د لاس رسي وړ اتصالات

احمدزي د منتخب جمهور رئیس په توګه باور لیک ترلاسه کړ


د افغانستان منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی
د افغانستان منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن د جمعې په ورځ په یوه غونده کې د افغانستان نوي منتخب جمهور رئیس ته د دوهم پړاو په ټاکنو کې د بریالیتوب باور لیک وسپاره.

د افغانستان نوي منتخب جمهور رئیس د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې ددغه کمیسیون د رئیس احمد یوسف نورستاني نه د باور لیک د ترلاسه کولو وروسته په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان د ټاکنو د سیستم اصلاح یې د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

ښاغلي احمدزي وویل "زمونږ تعهد هم د جناب ډاکټر صاحب عبدالله او هم زما کوم ټکې چې جناب نورستاني یاد کړل د خپل کار په سر کې ورته ځای ورکوو او د افغانستان ټاکنیز نظام په بنیادي ډول اصلاح کوو او په دغو دوو خپلواکه کمیسیونونو باندې د ملي ادارو په توګه پانګونه زمونږ د کار په سر کې ځای لري".

د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې دا کمیسیون د ټاکنو ګټونکي کاندید ته د لوړې له مراسمو وړاندې باور لیک ورکوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس ښاغلي نورستاني، اشرف غني احمدزي ته د نوي منتخب جمهور رئیس په توګه د باور لیک د سپارلو په وخت د ښاغلي احمدزي د رایو د شمیر يادونه ونه کړه خو وویل چې دا باورلیک هغه ته په ټاکنو کې د بریالیتوب له امله ورکوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون باورلیک کې راغلي "ښاغلی ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی د شاه جهان غني احمدزي زوی چې په ۱۳۲۸ لمریز کال کې زیږدلی د ۱۳۹۳ لمریز کال د جوزا پر ۲۴ نیټه د جمهوري ریاست د ټاکنو په دوهم پړاو کې له ۷۱۲۰۵۸۵ معتبرو رایو څخه د ۳۹۳۵۵۶۷ د رایو (۵۵.۲۷٪) په ترلاسه کولو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په حیث انتخاب شو".

ښاغلي احمدزي د افغانستان ټاکنې د نورو هیوادونو د ټاکنو سره د پرتله کولو په وخت وویل په نورو هیوادونو کې د ټاکنو په ورخ خلک په ټاکنو کې له چې میلي ته ځي برخه اخلي خو په افغانستان کې په ټاکنو کې ګډون د سر سره لوبي کول دي.

منتخب جمهور رئیس وویل دلته له سر نه تیریدل وو، د ګوتو پریکول وو، سربازي وه دا اخلاقي جرت غواړي.

ښاغلي احمدزي په سوله ایزه توګه د واک لیږد ته د امکاناتو د برابرولو له امله جمهور رئیس حامد کرزي ته مبارکي ورکړه وویل چې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې اقتدار بدل شوی نه قدرت.

ښاغلي احمدزي وویل "کور دې ودان رئیس صاحب، همیشه به زمونږ رئیس یې او زمونږ مشر به یې".

ښاغلي احمدزي وویل چې تل به د جمهور رئیس حامد کرزي سلا مشورو ته غوږ کیږدي.

هغه یو ځل بیا د ملي یووالي د حکومت جوړیدلو نه دفاع وکړه، وویل چې دا حکومت د واک ویش نه بلکې د دندو ویش دی.

ښاغلي احمدزي وویل چې د خپل پخواني سیال عبدالله عبدالله سره به په نوي حکومت کې ګډ کار ته دوام ورکړي او اوس چې د ملګرتیا کومه فضا رامنځ ته شوې تر اخیره به همداسې د همکارۍ فضا ته دوام ورکړي.

ښاغلي احمدزي وویل چې اوس هم افغانستان د نړیوالې پاملرنې لاندې دی " زمونږ د ملي حاکمیت ټینګښت د ملي ګټو نه دفاع نړیوالې ټولنې سره په اړیکو کې چې مونږ ګډ فرصتونه لرو او هم د ګډو ګواښونو سره مخ یو، زمونږ د لومړنیو وظیفو نه دي".

ښاغلي احمدزي وویل چې افغانان سوله غواړي، عدالت او د قانون حاکمیت غواړي. هغه له افغان سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې دې پانګونه وکړي.

XS
SM
MD
LG