د لاس رسي وړ اتصالات

د فرید ملک ستر ارمان په نړیوال جام کې لوبه کول دي


فرید ملک
فرید ملک

نولس کلن فرید ملک د ننگرهار د بهسودو ولسوالۍ دی. هغه وخت چې دی ماشوم و نو د مهاجرت په ورځو کې ورته پلار د کرکټ بال ورکړی او ورته ویلې ېې وو چې تکړه شه او د وسیم اکرم غوندې مشهور شه. له هماغې ورځې راهیسې فرید ملک د کرکټ په میدانونو کې منډې وهي.

فرید ملک د نولس کلن ملي ټیم نه پس الف لوبډلې ته لاره موندلې او هیله مند دی چې ډیر ژر به د ملي ټیم غړی هم شي.

هغه د نولس کلن ټیم د لوبغاړي په توگه د پاکستان په لاهور ښار کې د پاکستان د نولس کلن ټیم ٧ لوبغاړي په ١۴ منډو وسوزول او د کرکټ د مینه والو زړونه ېې وگټل.

د هغې نه پس چې هر وخت فرید ملک ته د لوبیدو موقع برابره شوې هغه خپله وړتیا ښودلې چې تازه مثال ېې په جنوبي کوریا کې د اسیايي اولمپیک په سیالیو کې د نیپال په وړاندې په سیالۍ کې ځلیدل دي. دغه لوبه کې افغانستان الف لوبډله د لوبې په اخري شیبو کې د سخت مشکل سره مخ وه، او شکست ورته لا ورایه ښکاره کیدو. خو د فرید ملک تیزې او زړه ورې توپ اچونې د نیپال د لاس نه گټلې لوبه را ویستله او افغانستان ته ېې بری ترلاسه کړ.

فرید ملک ارمان لري چې د ملي ټیم غړی شي
فرید ملک ارمان لري چې د ملي ټیم غړی شي

فرید ملک چې د چپ لاس توپ اچونکی دی. ارمان لري چې د کرکټ په راتلونکي نړیوال جام کې چې کال ٢٠١٥ فروري کې استرلیا او نیوزيلنډ کې کیدونکی دی، د افغانستان د ټیم غړی واوسي. هغه وايي چې دی باور لري چې د یو څو نورو ښه لوبو نه پس به د کرکټ مسولین ده ته پام وکړي او ملي ټیم کې به ېې واخلي.

فرید ملک وايي چې حمید حسن ېې د خوښې ملي لوبغاړی دی او تل د هغه نه ډاډ او لارښونه اخلي. په نړیوالو توپ اچونکو کې یې د استرالیا مایکل سټراک د خوښې لوبغاړی دی او وايي چې هر وخت میدان ته کوزیږي نو وايي چې نن به بیا افغانستان دپاره یو بل ویاړ گټي.

فرید ملک ځوان لوبغاړی دی او د کرکټ نړۍ کې ورته ډیره ځلانده راتلونکې سترگې په لار ده.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG