د لاس رسي وړ اتصالات

د معلولینو د باسکتبال لیګ سیالۍ پای ته ورسیدې


ارشیف
ارشیف

د معلولینو د باسکتبال لیګ سیالۍ دوه اونۍ مخکې د اتو لوبډلو په ګډون پیل شوې وې چې نن د غوره لوبغاړو په ټاکلو سره پای ته ورسیدې.

د معلولینو د باسکتبال د لوبو روزنکی راز محمد وايي چې د تیرو کلنو په پرتله د معلولینو د باسکتبال لوبې زیات پرمختګ کړی دی او دوی وکولای شول چې غوره لوبغاړي د معلولینو د باسکتبال ملي لوبډلې ته وټاکي.

راز محمد وايي "دغه لوبې موږ د معلولینو د تشویش په خاطر ترسره کړې او غواړو چې له دې سره د لوبغاړو ورزشي کچه لوړه شي موږ غواړو چې معلولین په ټولنه کې په پورته توګه ونډه واخلي او ځان لکه د نورو کسانو په شان جوړ احساس کړي".

په ورته وخت کې لوبغاړي وايي‌ چې دغه راز سیالۍ دوی لپاره زیاتې ګټورې دي او له دې سره کولای شي چې خپلې تجربې له نورو لوبغاړو سره شریکې کړي.

د محمدالله په نوم یوه لوبغاړي امریکا غږ ته وویل که څه هم دوی زیاتې آسانتیاوې په واک کې نه لري خو بیا هم په خورا شوق سره په دغو سیالیو کې یې ګډون کړی دی.

ښاغلی محمدالله وايي هیله من دی چې نورې ورزشي آسانتیاوې هم ورته په پام کې ونیول شي.

هغه وايي "لوبې کول ډیر ښه دی زه په خپله دوکانداري کوم او ګردې مې خرابې شوې وې ، خو کله چې مې ورزش پیل کړ مریضي ورکه شوه دلته هر وخت راځم او تمرین کوم".

د یادولو وړ ده چې د معلولینو د باسکتبال سیالۍ د افغانستان د پارالمپيک فدراسیون او په افغانستان کې د سره صلیب د کمیټې په همکارۍ ترسره شوې.

د پارالمپیک فدراسیون وايي په پام کې لري چې په نږدې راتلونکې کې د نجونو د باسکتبال لوبې هم په کابل کې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG