د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما:نړیوال دې د افراطیت خلاف متحد شي


د ملګرو ملتونو په 69 مې عمومي اسامبلۍ کې، د امریکا ولسمشر باراک اوباما په خپلې وینا کې وویل چې نړۍ باید په دوو لارو کې یوه انتخاب کړې، یا خو باید د جګړو او بې ثباتۍ لاره خپله کړې او یا هم د سولې او ثبات لاره خوښه کړې.

ولسمشر اوباما وویل هیوادونه باید په ګډه د نړیوالو مشکلاتو سره مقابله وکړي.

ښاغلي اوباما وویل «موږ ملګري ملتونه دلته راټول شوي یو، دغه [لاره] مو انتخاب کړې ده. موږ کولای شو چې نړیوال سیستم، چې ډیر پرمختګ ته یې زمینه برابره کړې، لا غښتلی کړو، او یا پریږو چې بیرته د بې ثباتۍ په ګیر کې راشو.»

ولسمشر اوباما وویل په خپلې وینا کې تر ډیره په درېیو نړیوالو ستونزو خبرې وکړي. په دغو درېیو موضوعاتو کې د اسلام پالو افراطي ډلو خلاف مبارزه، د ایبولا د ناروغۍ د خپریدو مخنوۍ او په اوکراین کې د جګړې بندیدل شامل وو.

ښاغلي اوباما د نړیوالو مشکلاتو په حل کولو کې د امریکا پر نقش ټینګار وکړ خو دا خبره یې هم وکړه چې ټول هیوادونه باید د مشکلاتو د حل کولو په برخې کې همکاري وکړي.

هغه وویل د اسلامي دولت د ډلې پرضد، چې په سوریې او عراق کې فعالیت کوي، امریکا د جګړې مشري کوي خو د دغې ډلې د ماتولو لپاره باید نړیوال ګډ کار وکړي.

د امریکا ولسمشر وویل «په پای کې، د فرقه یې تشدد او افراطیت ختمول د یو نسل کار دی. داسې کار چې په منځني ختیځ کې یې خلګ باید پخپله وکړي. دباندې قدرتونه نه شي کولای چې د خلګو نظریاتو ته تغیر ورکړي.»

ولسمشر اوباما وویل چې امریکا به د نورو ملګرو هیوادونو سره یو ځای د تروریزم خلاف جګړې کې برخه اخلي.

هغه وویل «که له یوې خوا موږ تروریزم او د ترویستانو لپاره خوندي ځایونه نه شو زغملی، له بلې خوا نه غواړو چې د یو اشغالګر قدرت په څیر اقدام وکړو.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما وویل چې یو ځل بیا غواړي ووايي چې امریکا د اسلام سره په جګړې کې نه ده او هیڅ کله به هم د اسلام سره په جګړې کې نه وې. هغه وویل چې د داعش خلاف جګړه نړیواله جګړه ده.

ولسمشر اوباما وویل: «اوس هم، 40 هیوادونو لیوالتیا ښودلې ده چې د دغه ایتلاف سره یو ځای شي. نن، زه د ټولې نړۍ نه غواړم چې په دغو هڅو کې دې زموږ سره شي.»

که څه هم ولسمشر اوباما په خپلې وینا کې د اسلام پالو افراطیانو خلاف جګړې ته ډیره توجه وکړه خو هغه په نړیوالو غږ وکړ چې د ایبولا د ناروغۍ د مخنیوۍ لپاره او د روغتیا د سیستم د ښه کولو لپاره دې اقدامات وکړي.

ولسمشر اوباما پر روسیې نیوکه وکړه. هغه وویل چې روسیه اوس هم د اوکراین بیلتون غوښتونکو ته وسلې ورکوي او خپلې قواوي یې اوکراین ته لیږلي دي.

امریکا د روسیې په خلاف بندیزونه لګولي دي. ولسمشر اوباما په خپلې وینا کې وویل چې که مسکو د سولې لاره خپله کړې نو د سولې د راوستلو سره اوسنی اوربند مرسته کولای شي.

XS
SM
MD
LG