د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش پرضد د سوریې دننه هوايي بریدونه پيل شول


Mideast Syria Islamic State
Mideast Syria Islamic State

امریکا او ملګرو یې په سوریې کې دننه د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د وسله والو پرضد هوايي بریدونه پيل کړل.

دا لومړی ځل دی چې امریکا د سوریې دننه د اسلامي دولت د ډلې پر اهدافو بریدونه کوي.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند جان کربي، په یو بیان کې، وویل: «زه دا تاییدولی شم چې د امریکا پوځ او د ملګرو هیوادونو قواوي په سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې پرضد [په بریدونو کې] د جنګي [الوتکو]، بم غورځوونکو [الوتکو] او تاماهاک توغندیو نه، چې د مځکې نه ویشتل کیږي، کار اخلي.»

ښاغلي کربي زیاته کړه: «د دې لپاره چې عملیات روان دي نو موږ په دې موقف کې نه یو چې د اوس لپاره نور معلومات ورکړو.»

ولسمشر باراک اوباما د امریکا پوځ ته په سوریې کې دننه د بریدونو اجازه ورکړې ده. هغه ویلي دي چې امریکا به د اسلامي دولت د ډلې د وسله وال پرضد، هرچیري چې وي، مبارزه وکړي.

امریکا د سوریې حکومت ته خبرداری ورکړی دی چې د وسله والو خلاف دې د امریکا د هوايي بریدونو مخه نه نیسي.

د دوشنبې په ورځ د سوریې د حکومت د مخالفینو تر ټولو لوی ایتلاف د اسلامي دولت د ډلې خلاف د سمدستې هوايي بریدونو غوښتنه وکړه.

د سوریې د حکومت د مخالفینو د ایتلاف مشر، هادي البحره وویل چې نړیواله ټولنه باید د سوریې په شمال کې د ملکیانو د خوندیتوب دپاره، چې د اسلامي دولت وسله وال ورته ګواښ پيښوي، هر څه ژرتره چې کیدای شي اقدام وکړي.

د سوریې په شمال کې د جګړو له کبله، 130,000 ملکیان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG