د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني احمدزی د افغانستان ولسمشر شو

اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله په ارګ د موافقې د لاسلیک وروسته

اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله په ارګ د موافقې د لاسلیک وروسته

د ټاکنو د کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني نن یکشنبه ماذدیګر د ټاکنو په کمیسیون کې د نوي منتخب ولسمشر د اعلان په مهال و نه ویل چې ښاغلي اشرف غني احمدزی له خپل سیال عبدالله عبدالله څومره رايې مخکې دی.

ښاغلي نورستاني وویل "د ټاکنو خپلواک کمیسیون ښاغلی ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس په توګه اعلانوي، پدې ترتیب د ټاکنو بهیر پای ته رسوي."

ښاغلي نورستاني وویل، چې د ټاکنو وروستۍ پایلې له دواړو ټاکنیزو ټیمونو سره شریکې کړي دي او دا کمیسیون به یې په نورو وروستیو مرحلو کې هم پایلې اعلان کړي.

که څه هم د ټاکنو د کمیسیون مشر د خبریالانو پوښتنو ته ځواب و نه ویل خو د دواړو کاندیدانو ترمنځ د شوي سیاسي جوړ جاړي او هوکړه لیک د لاسلیک په تړاوو یې کاندیدانو ته مبارکي ورکړه.

د ټاکنو د کمیسیون مشر وویل چې د سل په سلو کې د رایو له تفتیش وروسته ۱۲۶۰ د محلونو رايې باطلې شوي دي.

ښاغلي نورستاني وویل چې ان د تفتیش په دوره کې هم دوی ندي توانېدلي چې د دواړو ټاکنیزو ټیمونو د غوښتنې په اساس د درغلیو دقیقه پلټنه وکړي.

د ټاکنو د کمیسیون مشر وویل د الیکټرونیکي تذکرو نه شتون، او د بې امنۍ له امله د پوره شفافه ټاکنو کېدل هم ناشوني دي.

هغه وویل د رایو د ورکوونکو شمېر ندی معلوم او د رایو ورکوونکو د لست نه موجودیت هم له خړو پړو ټاکنو سره مرسته کوي.

د ټاکنو د کمیسیون تر اعلان مخکې نن غرمه د ارګ په ماڼۍ کې د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د خپلو توافقاتو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د ملي یووالي د حکومت د جوړولو دغه هوکړه لیک څو میاشتې وخت واخېست، سیاسي مذاکرات کله په ټپه او کله به له متضادو دریځونو سره مخامخ کېدل.

د ارګ په ماڼۍ کې د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو دا هوکړه لیک په داسې یوې غونډې کې لاسلیک کړ، چې ولسمشر حامد کرزي د دولت لوړپوړو چارواکو او د ټاکنیزو ټیمونو غړو برخه درلوده.

ددې هوکړه لیک په سر توافقات د تېرې شپې تر ناوخته لا روان ول، که څه هم دواړو کاندیدانو ویناووې و نه کړې او د هوکړه لیک په تړاوو یې معلومات ورنه کړل، خو ولسمشر حامد کرزي د دواړو کاندیدانو ترمنځ لاسلیک شوی هوکړه لیک یو افغاني تفاهم وګاڼه او وېل چې د هوکړه لیک محتوا د کاندیدانو خپل کار دی.

نوي ولسمشر ته د کرزي مبارکي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي محمد اشرف غني احمدزي ته د نوي منتخب ولسمشر په توګه مبارکي ورکړې ده.

له ارګه نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تلوونکي ولسمشر حامد کرزي منتخب ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي او اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله ته د نن ورځې د شویو توافقاتو مبارکي هم ورکړې ده.

ولسمشر کرزي د ټاکنو د پروسې د پای ته رسېدو هم هرکلی کړی دی.

د لوړې مراسم

که څه هم د نوي منتخب ولسمشر لپاره د لوړې د مراسمو نېټه نده معلومه شوې، خو د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند سید اقا فاضل سانچارکي نن وویل ښايي د راتلوونکي اونۍ د دوشنبې په ورځ به د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ترسره شي.

ښاغلي سانچارکي وویل چې د نوي ولسمشر لوړه به په شاندارو مراسمو ترسره شي.

دا ډول نن ماذدیګر د لوړې د مراسمو لپاره د تیاري کمیسیون هم غونډه کړې ده، دغه تیاري کمیسیون په تیاریو خبرې کړي خو نېټه یې نده مشخصه کړې.

XS
SM
MD
LG