدراعظم دیویډ کیمرون یوه احساساتي وینا وکړه.

ښاغلي کیمرون وویل «د سکاټلنډ د خلګو لپاره، [د بریتانیې نه] بیلتون د دې مانا ورکوي چې د یوه کور ودانۍ پوره جوړه کړی او بیا ورنه ووځی او کېلي یې لېرې وغورځوی.»

کارپوهان وايي چې د بریتانیې د صدراعظم د دغې احساساتي وینا نه معلومیږي چې نظر پوښتنو یا سرویګانو ویره خپره کړې ده او تشویش یې پیدا کړی دی چې که سکاټلنډ جلا شي نو په ټولې بریتانیې باندې به تاثیر واچوي.

د سکاټلنډ صدراعظم، الکس سالموند چې د بیلتون غوښتونکو د کمپاین مشري کوي وايي چې سرویګانو کیمرون په ویره کې اچولی دی.

هغه وايي «په حقیقت کې، زما مخې ته [کیمرون] وویل چې نه غواړي چې سکاټلنډ له لاسه ورکړي، لکه چې یو وخت د بریتانیې پاچا دریېم جورج امریکا له لاسه ورکړه. او که چیري موږ دا یوې خوا ته پریږدو، سکاټلنډ یو ملت دی، دا یو شی نه دی چې څوک یې وبایلي او څوک یې وګټي.»

د سکاټلنډ خلګ به د پنجشنبې په ورځ په ریفرنډم کې دا تصمیم ونیسي چې آیا غواړي د بریتانیې سره پاته شي او که جلا شي؟

XS
SM
MD
LG