د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل


په ارگ کې د امریکا سره د امنیتي ټرون د لاس لیک غونډه
په ارگ کې د امریکا سره د امنیتي ټرون د لاس لیک غونډه

د افغان حکومت، امریکا او د ناټو چارواکو نن ماسپښین په ارګ کې د افغانستان او امریکا او د افغانستان او د ناټو سازمان ترمنځ د امنیتي همکارۍ دوه جلا تړونونه لاسلیک کړل چې له مخې به یې امریکایي او د ناټو محدود شمیر عسکر د روان عیسوي کال وروسته هم په افغانستان کې ماموریت تر سره کړی شي.

د افغانستان له اړخه دا دواړه تړونونه د ولسمشر اشرف غني احمدزي د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د امریکا له اړخه په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کنګهم او د ناتو له خوا په افغانستان کې ددغې ټولنې ملکي استازي لاسلیک کړل.

د تړونونو د لاسلیک په وخت د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني احمدزی، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پخوانیو مجاهدینو دوه مشران صبغت الله مجددي او پیر سید احمد ګیلاني او هم د جمهور رئیس او اجرائیوي رئیس مرستیالان حاضر وو.

د افغانستان جمهور رئیس د تړونونو د لاسلیک وروسته په خپله وینا کې د تړونونو لاسلیک د افغانستان د ملي حاکمیت د بشپړیدلو په معنی وګڼه، وویل چې سر له ننه یوازې افغان ځواکونه په خپل هیواد کې د محاربوي عملیاتو مسولیت په غاړه لري.

ښاغلي احمدزي وویل "نن هغه ورځ ده چې افغانستان خپل ملي حاکمیت په اساسي توګه لاس ته راوړي".

ښاغلي احمدزي د افغانستان ګاونډیانو ته ډاډ ورکړه چې دا ټړون په هیڅ ډول د هغوی په زیان نه دی.

ښاغلي احمدزي وویل " د افغانستان هیڅ یو ګاوانډی باید ددغه تړون نه ځان ته د خطر احساس و نه کړي، ددې لپاره چې دا تړون یوازې او یوازې د افغانستان د ثبات او هوساینې لپاره ترسره کیږي او د هغو شبکو د ګواښونو په وړاندې د دفاع لپاره چې مونږ او نړۍ ته خطرونه ورځینې سرچینه اخلي".

عبدالله عبدالله هم په خپله وینا کې ددغه تړون په لاسلیکولو کې د ځنډ یو علت په تړون کې د افغانستان ګټو ته ځای ورکول وښودل.

XS
SM
MD
LG