د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني احمدزی د افغاستان نوی ولسمشر شو


.
.

نوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي د ولسمشرۍ د لوړې مراسم پرځای کړل او د افغانستان د نوي ولسمشر په حیث یې نن کار پیل کړ.

نوي ولسمشر ته د افغانستان د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات عبدالسلام عظیمي سوګند ورکړ او په اساسي قانون کې د جمهور رئيس د سوګند متن ولوستل شو.

د نوي ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي د لوړې د پرځای کولو وروسته په خپله ولسمشر خپلو دوو مرستیالانو جنرال عبدالرشید دوستم او سرور دانش ته هم لوړه ورکړه.

ولسمشر اشرف غني احمدزي ځای په ځای د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئيس او د هغه د مرستیالانو د تقرر تقنیني فرمانونه هم لاسلیک کړل، چې بیا وروسته ښاغلي احمدزي اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله او د هغه دوو مرستیالانو انجنیر محمد خان او حاجي محمد محقق ته لوړه ورکړه.

ښاغلي احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته په اوږده ویناء کې د خپل حکومت لومړیتوبونه یاد کړل.

ښاغلي احمدزي په داسې حال کې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د قدرت د سالم انتقال نه مننه وکړه، پخوانی ولسمشر حامد کرزی وستایه.

هغه وویل چې د ملي یووالي د حکومت ایجاد د واک د ویش په معنی نه بلکې د دندو د اجراء په معنی دی.

ولسمشر وویل چې د ملي یووالي د حکومت په تشکیل به نور ټول موازي حکومتونه له منځه ځي.

هغه وویل حکومت به یې خلکو ته ځواب ویونکی وي، او هڅه به یې داوي چې سیاست د بې ثباتۍ وسیله و نه ګرځي بلکې سیاست د ثبات وسيله وګرځي.

ښاغلي احمدزي په وسله والو مخالفینو، طالبانو او حزب اسلامي غږ وکړ د سولې له بهیر سره ورسره یوځای شي.

هغه وویل دایمي سوله غواړي او د مؤقتې سولې په لټه کې ندی.

حکومتوالي

ولسمشر احمدزي د دولت د درې ګونو قواو د کاري تفکیک یاده وکړه، د مقننه قوې په تړاو یې وویل، چې د جرائیه قوې وزیران اړ دي، چې خپل کاري راپور پارلمان ته ور کړي .

ولسمشر احمدزي وویل "‬د ملي شورا له غړو غواړم چې له دې وروسته له وزیرانو سره شخصي ملاقاتونه بند کړي، د پارلمان له غړو غواړم چې په امنیتي نهادونو کې د تقررۍ او انفکاک له وړاندیزونو هم ډډه وکړي.‪"‬

ښاغلي احمدزي د قضائيه قوې په تړاو وویل چې دا قوه باید شفافه او له اداري فساد خالي شي.

ولسمشر وویل ‪"‬ له سترې محکمې غواړم، چې په یوه میاشت کې دننه د ټول پرسونل ارزونه وکړي، مکافات او مجازات رامنځته کړي او نا تکمیل شوې دوسیې بشپړې کړي.‪"‬

ښاغلي احمدزي وویل د اساسي قانون په اساس به د قاضیان د عزل او تقرر له ټولو صلاحیتونو ګټه واخلي، هغه په څارنوالۍ کې د تغییراتو یادونه هم وکړه چې له خپلو دندو باید پورته عمل و نه کړي. ولسمشر وویل د متوازن انکشاف غوښتونکی دی.

بهرنی سیاست

ښاغلي احمدزي په پنځو کړیو کې بهرنی سیاست یاد کړ، ګاونډي، اسلامي نړۍ، اروپا، امریکا او غربي هیوادونه، اسیائي هیوادونه او نړیوال سازمونونه.

هغه وویل چې له ګاونډيانو تمه لري بالمثل چلند ورسره وکړي او د ګاونډیو هیوادونو په چارو کې مداخله نه کوي او د بالمثله رويې غوښتونکی دی.

اسلامي ملکونو سره د اړیکو د ښو کولو یاده یې وکړه، اروپا او امریکا سره یې هم د اړیکو په غوره کولو خبرې وکړې.

نړیوالې مرستې

ښاغلي احمدزي په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې خپلې مرستې دې د افغانستان د ملي بودیجې له لارې ولګوي او ډاډ ورکوي چې د فساد په ورکولو تضمین کوي چې مرستې به یې مؤثره ولګول شي، هغه د نړیوالې ټولنې د تعهداتو یادونه وکړه.

نوي ولسمشر وویل چې کورنۍ یې په سیاست کې ښکیله نده او که چا یې د کورنۍ له نوم ګټه واخېسته مجاز دې شي.

هغه په خپلو خبرو کې له خپلې مېرمنې بي بي ګل هم مننه وکړه وې ویل چې یتیمانو لپاره یې ګڼ پروګرامونه لرل او دوام به ورکړي.

ښاغلي احمدزي د انتخاباتو د بنسټونو او بهیر د اصلاح یاده هم وکړه.

د نوي ولسمشر له خبرو مخکې د ملي یووالي د حکومت اجرائي رئيس عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې وویل چې د شویو سیاسي موافقو تعهداتو ته ژمن دی.

د لوړې تر مراسمو مخکې ولسمشر حامد کرزي خپلې خبرې وکړې، هغه وویل ‪"‬ ‫ د نن راته داسې دي، لکه د موقتې ادارې رئيس چې ټاکل کېدلم، تېر دیارلس کاله اسانه نه وو، اغزي راته په مخ کې وو، طوفانونه وو، ماته دنده راسپارلې شوې وه، چې د هیواد ظریف جام منزل ته ورسوم، نن ویاړم چې نوي منتخب ولسمشر ته جوړه اداره سپارم، له صفر نه د کار د پيلولو ترخه تجربه به بیا تکرار نه شي، او علت یې دا دی چې ځوانانو زده کړې کړي دي، زما د کار په پيل کې له نړیوالو سره د ګډ کار کولو تجربه کمه وه.‬

د لوړې په دغو مراسمو کې پاکستان ولسمشر ممنون حسین، د هند د جمهور رئيس مرستیال حمید انصاري، د ایران د ولسمشر مرستیال، د اسماعیله ډلې مشر کریم آغا خان، د عربي هیوادونو استازو، د تاجکستان د سنا د مجلس رئيس، د پښتونخوا مشرانو، محمود خان اڅکزي، افتاب احمد خان شیرپاوو، اسفندیار ولي او نورو بهرنیو مېلمنو برخه اخېستې وه.

ددې ترڅنګ د افغانستان جهادي مشرانو، قومي متنفذینو او د ټولنې د مختلف قشر غړو برخه درلوده.

د لوړې دا مراسم د ارګ ماڼۍ په سلام خانه کې له غرمې مخکې ترسره شول.

XS
SM
MD
LG