د لاس رسي وړ اتصالات

د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د قدرت سوله ییز انتقال


د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رئیس عبدالغفور لیوال
د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رئیس عبدالغفور لیوال

د افغانستان نوي منتخب جمهور رئیس محمد اشرف غني احمدزی به د دوشنبې به ورځ لوړه وکړي.

د سيمه یيزو مطالعاتو د مرکز رئیس عبدالغفورليوال واِيي چې د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل دی چې افغانان دا تجربه کوي چې د یو منتخب جمهور رئیس نه بل منتخب جمهور رئیس ته په سوله یيزه توگه قدرت انتقالیږي.

د لوړې په مراسمو کې د افغانستان د ولایاتو او بیلابیلو ډلو استازي ګډون وکړي. او په دغو مراسمو کې به د یو شمیر نورو هیوادونو استازي هم برخه واخلي.

شاغلی لیوال وايي چې د نورو هیوادونو د استازو ګډون دا مانا ورکوي چې اوس هم افغانستان دنړۍ د توجه مرکز دی.

د مراسمو تر سره کيدل څه نوې خبره نده خو اوسنيو داخلي اود سيمې حالاتو ته په کتو د نن ورځې لوړه څه ارزښت لري؟

د سيمه یيزو مطالعاتو د مرکز رئیس عبدالغفور لیوال سره د نوشابه اشنا مرکه دلته اوریدلی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:22 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG