د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون وروستۍ پرېکړې


ارشیف
ارشیف

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون مشر او غړو نن پنجشنبه یو خبري کنفرانس ته وویل دغه کمیسیون خپل کار بشپړ کړی او پایلې یې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ولیږلې.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي که د ټاکنو خپلواک کمیسیون ددې کمیسیون په پرېکړو اعتراض لري، نو د قانون له مخې څلور ویشت ساعته وخت لري، چې اعتراض وکړي او که اعتراض نه لري، نو دا د ټاکنو کمیسیون مکلفیت دی چې په خپل وخت د ولسمشرۍ د ټاکنو وړونکی کاندید اعلان کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت وویل ‪"‬د ټاکنو په پایلو مونږ خپله پرېکړه کړې ده، اوس د ټاکنو د کمیسیون وار دی، صلاحیت لري، که اعتراض لري، په څلور ویشتو ساعتونو کې اعتراض وکړي، که اعتراض و نه کړي، سکوت وکړي یا یې ومني نو دا کمیسیون مکلف دی چې نوي جمهور رئیس ته وثیقه ورکړي.‪"‬

د یو وروستي خبر له مخې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي د آشنا تلویزیون ته وویل چې د شکایتونو د کمیسیون پریکړې دوی ته رسیدلې دي.

بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په نننۍ پرېکړه کې یو غړي مخالفت درلود خو دا پرېکړې د نورو غړو په توافق شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني بیا وویل چې ټول هغه محلونه چې د ټاکنو د کمیسیون له خوا یې رايې باطلې شوې وې، له هغو څخه د ۲۸ محلونو رايې بیرته بااعتباره شوي دي او له ابطال وتي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني د امریکا غږ د خبریال دې پوښتنې ته چې دغه کمیسیون د څومره محلونو رايې باطلې کړي دي وویل ‪"‬مونږ د هغو محلونو چې باطل شوي او یا څومره رايې باطلې شوي، معلومات نه شو ورکولی.‪"‬

د درغلګرو تور لست

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د ټاکنو د کمیسیون ټول هغه مؤقت کارکوونکي چې په درغلیو کې ښکیل وو، په تور لست کې به یې شامل کړي او له دې وروسته به هغوی ته د ټاکنو په کمیسیونونو کې د کار کولو اجازه نه وي.

سعادت وویل ‪"‬د ټاکنو د کمیسیون هغه موقت کارکوونکي، چې په محلونو کې یې د درغلیو رايې ثابتې شوي، یا یې د رایو ورکولو په پاڼو کې ستونزې وې، په تور لست کې به شامل شي.‪"‬

دا کمیسیون وايي، د دواړو ټاکنیزو کمیسیون دایمي غړي هم چې په درغلیو کې یا ښکیل یا یې په حقیقتونو سترګې پټې کړي هم تور لست کې ور زیات کړای شي.

د نوماندان کتنه

د جمهوري ریاست دواړو نوماندانو نن پنجشنبه په خپلو کې سره کتلي او یو وار بیا هوکړې ته ندي شوي دي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا وویل ‪"‬ نن د دواړو مشرانو ترمنځ کومې خبرې اترې چې وې، دا په وروستیو اختلافونو متمرکزې وې، زیات پرمختګ یې نه درلود.‪"‬

بل لورته د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم ویاند صدیق پتمن وايي، چې نوی میکانیزم ندی مطرح شوی خو د نړیوالو منځګړو په ملتیا پراخ مذاکرات شوي دي، هغه وویل ‪"‬امیدوار یو چې مذاکرات دوام وکړي، اما لا تراوسه نهايي نتجې ته نه یو رسېدلي.‪"‬

لا هم معلومه نده چې کله به د ټاکنو اوږده لانجه په سیاسي او تخنیکي لحاظ پای ته ورسیږي

XS
SM
MD
LG