د لاس رسي وړ اتصالات

یوه هسپانوۍ نرسه په ایبولا اخته شوې ده


یوه هسپانوۍ نرسه د ایبولا په ناروغۍ اخته شوې ده. دغه نرسه د ماډرید په روغتون کې کار کوی. دا د ایبولا د ناروغۍ لومړۍ پيښه ده چې د لویدیځي افریقا د هیوادونو نه بهر ثبتیږي.

د هسپانیې د روغتیا چارواکي وايي چې په ایبولا اخته شوې نرسې د هغه ۹۶ کلن عیسوي راهب مراقبت کاوه چې په سرلیون کې په ایبولا اخته شوی و.

عیسوي راهب چې د سرلیون څخه هسپانیې ته انتقال شوی و او د ماډرید په روغتون کې بستر و تیره میاشت مړ شو.

بل پلو ته رپوټونه وايي چې پنځم امریکايي هم د ایبولا په ناروغۍ اخته شوی دی چې دغه بیا د ایبولا د خپریدو په اړه اندیښنې پیدا کړي دي.

دغه امریکايي چې یو ژورنالست دی د لایبریا په هیواد کې په ایبولا اخته شوی او د دارو درملو لپاره امریکا ته انتقال شوی دی.

خو د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ وویل چې په امریکا کې د ایبولا د ناروغۍ د خپریدو امکانات ډیر کم دي.

ولسمشر اوباما د دوشنبې په ورځ د خپلې کابینې او د هغه ټیم د لوړپوړو چارواکو سره یې غونډه وکړه چې د ایبولا د ناروغۍ د خپریدو د مخنوۍ لپاره یې ټاکلی دی.

د امریکا ولسمشر وویل چې د ایبولا د ناروغۍ سره د چلند په اړه به د امریکايي صحي کارکوونکو د پوهاوی کمپاین پیل شي

ولسمشر اوباما زیاته کړه چې د امریکا حکومت به د هغو مساپرو د معاینې لپاره نور ګامونه هم واخلي چې د هوا له لارې امریکا ته راځي.

ښاغلي اوباما وویل د دغو اقداماتو هدف دا دی چې که چیري یو کس په ایبولا اخته وي نو پر وخت یې تشخیص وشي.

باراک اوباما دا خبره هم وکړه چې په لویو هیوادونو باندې به فشار ډیر کړي چې د ایبولا د ناروغۍ د خپریدو د مخنوي په برخې کې مرستې وکړي. خو هغه د دغو هیوادونو نومونه وانخستل.

تر اوسه ۳۵۰۰ کسان د ایبولا ناروغۍ له امله مړه شوي دي. ګیني، لایبریا او سرلیون هغه هیوادونه دي چې ایبولا سخت ځپلي دي.

XS
SM
MD
LG