د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمیسیون د شکایتونو د کمیسیون نه وضاحت غواړي


د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي امریکا غږ ته وویل چې تیره ورځ چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواکه کمیسیون دغه کمیسیون ته د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د ټاکنو د سل په سلو د رایو د پلټنې د پایلو په باب کومې پریکړې استولې وې پدغو پریکړو کې د ځینو هغو محلونو په باب پریکړې هم شته چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د رایو د سل په سلو د پلټنو په وخت د عادي محلونو په ډله کې حساب کړي وو، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ددغو محلونو د رایو د باطلیدلو پریکړه کړې ده.

ښاغلي هوتکي ددغو محلونو شمیر ۱۰۸ محله وښوده وویل چې دا محلونه په بیلابیلو ولایتونو کې موقیعت لري.

ښاغلي هوتکي وویل "سل په سلو په تفتیش کي یو تعداد ددغو محلاتو یو تعداد یې تفتیش شوي دي او یو تعداد یې بیا شمیرل شوي دي یعنی دغو محلاتو ته اعتبار ورکړل شوی دی د تفتیش په نتیجه کې په دې اساس د کمیسیون رهبرۍ تصمیم ونیو دا یو ځل بیا دوی ته ولیږو چې د هغو دلایلو په اساس چې کمیسیون سره موجود دي دغه محلات په نورمالو محلاتو کې راځي او که دوی له دې نه زیات دلایل لري هغه دلایل دې هم رسمآ کمیسیون ته راواستوي".

ښاغلي هوتکي هغه انګیرنې نا سمې وبللې چې ګوندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا کار د دوو کاندیدانو ترمنځ د سیاسي جوړجاړې ته د رسیدلو لپاره هغوی ته د نور وخت د ورکولو لپاره کړې دی.

هغه وویل چې هرڅومره ژر چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون نه په دی هکله ځواب ترلاسه کړي دا کمیسیون به د وروستیو پایلو د اعلان اقدام وکړي

د پنجشنبې په مازیګر د ټاکنیزو شکایتونو خپلواکه کمیسیون افغانستان د جمهوري ریاست ددوهم پړاود ټاکنو د پایو په باب خپلې پریکړې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ته واستولې.

ددغه کمیسیون رئیس عبدالستار سعادات خبریالانو ته وویل چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ته په کار دي چې که چیرې ددغه کمیسیون په پریکړو اعتراض لري نو د څلورویشت ساعتونو په موده کې دې خپل اعتراض د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته وړاندې کړي.

ښاغلي سعادات وویل " د ټاکنو د قانون د نهه پنځوسمې مادې د حکم له مخې صلاحیت لري چې په څلورویشت ساعتونو کې پرې اعتراض وکړي په هغه صورت کې چې پرې اعتراض ونه کړي سکوت پرې وکړي یا یې ومني مکلف دی چې ګتونکی کاندید ته وثیقه ورکړي او د افغانستان د ولسمشر په توګه یې اعلان کړي او د افغانستان اوسنې رئیس جمهور هم د اساسي قانون د حکم له مخې وظیفه لري چې د قدرت د سوله ایزه انتقال لپاره د اساسي قانون او د انتخاباتو د قانون په رڼا کې اقدام وکړي"

په ارګ کې ګډه غونډه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون، ټاکنیزو شکایتونو خپلواکه کمیسیون ته د ا پریکړې د بیا غور لپاره په داسې حال کې استولې چې د افغانستان د جمهوري ریاست دوو کاندیدانو نن په ارګ کې یوې غونډې ته په خپلو منځې خبرو کې دډیر پرمختګ خبر ورکړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست دوو کاندیدانو نن په ارګ کې د افغانستان د دولت د درې ګونو قواوو د مشرانو او یو شمیر پخوانیو مجاهدینو د مشرانو ګډې غونډې ته دوو ټیمونو ترمنځ د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په برخه کې مهمو پرمختګونو په باب خبر ورکړی او هیله یې ښودلې ده چې ژر به دا دواړه کاندیدان د همدغو مشرانو په وړاندې یوه موافقه لاسلیک کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو د دفتر نه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په ارګ کې نن د جمعې د ورځې د غرمې دمخه دغې جوړې شوې غونډې ته عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ویلي چې د ټاکنو د بهیر د پای ته رسیدو او د ملي وحدت د حکومت د رامنځته کیدو لپاره د دوی په خبرو کې مهم پرمختګونو شوي دي.

خو د ارګ د ماڼۍ په دغه بیان کې ددغو پرمختګونو یادونه ده شوې.

دا بیان وایي چې جمهور رئیس کرزي د کاندیدانو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګونو نه خوښي څرګنده کړی او هیله یې ښودلې ده چې د همدغو د مشرانو په مخ کې به دواړو ټیمونو ترمنځ د موافقو متن ډیر ژر لاسلیک شي.

د ارګ په دغه ناسته کې د جمهوري ریاست له کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سربیره د پخوانیو مجاهدینو یوشمیر مشرانو حضرت صبغت الله مجددي، پیر سید احمد ګیلاني، استاد عبدالرب رسول سیاف، د جمهوري ریاست مرستیالانو، قاضي القضات، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رئیسانو، پوهاند نعمت الله شهراني، مولوي قیام الدین کشاف، حاجي دین محمد، محمد اسماعیل خان او پوهاند ګلرحمن قاضي هم برخه لرله.

دا بیان وایي چې د غونډې برخه والو د جمهوري ریاست له کاندیدانو وغوښتل چې ډیر ژر یوې وروستۍ نتیجې ته سره و رسیږي اوپه باب یې د افغانستان خلک هم خبر کړی.

دا بیان وایي چې د دغې غونډې په پای کې د تحلیف د مراسمو د څرنګوالی په اړه هم د غونډې برخوالو خبرې کړي دي خو د جزیاتو په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG