د لاس رسي وړ اتصالات

په افریقا کې د ښځو په ژوند د رسنیو اغیز


.
.

‏د امریکا د نشراتو د مشرتابه ادارې د گلیپ د نظر پوښتنې د موسیسې سره په شریکه په افریقه کې د ښځو په ژوند کې د رسنیو په رول یوه سروې کړیده.

په سروې کې راغلي چې ښونه او ژبه د ښځو د ژوند په وده کې مهم رول لوبوي. سروې دا هم وايی چې د افریقا په زیاترو برخو کې ښځې او نارینه په یو ډول تلویزوني خبرونې لیدی شي.

خو د راډیو، لاسي ټليفون او انټریت سهولت بیا یو شان نه دی.

دا سروې د افریقا په اوو ملکونو کې ترسره شویده چې پکې د عاج ساحل، نایجیریا، گانه، نایجر، مالي، زمبابوې او کینیا شامله ده.

د سروې د خپرولو په غونډه کې مهمه وینا کوونکې تاره سونن شاین وویل چې د سروې نتیجې ښایي چې افریقه په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې گډون ستر بدلون راوستی شي.

هغه وايي "موږ پوهیږو چې که چرې نجونې وروزل شي او د رسنیو نه هم گټه واخیستل شي او دوي ته معلوماتو لارې خلاصې شي نو دوي به سیاسي توگه باندې فعالې شي.دوي به د خپل قوت نه کار واخلي او دوي به اقتصادي ډگر کې هم رغنده رول ولوبوي او نړیوال اقتصاد کې به څرگنده بدلون راولي."

مگالي ریهالوټ افریقا کې د گلیپ د سروې د سیمه ایزو څیړونو د مرکز مشره ده، هغه وايي چې دوي په هر هیواد کې د زرو کسانو نه پوښتنې کړیدي. همداراز د امریکا د نشراتو د مشرتابه بورډ د یو نیم زرو نه تر څلورو زرو پورې کسانو سره مرکې کړیدي.

هغه زیاتوي چې د رسنیو د آزادۍ وضعیت هرې منطقې کې د یو بل سره توپیر لري "په ناییجریا او زمبابوې کې د بیان ازادي ډیره نیمگړې ده. خو بیا د عاج په ساحل کې نسبتا آزادي زیاته ده. خو بیا نورو ملکونو لکه گانه،کینیا ،مالي او نایجر کې نسبت د اولو دریو ملکونو د بیا او رسنیو آزادي ډیره زیاته او پراخه ده."

د افریقا پیغلې خپل خوبونه لري
د افریقا پیغلې خپل خوبونه لري

د امریکا د نشراتو د مشرتابه د ادارې یا بي بي جي د څیړنو د څانگې مسوله سونا گلوکلې وايی چې د رسنیو د وسیلو استعمال نه یوازې د ښځو او نارینو ترمنځ د فکر توپیر ښيي بلکې دې سره د رسنیو او هیوادونو ترمنځ هم توپیر لیدل کیږي.

د بیلگې په توگه تلویزون ښځې او سړي دواړه یو ډول گوري او سبب ېې هم ډیر ساده دی "افریقه کې هر کور کې یوازې یو تلویزون لیدل کیږي او ټوله کورنۍ ښځې او سړي ېې په شریکه گوري. ځکه چې تلویزون ډیر ارزښت لري او په شریکه کوټه کې ایښودل شوی وي او په ټول ورته ناست وي."

د راډیو په اړه هغه وايي چې افریقا کې د راډیو نارینه اوریدونکي د ښځینه اوریدونکو سره یو څه توپیر لري.

هغه وايي "د عاج په ساحل کې ښځې په سلو کې ٥٢ تلویزون گوري او یوازې ٢٨ ېې راډیو ته غوږ نیسي."

په افریقه کې ښځې د سړیو په نسبت انټرنیټ نه دومره ډیره گټه نه اخلي. خو راهولیټ او گلوکیل وايي چې په افرېقه کې نورې وسیلې شته چې د ښځو سره پرې اړیکه نیول کیدی او دوي تماس کې ساتل کیدی شي.

گلوکل وايی "که څوک غواړي چې په نایجیریا کې ښځو ته خپل پیغام ورسوي نو پراخو وسیلو نه به کار اخلي. مثلا که څوک د شمالي نایجیریا د میرمنو دپاره پیغام لري نو جلا وسیله به کاروي اوکه د لاگوس د میرمنو دپاره پیغام لري نو ژبه او وسیله به هم بدلوي."

همدا شان راهولټ هم وايي چې هغه مسلې چې د دې سیمو میرمنې ورسره علاقه لري هغه هم باید نظر کې وساتل شي.

هغه زیاتوي " د خوندي توب، روغتیا او ملکیت مسلې. ښځې غواړي چې داسې خپرونې وویني چې هغې کې ورته د نمونې په توگه نورې کامیابې ښځې وښودل شي. په سلو کې ٧٣ افریقايي میرمنې غواړي چې خپل تجارت ولري."

څیړونکي دا هم وايي چې دوي داسې ژبو باندې غور کوي چې د هغې د لارې د رسنیو ساحه پراخه شي. په ځانگړي ډول په مالي کې چرته چې زیاتره ښځې په فرانسوي ژبه خبرې کوي. نو هغوي دپاره باید په دغه ژبه پروگرامونه تیار شي.

XS
SM
MD
LG