د لاس رسي وړ اتصالات

هند د مریخ مدار ته خپله فضايي بېړۍ ورسوله


 ستلایت
ستلایت

هند لومړنی هېواد دی چې په خپلې لومړنۍ هڅه کې په بریاليتوب سره خپله مصنوعي سپوږمکۍ د مریخ په مدار کې ځای پر ځای کړه.

تر هند وړاندې امرېکا، روسیې او اروپايې ټولنې هم د مریخ مدار ته مصنوعي سپوږمکۍ استولي دي.

په کم لګښت د سپوږمکۍ دغه بریالی ماموریت د هند د کورنۍ ټکنالوژۍ د ودې او فضا ته د هند د رسېدو د لیوالتیا ښکارندوی دی.

د هند مصنوعي سپوږمکۍ به د مریخ د سطحې په اړه معلومات راټولوي چې د ژوند کولو امکانات شته که څنګه؟

د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۴ د مریخ مدار ته د هند د دغې مصنوعي سپوږمکۍ له رسېدو سره سم، د هند د فضايي څېړنو په سازمان کې ولاړو سایسنپوهانو د خوشحالۍ چیغې وکړې.

سایسنپوهانو په بریالي ډول د سپوږمکۍ تر رسېدو د مخه د هغې سختې شېبې ننداره هم وکړه چې د دغې ۱۳۵۰ ګیلوګرامه سپوږمکۍ نصب شوی ماشین د ۲۴ دقیقو لپاره چالان کړل شو چې سرعت یې کم شي او د مریخ مدار یې جذب کړي .

هندي سایسنپوهان وايي " دا یو خوب و چې رښتیا شو ".

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د مریخ د مدار په نامه د ماموریت د بريالیتوب اعلان وکړ، کله چې ښاغلی مودي د هند په بنګلور کې د فضايي څېړنو د سازمان په مرکز کې دغه اعلان کاوه، ګڼ هندي سایسنپوهان یې هم ترڅنګ ولاړ و.

ښاغلي مودي د دغه بریالیتوب له کبله خپل ولس ته مبارکي وویله.

سره له دې چې په دغه برخه کې ډېرې ستونزې وې، خو ښاغلي مودي وویل ویاړي چې هېواد یې د مریخ مدار ته خپله سپوږمکۍ ورسوله "نن تاریخ جوړ شو، مونږ دا زړه وکړ چې ېوې نامعلومې سېارې ته ورسېږو او داسې مامورېت ترسره کړو چې نژدې ناممکن و. زه ټولو ساینسپوهانو او خپلو هېوادوالو ته د دې تارېخی بري مبارکي وایم. "

د مریخ مدار ته د دا ډول سپوږمکیو د استولو او رسولو نیمايي ماموریتونه ناکامه شوي دي.

هندي ساینسپوهانو دغې سپوږمۍ ته د منګلیان" د مریخ فضايي بېړۍ " نوم ورکړی ، منګلیان لس میاشتې مخکې د سرې سیارې پر لوري خپل ۶۷۰ میلیونه کیلیومېتره سفر پیل کړی و چې نن یې پای ته ورسوه .

لویه لاس ته راوړنه

په نوي ډهلي کې د دفاعي زده کړو او څېړنو د انسټیټوټ کارپوه اجی لیلی دغه بریالی ماموریت د هند لپاره یوه لویه او پام وړ لاس ته راوړنه وباله .

هغه وویل " هند په یوازې ځان، په کم لګښت او له کومې بهرنۍ مرستې پرته دغه مامویت بریالی کړ، دا په تکنالوژۍ کې د هند لویه لاس ته راوړنه په ګوته کوي. هند مخ پر ودی هېواد بلل کیږي او تر دې دمه هېڅ کوم بل مخ پر ودي هېواد دغه لاس ته راوړنه نه لري."

د مریخ مدار ته د دغې مصنوعي سپوږمکۍ پر استولو ۷۴ میلیونه ډالره لګښت راغلی دی چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په خبره د بالیود د کهکشان نومي فلم تر لګښت څخه هم کم دی.

په سپوږمکۍ کې پنځه نورې وسیلې هم لګول شوي دي، د سپوږمۍ د استولو اصلي هدف دا دی چې د مریخ سطحه مطالعه کوي چې، هلته د ژوند کولو امکانات شته که څنګه، همدغه راز د مریخ پر مخ د نورو ممکنه موجوداتو ارزونه هم وکړي.

XS
SM
MD
LG